1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کرکیټ د ملي لوبډلې تود هرکلې وشو

سید ریاض۱۳۹۲ مهر ۲۰, شنبه

د ۲۰۱۵ کال نړیوال جام ته د کرکیټ ملي لوبډلې د لار موندلو وروسته، لوبډله له شارجې څخه بیرته خپل هیواد ته د ستنیدو پر مهال له تود هر کلي سره مخ شوه. د بېلابېلو ولایتونو ځوانان هوایي ډگر ته د لوبډلې هر کلي ته ورغلي وو.

https://p.dw.com/p/19yZS
انځور: DW/F. Zahir

د افغانستان د کرکیټ ملي لوبډلې د اکتوبر په دوهمه او څلورمه نیټه په شارجه کې په تر سره شوو دوو پنځوس اوریزو لوبو کې د کینیا لوبډلې ته ماتې ورکړه او د ۲۰۱۵م کال نړیوال جام ته یې لاره ومونده. د نړیوال جام لوبې په آسترالیا او نیوزي لنډ کې تر سره کیږي. د جمعې په ورځ د افغانستان او کینیا د لوبډلو تر منځ هم یوه لوبه تر سره شوه. که څه هم دغه لوبه کینیا وگټله، خو دا په نړیوال جام کې د افغان لوبډلې په گډون باندې کوم اغیز نه لري.

د ملي لوبډلې د هرکلې له پاره یو شمیر دولتي چارواکي هم د کابل نړیوال هوایي ډگر ته ورغلی وو. د کرکیټ ملي لوبډله چې په کومه الوتکه کې سپره وه د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۳م کال د اکتوبر دولسمه) له غرمې وروسته د کابل په هوایي ډگر کې کښیناسته. د هوایي ډگر په انگړ کې او د باندې هم د ملي لوبډلې ډیر شمیر مینه وال موجود وو او د خپل ټیم هر کلی یې په ډولونو او اتڼونو وکړ. ډیری شمیر ځوانانو له ځانه سره د افغانستان بیرغونه لیږدول. دا په تیره یوه میاشت کې له فوټبال وروسته د ورزش په ډګر کې د افغانانو دوهمه لویه لاس ته راوړنه ده.

افغانستان تر دې مخکې هیڅ کله هم پنځوس اوریز نړیوال جام ته لار نه ده موندلې خو دوه ځلي د کرکیټ شل اوریز نړیوال جام ته وتلی دی. کارپوهان په دې باور دي چې افغان لوبډله د پنځوس اوریزو لوبو په پرتله په شل اوریزو لوبو کې ډیر ښه ځلیږي خو د کینیا پر وړاندې د دغې لوبډلې وروستیو دوو لوبو وښووله چې افغانانو په وروستیو کلونو کې د کرکیټ په برخه کې ډیر پرمختگ کړی دی.

په دې بریا سره اوس افغانستان پنځوس اوریز نړیوال جام ته خپل چمتوالی پیلوي. دا به په دې معنی وي چې دغه لوبډله به د کرکیټ د نړۍ له لومړۍ درجه لوبډلو لکه آسترالیا، هندوستان، پاکستان، انگلستان، سویلې افریقا او نورو لوبډلو سره ولوبیږي.

د افغانستان د ملي لوبغاړي تکړه منډه جوړونکي او پخواني کپتان نوروز منگل له ملي تلویزون سره په خبرو کې ټولو افغانانو ته د دغه بریا مبارکي وویله. هغه په خپلو خبرو کې وویل چې «دا زموږ د هیوادوالو د دعا نتیجه وه چې د ۲۰۱۵م کال نړیوال جام ته مو لار ومونده.»

څه موده وړاندې د افغانستان د کرکیټ بورډ اجرائیوي رئیس ډاکټر نور محمد مراد، له دویچه ویله سره په یوه ځانگړې مرکه کې ویلي وو چې نړیوال پنځوس اوریز جام ته د افغانستان له لارموندنې سره د دغه هیواد د کرکیټ په تاریخ کې یو نوی پړاو پیل شو.

اوس به افغان لوبډله نړیوال جام ته د تیارئ په موخه خپل تمرینونه پیل کړي او یو لړ نړیوالو لوبډلو سره به سیالۍ تر سره کړي. د افغانستان د کرکیټ بورډ د اجرائیوي رئیس ډاکټر نور محمد مراد، په وینا په دې ترڅ کې به د افغانستان ملي لوبډله د پاکستان له ملي لوبډلې سره د دسمبر د میاشتې پر اتمه نیټه په متحده عربي اماراتو کې لوبه تر سره کړه.