1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کلن په ښار کې د مسلمانانو او مسحيانو ګډ روژه ماتۍ

۱۳۸۷ مهر ۴, پنجشنبه

د څو کالو نه راپديخوا د کلن د ښار په عالې ښونځې کې مسلمانان او د نورو اديانو پيروان لږ ترلږه د روژې په مياشت کې يوارې ټول سره راغونډيږې او په ګډه سره روژه ماتې کوې.

https://p.dw.com/p/FOmZ
په آلمان کې ګډ رړژه ماتۍ
په آلمان کې ګډ رړژه ماتۍانځور: picture-alliance/ dpa

د روژې مياشت لا پاې ته نده رسيدلې. په آلمان کې هم مسلمانان په دغه مياشت کې روژه نيسې او د سهارې نه ترماښامه پورې. هسې چې په اسلامې شريعت کې حکم شوی مسلمانان د خوراک، څښاک او نورو لذايذو څخه چې په دغه مياشت کې منع شوې ځان ژغورې.

خو کله چې ماښام کيږې، نو د روژه ماتې لپاره ډير ښه ښه شيان د خوړلو او څښکلو لپاره تياريږې. ټول سره راغونډيږې او روژه ماتوې.

د کلن په ښارکې د مسلمانانو او د مسيحیانو دغه په اصطلا دود، چې د څو کالو نه راپديخوا دوام لرې، سږ کال هم دغه روژه ماتې ته د کلن ښار د مسلمانو محصلينو له خوا بلنه شوې وه او زمونږ خبريالې هم په ماښامې ميلمستيا کې ګډون کړې و.

« د ماښام په آذان سره د روژه ماتې وخت راځې. دغې روژه ماتې ته ټول رابلل شوې ميلمانه د محصلینو د ډودې خوړلو په ستر سالون کې سره راغونډ شوې. که څه هم په کلن کې نور جوماتونه شته، خو نن ماښام په استثنايې ډول سره دغه آذان د محصلينو د ډوډې خوړلو د ستر سالون نه اوريدل کيږې.

د آلمان د هسن په ښار کې حينې کورنۍ هم ګډ روژه ماتۍ کوي
د آلمان د هسن په ښار کې حينې کورنۍ هم ګډ روژه ماتۍ کويانځور: picture-alliance/ dpa

ماښام دې، روژه ماتې په ميزونو باندې تيارشوې. د لمانځه لپاره هم ځاې برابر شوې. د لمانځه لپاره 300 کسه صفونه تړلې. وروسته د لمانځه څخه ميلمانه په ميزونو کې سره کينې. ډير خوندور خواړه په ميزونو باندې ترتيب شوي. چرګان کباب شوي، وريجې دي، ښه خاصه ډوډې ګانې طبعا خرماوې او نور شيان.

د روژې د مياشتې لپاره هرکال په آلمان کې د اسلامې ټولنو له خوا يوه ځانګړې جنترې جوړيږې، تر څو چې خلک وپوهيږې، ماښام څه وخت او سحرې څه وخت دې.

د کلن په ښارکې د اسلامې علومو محصل الحکم سونې وايې چې:

« طبيعې خبره ده چې دلته په کلن کې مونږ د کلن په وخت روژه نيسو. په هرښارکې لږو ډير وختونه سره توپير لرې او له همدې امله هر ښار د روژې وخت لپاره خپل ځانګړې تقويم لرې. خو بياهم دومره زيات توپير پکې نشته. يو دقيقه وروسته يا وړاندې که سړې روژه ماتوې دا کومه ګناه نده. په اسلام نيت او عقيده ترهرڅه زيات مهم بلل کيږې او لوې خداې بښونکې او مهربان ذات دې.»

د 2001 میلادې کال راهيسې د کلن په ښارکې مسلمان او غير مسلمان پوهيدونکې يا محصلين د روژې په مياشت کې لږ تر لږه يو ځل په ګډه سره روژه ماتې کوې. تقريبا د هغې نيټې راهيسې چې د سپتمبر د11 نيټې ويرجنه پيښه شوې.