1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کرکیټ د ملي لوبډلې کپيتان استعفا وکړه

سيد رياض۱۳۹۴ فروردین ۳۱, دوشنبه

د افغانستان د کرکیټ د ملي لوبډلې مشر محمد نبي عیسی خیل له خپلې دندې استعفا وکړه. د استعفا لامل د کپتانۍ پر مهال فشار ښوولی دی چې په وینا یې د ده د لوبو پر مهارتونو یې منفي اغېزه کوله. نوی کپتان لا نه دی نومول شوی.

https://p.dw.com/p/1FB1d
انځور: Getty Images/P. Kane

د افغانستان د کرکیټ ملي لوبډلې مشر محمد نبي عیسی خیل د دوشنبې په ورځ په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې خپله استعفا اعلان کړه. دغه غونډه په کابل کې د کرکیټ بورډ د غونډو په تالار کې جوړې شوې وه. د مطبوعاتي کنفرانس پر مهال د افغانستان د کرکیټ عمومي رئیس نسیم دانش هم حضور لاره.

محمد نبي د خپلي استعفا لامل د کپتانۍ پر مهال فشار وباله چې په وینا یې د ده د لوبو پر مهارتونو یې منفي اغېزه کړې وه. د محمد نبي په وینا غواړي چې د یوه ښه لوبغاړي په توگه په لوبډله کې خپله لوبه پر مخ بوځي. محمد نبي له نزدې دوو کلونو راهیسې د ملي لوبډلي مشر وو. هغه په دغه موده کې د کرکیټ بورډ د چارواکو د ملاتړ او همکارۍ څخه مننه وکړه.

محمد نبي په خپلو څرگندونو کې وویل چې د ده د کپتانۍ پر مهال افغانستان د ۲۰۱۵م کال د کرکیټ په نړیوال جام سیالیو کې گډون وکړ او په دغو سیالیو کې یې د سکاټلنډ لوبډلي ته ماته هم ورکړه. همداشان هغه د آسیا کپ په سیالیو کې د افغان لوبډلي گډون ته هم اشاره وکړه. په دغو سیالیو کې افغانستان کوربه لوبډلي بنگله دیش ته ماته ورکړه.

د کرکیټ بورډ عمومي مشر نسیم دانش، د محمد نبي د استعفا په هکله خواشيني وښوده او د لوبډلي له مشرتوبه یې استعفا د نبي شخصي پریکړي وبلله. دانش په خپلو څرگندونو کې وویل چې لوبډلي د محمد نبي په کپتانۍ کې ډیري لاس ته راوړني لرلي دي.

خو د محمد نبي ځای ناستی لا تر اوسه نه دی ټاکل شوی. د افغانستان د کرکیټ بورډ ویاند محمد فرید هوتک، له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل چې په دې هکله باندي به نن غونډه وشي او يو وړ کس به ورته وټاکل شي. خو هغه د هيچا نوم وا نه خيست.