1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کريميا له روسيې سره د يو ځای کېدو په پلوي رايه ورکړه

دویچه ویله/ عبدالباري حکیم۱۳۹۲ اسفند ۲۵, یکشنبه

د اوکرایین په کریمیا کې لانجمن ریفرنډم پای ته ورسید او رایې شمیرنه ادامه لري. خو سیمه ییز مسکو پلوي حکومت د تر سره شوو نظر پوښتنو له مخې ویلي چې ۹۳ سلنه رایې ورکوونکو له روسیې سره د یو ځای کیدو په پلوۍ رایې ورکړي دي.

https://p.dw.com/p/1BQd9
انځور: Reuters

د کریمیا د ځایي سیمه ییز حکومت د معلوماتو له مخې د تور سمندرگي د نیمه ټاپو خلکو قاطع اکثریت ۹۳ سلنه له روسیې سره د یو ځای کیدو په پلوي توب رایې ورکړي دي. دغه نتیجه د هغې نظر پوښتنې له مخې چې له راى وركولو وروسته له خلکو شوې ده پر اساس ورکړې ده. زیاته شوې ده چې ۸۳ سلنه خلکو په رایه اچونې کې گډون کړی وو.

د روسیې دولتي تلویزون هم خبر ورکړی دی چې د کریمیا د راتلونکي برخلیک په تړاو په تر سره شوي ریفرنډم یا ټول پوښتنه کې د تر سره شوو نظر پوښتنو له مخې ۹۳ سلنه خلکو د روسیې له فیدراسیون سره د یو ځای کیدو په پلوي توب رایې ورکړي دي.

د سپینې ماڼۍ مطبوعاتي ویاند جې کیرني ویلي دي چې امریکا متحده ایالات «د اوکرایین په کریمیا سیمه کې تر سره شوی ریفرانډم ردوي.»

د کریمیا د حکومت مشر سیرگي اکسنوف، د ټویټر پر ټولنیزه پاڼه په خپل پیغام کې لیکلي دي چې رایې ورکوونکو «تاریخ» جوړ کړ. اوکرایين او لویدیځ هیوادونه دغه ریفرنډم په رسمیت نه پیژني.

تر دې دمخه د یکشنبې په ورځ په بروکسل کې د اروپایي ټولنې کمیسیون ویلي وو چې د روسیې پر ضد به د شخړه ییز ریفرنډم یا ټولپوښتنې د تر سره کیدو په اړه اقدامات تر سره کړي. اروپایي ټولنه او د امریکا متحده ایالات دغه ټولپوښتنه غیر قانوني بولي. په پام کې ده چې د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو وزیران به د دوشنبې په ورځ سره په بروکسل کې غونډه وکړي.

ډیر لږ انتظار کیږي چې د کریمیا د اوسیدونکو اکثریت به له روسیې سره د یو ځای کیدو مخالفت وکړي، ځکه د تور سمندرگي د دغې سیمه اکثریت اوسیدونکي یې روسان دي چې په کیف کې له نوي مؤقت حکومت سره خوښ نه دي او د هغې په مخالفت یې د نوموړې ټول پوښتنې له پاره تصمیم ونیو. خوغټه پوښتنه دا ده چې وروسته له هغې به څه کیږي؟

په خبري آژانسونو او د خبریالانو په رپوټونو کې په دغې ټول پوښتنې کې له یوه بې ساري گډون څخه خبرې کیږي. په رسمي توگه تر غرمې وروسته هم معلومه نه وه چې څه شمیر خلکو په دغه ټول پوښتنه کې گډون کړی دی. هغه خبریالان چې د کریمیا د سیمفروپول په ستر ښار کې تحولات څاري، تعجب کوي چې د رایو پاڼې په شیشه یي صندوقونو کې راټولې شوې او هغه له ورایه ښکاره کیږي.

ټینگ امنیتي تدابیر

د رایو حوزې د منځنی اروپا په وخت د سهار پر اوو بجو پرانیستل شوې. د کریمیا په پلازمینه کې د کریمیا د پارلمان مشر د خپل نیمه خپلواکمن جمهوریت له پاره دغه ورځ یوه برخلیک ټاکونکي ورځ وگڼله. د رایو په ۱،۵ میلیونو مستحقو کسانو باندې غږ شوی وو چې خپلې رایې ورکړي. اوکرایین او لویدیځه نړۍ دغه ټول پوښتنه په رسمیت نه پیژني.

د کریمیا بحران

له اوونیو راهیسې د روسیې پوځ کریمیا تر خپل کنترول لاندې راوستې ده. ویل کیږي چې مسکو د خپل عسکرو شمیر هلته تر ۲۲ زرو پورې لوړ کړی دی. د اوکرایین د مؤقت حکومت د وینا له مخې روسیې موافقه کړې ده چې په دغه نیمه ټاپو کې به د اوکرایین پوځي اډو کلابندۍ ته خاتمه ورکړي. په کیف کې د دفاع وزیر، ایگور تینیوچ وویل چې «اوربند» د مارچ تر ۲۱ پورې اعتبار لري. د هغه د وینا له مخې دغه موافقه د اوکرایین د سمندري ځواکونو د قوماندان سرگي گایدوک او د روسیې د دفاع وزیر سرگي شویگو ترمنځ شوې ده. خو د روسیې له لوري د دې خبرې پخلی تر اوسه پورې نه دی شوی.

په عین وخت کې د اوکرایین د دونیڅیک له ښار څخه خبرونه وایي چې روسي پلوي مظاهره کوونکي د امینتي ځواکونو او د لوی څارنوالۍ دفتر ته ننوتلي دي. د فرانس پرېس د خبري آژانس د رپوټ له مخې په دې هکله کوم مقاومت نه دې شوی.

اوکرایین د کریمیا د ژغرونې له پاره مبارزه کوي

۱،۵ میلیونو د رایو مستحق کسانو دوه لارې په مخکې درلودې: یا به له روسیې سره یو ځای کیږي او یا به د خپلې واکمنی دایره نوره پراخوي چې په دواړو حالاتو کې د روسیې نفوذ خوندي پاتې کیږي. خو ډیر لږ احتمال لیدل کیږي چې اکثریت دې د دې له پاره رایه ورکړي چې په اوکرایین کې دې پاتې شي. د کریمیا دوه پر دریمه برخه اوسیدونکي روسان دی. د دغه نیمه ټاپو مسلمانو لږکیو، یعنی تاتارایانو د ټول پوښتنې د تحریم له پاره غږ کړی دی.