1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کلنتن او ترمپ نوماند مرستیالانو مناظره وکړه

۱۳۹۵ مهر ۱۴, چهارشنبه

د امریکا تر ولسمشریزو ټاکنو مخکې د هیلري کلنټن او د ډونالډ ټرمپ د نوماند مرستیالانو یو له بل سره تلویزیوني مناظره وکړه. دواړو خواوو پر یو بل سختې نیوکې وکړې.

https://p.dw.com/p/2Qspn
USA Pence trifft auf Kaine - Vizekandidaten liefern sich erstes TV-Duell
انځور: Reuters/J. Ernst

د امریکا متحده ایالاتو تر ولسمشریزو ټاکنو مخکې د جمهوري غوښتونکو له خوا د ولسمشر مرستیالي ته نوماند مایک پینس، او د هغه دیموکرات سیال ټیم کینې په لومړۍ تلویزیوني مناظره کې یو پر بل سختې نیوکې کړې دي. کینې په وار وار له خپل سیال پینس څخه وغوښتل چې د دونلډ ترمپ له خبرو دفاع وکړي.

د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو له پاره د جمهوري غوښتونکو د نوماند دونلد ترمپ مرستیال مایک پینس، د سه شنبې په شپه دیموکراتانو د نوماند مرستیال ولسمشر ټیم کینې تر نیکو لاندې راغی.

دغه بحث د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو په اوږدو کې د دواړو خواوو د مرستیال ولسمشرانو لومړۍ او وروستۍ مناظره وه چې د وریجنیا ایالت په فارم ویلا کې جوړه شوې وه.

کینې چې په ډیر جدیت سره یې خبرې کولې په وار وار یې د پینس په خبرو کې مداخله کوله له هغه څخه وغوښتل چې د دونلد ترمپ له جنجالي څرګندونو ننګه وکړي.

کیني د بحث په اوږدو کې د ترمپ ځینو خبرو ته په اشاره چې د نړۍ د ځینو مشرانو لکه ولادمیر پوتین، کیم یونګ ان، معمر القذافي او صدام حسین په هکله یې کړې وې وویل چې ترمپ له دیکتاتورانو سره ډیره مینه لري.

پینس د دې څرګندونو په ځواب کې وویل چې د ولادمیر پوتین د غښتلي کیدو لامل «د هلري کلنتن او باراک اوباما کمزوري او بې اغیزې سیاست» دی چې په پایله کې د روسیې وګړي راپاریدلي دي.

په داسې حال کې چې د بحث په ترڅ کې دواړو مرستیال ولسمشرانو د خپل سیال ګوند د نوماند په تیرو کړنو نیوکې کولې، څارونکي په دې باور دي چې پینس د ترمپ د زیاتره جنجالي څرګندونه دفاع ونه کړه. کینې وویل: «پینس له خلکو غواړي چې داسې چاته رایه ورکړي چې هغه ترې دفاع نشي کولای.»

دواړه مرستیال ولسمشران د ډیرې تجربې خاوندان دي. کینې اوس مهال له ورجنیا څخه چې یو وخت د دې ایالت والي هم وو، د سنا استازی دی او بل لور ته پینس اوس د اندیانا برحاله والي دی.

که څه هم داسې ښکاریده چې پینس د بحث ترپایه په دفاعي حالت کې وو خو بیا هم هغه د هیلري کلنتن لخوا د شخصي ایمیلونو په کارولو سختې نیوکې وکړې. پینس په دې هکله وویل: «خلک پر هیلري کلنتن ځکه باور نه شي کولای چې هغوی د دې کار لپاره څرګنده دلیل لري.»

په داسې حال کې چې د ترمپ او کلنتن د پلویان شمیرې په لوړیدو دي، پینس او کینې په امریکایانو کې پلویان نه لري او داسې باور کیږي چې دغه بحث به د ټولټاکنو پر پایلې کومه ځانګړی اغیز ونلري.

د ټرمپ او کلنټن راتلونکي مناظره د یکشنبې په ورځ کیدونکې ده.