1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کلنټن تر سفر وروسته به د اسلام اباد او واشنگټن اړيکي څرنگه وي؟

۱۳۹۰ آبان ۳, سه‌شنبه

پاکستان ته د امريکا د متحده ايالاتو لخوا ددې خبري ډاډ ورکول، چي دغه هيواد به د افغانستان د سولي په پروسه کي د پام وړ رول ولري د واشنگټن او اسلام آباد تر منځ اړيکي يو څه ښې کړي دي.

https://p.dw.com/p/12yEt
«پاکستان او امريکا لا اوس هم پر يو بل باور نه لري.»
«پاکستان او امريکا لا اوس هم پر يو بل باور نه لري.»انځور: fotolia/DW-Montage

خو د هيلري کلنټن لخوا پاکستان ته دا ګواښ کول، چي امريکا له دغه هيواد څخه په راتلونکو ورځو کي د حقاني شبکې په وړاندي د اقدم تمه لري، سوال رامنځ ته کوي، چي امريکا د پاکستان د عرضي تماميت څومره درناوي کوي.

کلنټن د جمعې په ورځ دا خبره ومنله چي متحده ايالاتو د پاکستان په مرسته د حقاني له ډلي سره اړيکي ټينګي کړي وې، ترڅو د سولي په بهير کي د هغوی ليوالتيا معلومه کړي.

دغي امريکايي چارواکي دغه راز د پاکستان څخه وغوښتل، چي د افغانستان د سولي په بهير کي مهم رول ولوبوي او په دغه هيواد کي د جګړې په ختمولو کي مرسته وکړي.

«موږ د دغه بهير د پايلو په اړه مطمين نه يو خو هغه څه چي پري مطمين يو دا ده چي موږ بايد دغه بهير امتحان کړو.»

دا په داسي حال کي ده چي څېړونکي وايي، پاکستان او امريکا لا اوس هم پر يو بل باور نه لري.

تيره مياشت د امريکا متحده ايالاتو متقاعد لوي درستيز، مايک مولن، وويل چي د پاکستان دوه مخی سياست نه يوازي د واشنگټن او اسلام آباد ترمنځ اړيکي خړي پړي کړي، بلکي په افغانستان کي يي د تروريزم په وړاندي د لس کلني جګړې پايلي له ګواښ سره مخامخ کړي دي.

مولن همدا راز د پاکستان پر استخبارتي ادارې تور ولګاوه چي د حقاني شبکې څخه ملاتړ کوي او په افغانستان کي يې د خپلي پټي جګړې د پرمخ بيولو په موخه استعمالوي.

دا په داسي حال کي ده چي پاکستان بيا تل د ياغيانو سره اړيکي درلودل رد کړي، او ويلي يې دي، چي دغه هيواد په خپله د تروريزم قرباني دی.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزيري، حنا رباني کهر، له خپلي امريکايي سيالي سره په يو ګډ مطبوعاتي کنفرانس کي وويل، چي پاکستان د ياغيانو د له منځه وړلو له پاره خپلي ټولي هڅي په کار اچولي دي. هغې زياته کړې چي امريکا بايد پر پاکستان د تروريزم په ختمولو کي اعتماد وکړي.

د روان کال په سپتمبر مياشت کي پاکستان د ټولو ګوندونو غونډه راوبلله ترڅو د حقاني ډلي په اړه پريکړه وکړي. په دغه غونډه کي هم پر پاکستاني حکومت ږغ وسو، چي د حقاني په وړاندي عمل وکړي او دغه ‌ډله سولي ته وهڅوي.

يو شمېر نور کارپوهان بيا په دې نظر دي، چي متحده ايالات پرته له دې چي د پاکستان سره خپلي اړيکي وساتي کومه بله چاره نه لري.

دا چي پاکستان ته به د کلنټن د ورستي سفر پايلي څه وي د وخت په تيريدو سره به معلومه سي. خو هغه څه چي روښانه ده هغه دا ده چي واشنگټن له پاکستان څخه په نزدې راتلونکي کي د اقداماتو غوښتونکی دی.

آژانسونه/ مسعود جهش

کتونکي: نجيب الله زيارمل