1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کلفورنیا اور د لاس انجلس کورونو ته ورسید

آژانسونه/ م.ج۱۳۹۵ مرداد ۲۷, چهارشنبه

د کلفورنیا د اور وژني ادارې چارواکو د سه شنبې په ورځ وویل چې د دې ایالت د ځنګلونو اور د لاس انجلس ښار ځتیځې برخې ته رسیدلی دی او د استوګنې کورونو په گډون یې په لسونو ودانۍ زیانمني کړي دي.

https://p.dw.com/p/1JjV1
Kalifornien Lower Lake Clayton Feuer
انځور: Reuters/S. Lam

د کلفورنیا په ځنګلونو کې اور لګیدنې چې د کاجون له سیمې څخه پیل شوې وه، په څو اړخونو کې پرمختګ کوي. د اسوشیتد پرس خبري آژانس د سندبرنیدینو د اور وژنې ادارې په حواله ویلي دي چې اور اوس ددې سیمې تپو ته هم رسیدلی دی او د سیمې وچو برخو ته د پرمختګ په حال کې دی.

د دې رپوټ په حواله په سیمه کې د ۱۵ زره هکتاره ځمکې د خالي کولو امر هم شوی دی چې په کې ۳۴۵۰۰ استوګنیز کورونه هم شته. په دې سیمه کې ۸۲ زره کسان اوسیږي. د رایت وود ښار ځیني زراعتي برخې، وچې او صحرایي سیمې باید خالي شي.

په دې سیمه کې د اور لمبې تر ۳۰ مترو پوري ارتفاع لري. اور د کلفورنیا ۱۵ منطقې او ښارونه اغیزمن کړي دي. اور تر نورو ډیر د لاس انجلس او لاس ویګاس تر منځ پرتي سیمې اغیزمنې کړې دي. د دې سیمې اوسیدونکي د څو ساعتونو له پاره له خپلو کورونو څخه وتلو ته اړ شول.

اور لومړی د کلفورنیا په شمال کې زورور شو او ۱۷۵ کورونه، تجارتي مرکزونه او نور ساختمانونه یې زیانمن کړل. سیمه ایزو چارواکو ویلي دي چې اور ۲۰ کیلو متره مربع سیمه نیولې ده. په دې سیمه کې ۴۵ زره کسان اوسیږي چې خپل کورونه باید پریږدي.

د دوشنبې په ورځ په کلفورنیا کې یو ۴۰ کلن سړی ونیول شو چې ورباندې د دغه اور د لگېدو تور لګیدلی دی. د کلفورنیا چارواکو ویلي دي چې پر دغه کس باندي د څو نورو اورونو د لگولو تور هم دی.

په کلفورنيا کي اور لگېدنه