1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کرکيټ د نړيوال جام په منځلوبو کي مخامخ هيوادونه

سيد رياض۱۳۹۳ اسفند ۲۵, دوشنبه

د ۲۰۱۵م کال د کرکیټ د نړیوال جام سیالیو لومړی پړاو پای ته ورسید. له ۱۴ ټیمونو څخه اتو ټیمونو کوارټر فاینل یا منځلوبو ته لار ومونده. دغه سیالۍ د مارچ میاشتې له اتلسمې نېټې څخه پیلیږي.

https://p.dw.com/p/1ErMF
انځور: Getty Images/R. Cianflone

په A گروپ کې به په ترتیب سره نیوزیلنډ، آسترالیا، سریلانکا او بنگله دیش کوارټر فاینل یا منځلوبو ته ووتل. له دغه گروپ څخه انگلستان، افغانستان او سکاټلنډ و نه شوای کړای چې دوهم پړاو ته لار ومومي.

دا په تاریخ کې لومړی وار وو چې د افغانستان لوبډله د نړیوال جام په سیالیو کې ولوبیده. که څه هم افغانستان په خپلو شپږو لوبو کې یوه لوبه گټلې ده، خو د کرکیټ د ډیرو مینه والو په زړونو کې یې ځای ونيو.

په B گروپ کې بیا هند، سویلي افریقا، پاکستان او ویسټ انډیز لوبډلي منځلوبو ته ووتې. ایرلنډ چې خپلې درې لوبې یې هم گټلې وې خو د منډو جوړولو اوسط یې په وروستۍ لوبه کې تر ویسټ انډیز کښته شو، منځلوبو ته لار و نه مونده.

همداشان متحدو عربي اماراتو او زیمبابوې هم له دوهم پړاوه پاتې شول. په پام کې ده چې د کوراټر فاینل لوبې د مارچ له اتلسمې نېټې څخه پیل شي.

د مارچ پر ۱۸ به سویلي افریقا او سریلانکا سره مخامخ شي

د کوارټر فاينل لومړۍ لوبه د سویلي افریقا او سریلانکا تر منځ په سدني ښار کې تر سره کیږي. په لومړي پړاو کې دواړو لوبډلو څلور، څلور لوبي گټلي دي او اته اته پواینټونه لري. دواړو لوبډلو ته د پیاوړو لوبډلو په سترگه کتل کیږي.

د مارچ پر ۱۹ به بنگله دیش او هند سره لوبيږي

دوهمه منځلوبه به د بنگله دیش او هند لوبډلو تر منځ وي. هند په B گروپ کې د خپلو ټولو شپږو لوبو په گټلو سره په ليست کي لوړی وو. بنگله دیش بیا درې لوبي گټلې او له آسترالیا سره یې لوبه د بارن د اورښت له کبله مساوي شوه. په دې ترتیب د اوو پواینټونو په لرلو سره د A په گروپ کې وروستی ځای لري. دغه سیالي په میلبورن ښار کې کیږي.

د مارچ پر ۲۰ آسترالیا او پاکستان سره لوبیږي

د کوراټر فاینل دریمه لوبه به د آسترالیا او پاکستان لوبډلو تر منځ وشي. د آسترالیا لوبډله د ۹ پواینټونو په لرلو سره په A گروپ کې دوهم ځای لري او پاکستان بیا د اتو پواینټونو په لرلو سره په B گروپ کې دریم ځای خپل کړی دی.

پاکستان د یکشنبې په ورځ آیرلنډ ته ماتې ورکړه او په دې ترتیب آیرلنډ له دوهم پړاو سیالیو څخه پاته شو. دغه سیالي به په اېډېلېډ ښار کې وشي.

د مارچ پر ۲۱ نیوزیلنډ او ویسټ انډیز سره لوبيږي

د کوراټر فاینل په وروستۍ لوبه کې د نیوزیلنډ او ویسټ انډیز هیوادونه یو له بل سره مخامخ شي. نیوزیلنډ د A گروب په سر کې قرار لري او د خپلو شپږو لوبو په گټلو یې ۱۲ پواینټونه خپل کړي دي. ویسټ انډیز بیا د B گروپ وروستۍ ځای ونيو او د درو لوبو په گټلو سره ۶ پواینټونه لري. د منځلوبو د لړۍ دغه وروستۍ لوبه به د نیوزیلنډ په پلازمینه وېلنگتن، کې تر سره شي.

په پام کې ده چې د مارچ میاشتې پر ۲۴ او ۲۶ نېټه به نیمه پایلوبې تر سره شي او پای لوبه به د مارچ میاشتې پر ۲۹ نېټه د میلبورن د کرکیټ په نړیوالې لوبغالې کې وشي.