1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کرکیت د ۲۰۱۵ کال جام په اړه لس په زړه پوړې ټکي

عبدالباري حکیم (آژانسونه)۱۳۹۳ بهمن ۲۵, شنبه

استرالیا او نیوزیلاند د کرکیت د نړیوال ۵۰ اوریز جام کوربه دی. افغانستان د لومړي ځل له پاره په دغه جام کې لوبیږي. د کرکیټ د نړال جام په هکله لس مهم ټکي څه دي؟

https://p.dw.com/p/1Ebi6
Australien World Cup Cricket 2015 Eröffnungsfeier
انځور: Reuters/H. Blair

یو ځل بیا دوه کوربه هیوادونه

۱. د کرکیټ د نړیوال جام سیالي سږ کال هم په دوو هیوادونو استرالیا او نیوزیلاند کې په لاره اچول کیږي. د دغو هیوادونو د هر یوه په اوو ستدیومونو کې به ۲۱ لوبدلې یو له بل سره سیالي وکړي. ورستئ یا فاینل لوبه به د استرالیا د ملبرون د کرکیت په ستر ستدیوم کې چې د MCG په نامه هم یادیږي د مارچ په ۲۹مه نیټه تر سره شي.

۲. سیالې ډلې په دوو سترو گروپونو ویشل شوې دي چې په هر گروپ کې اوه اوه لوب ډلې سیالي کوي. د هر ډلې څلور مخکښه لوبډلې به څلورم فاینل یا «کوارتر فاینل» ووځي. له دغه پړاو څخه په مستقمیه توگه د «نیک اوت» سیالي پیل کیږي: معنی دا چې په څلورم فاینل کې ماته خوړلی تیم باید ډگر پریږډي او د خپل کور په لور روان شي.

۳. افغانستان هغه یو هیواد دی چی د لومړي ځل له پاره په دی نړیوالو لوبو کی سیالي کوي. د افغان کرکیت ملي لوبډله د نړیوالې اتلولې په لنډه بڼه کې چې د ICC World Twenty په نامه یادیږي، هم سیالې کړي دي خو په لومړې دوره کې یې ماته خوړلې ده.

د تلویزیون له لاری د لوبو خپریدل

۴. د کرکیټ د ۲۰۱۱ کال د نړیوال جام د نیمه فاینل یا «سیمي فاینل» لوبه چې د پاکستان او هند ترمنځ وه، څه نا څه ۹۸۸ میلیونه کسانو ننداره کړه، چی له دې مخکی د ټولو سپورتي نندارو ریکارد یی مات کړ، ځکه د ۲۰۱۰ کال د فوتبال نړیوال جام ورستی لوبه چې د هسپانیی او هالند تر منځ وه، په نړویاله کچه یوازې ۹۰۹ میلیونه نندارچیان لیدلې وه. دغه راز د ۲۰۱۴ کال د نړیوال فوتبال ورستی لوبه چې د آلمان او ارجنتاین ترمڼح وه، یوازې د ۶۰۰ میلیونو خلکو له خوا ننداره شوه.

۵. استرالیا د کرکیټ د لوبو په گټلو کې یو اوږد تاریخي پسمنظر لري. د ۱۹۹۹ او ۲۰۱۱ کال په مینځ کې هغوی پر له پسی ۳۴ سیالې گتلي دی چې په کې درې نړیوال جامونه هم شامل دي. د دی له پاره چې دا هیواد یو ځل بیا نړویال اتل شی، مجبوره دی چې له ۳۴ مختلفو لوبغاړو سره ۱۵ مخالفو لوبدلو ته ماته ورکړي.

۶. د ۲۰۰۳ کال په نړیوال جام کې شعیب اختر د لومړي ځل له پاره د گړندي توپ اچونی ریکار مات کړ. هغه د انگلستان توپ وهونکی نیک نایت، په یو توپ وسځاوه چې سرعت یی په يوه سا عت کې ۱۶۰،۹ کیلومترو ته رسیده.

۷. د کرکیت تر ټولو زوړ لوبغاړی، هالندی نولان کلارک وو چې په د ۱۹۹۶ نړیوال جام کې یې عمر ۴۷ کاله او ۲۵۷ ورځې وو. ښايی تر ټولو ځوان لوبغاړي یودین پوجا، وي چې څه ناڅه ۵۰ ورځي مخکی ۱۶ کلن شو او په دی نړیوال جام کې د متحده عربی اماراتو له پاره د سیالی ډگر ته وځي.

تر ټولو بی سارې کمې منډې

۸. د ۲۰۰۳ کال په نړیوال جام کې تر ټولو کمې منډې کانادا د سریلانکا پر وړاندې جوړی کړی چې ۳۶ وې. دا د نړیوال جام په منډو کې چې په اوسطه توگه سلو ته رسیږي، تر ټولو لږې منډي دي. تر ټولو زیاتې تر سره شوی مندې ۴۱۳ دي چې هند د نامبییا پر ضد کړي دي.

۹. که څه هم آلمان په اوسني وخت کې د فوتبال اتل دی، خو د نړې د کرکیټ په لوبو کې په ۳۷ درجه کې راځي.

۱۰. استرآلیا د کرکیټ د نړویال جامونو په تاریخ کې تر ټولو مخکښ مقام لري. دغه هیواد په ټولو لس تیرو سیالیو کې څلور گټلي دي. دا ځل هم گمان کیږي چې دغه هیواد د جام گټونکی شي. تیرې نړیوالې سیالۍ هند گټلي وې خو دا ځل د هغه د بریالیتوب چانس لږ دی.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب