1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورت

د کرکټ نړیوالې شورا پر شهزاد محمدي بندیز تایید کړ

۱۳۹۶ اردیبهشت ۱۰, یکشنبه

ترمخه د افغانستان کرکټ بورډ پر خپله رسمي فسبوک پاڼه د معلوماتو په خپرولو سره د شهزاد محمدي له پاره د یوه نړیوال وکیل د ګمارلو خبر ورکړی وو.

https://p.dw.com/p/2c9dr
Cricket Afghanistan gegen Australien 25.08.2012
آرشيف انځورانځور: DW

د کرکټ د نړیوالې شورا په رسمي ویباڼه کې راغلي چې د شهزاد له لوري د منع کړل شوو درملو په کارولو سره هغه د کرکټ د نړیوالې شورا د دوپنګ ضد قانون مات کړی او اوس به ورسره د قانون مطابق چلند وشي. په دې رپوټ کې همدا راز پر شهزاد محمدي باندې د نړیوالو لوبو د بندیز وضع کیدل هم تایید شوي دي.

په دې وروستیو کې د کرکټ یادې شورا د یوه رپوټ په خپرولو سره خبر ورکړی وو چې د افغانستان تکړه توپ وهونکي او ویکټ ساتونکي د شهزاد محمدي د وینې په معاینه کې داسې مواد لیدل شوي چې د منع کړل شوو درملو په کارولو دلالت کوي. یادې شورا، شهزاد محمدې ته وخت ټاکلی وو تر څو د دې دوسیې په هکله رسمي اقدام وکړي.

تر دې وروسته، د افغانستان کرکټ بورډ پر خپله رسمي فسبوک پاڼه د معلوماتو په خپرولو سره د شهزاد محمدي له پاره د یوه نړیوال وکیل د ګمارلو خبر ورکړی وو ترڅو دغه دوسیه پرمخ یوسي. نن د یکشنبې په ورځ، د کړکټ نړیوالې شورا د خپلې ویبپاڼې له لارې دا تایید کړې چې دغه دوسیه به د کرکټ د نړیوالو قوانینو په پام کې نیولو سره وڅیړل شي او زیاتوي چې پر شهزاد محمدي باندې د نامعلومې مودې له پاره د نړیوالو لوبو بندیز وضع شوی دی.

شهزاد محمدې د افغانستان د کريکټ ملي لوبډلي یو تیز توپ وهونکی او په افغانستان او نړۍ کي نامتو لوبغاړی دی. نوموړی د شل اوریزو نړیوالو درجه بندیو په کتار کې په نړۍ کې څلورم بریالی لوبغاړی دی.