1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کلینتن او ترمپ گډه وډه مناظره

۱۳۹۵ مهر ۱۹, دوشنبه

د امريکا متحدو ایالاتو د ولسمشرۍ تر ټاکنو یوه میاشت مخکې کاندیدانو، هیلري کلینتن او دونالد ترمپ په دوهمه تلویزوني مناظره کې یو پر بل باندې سخت او ناوړه تورونه ولگول. دا مناظره بې نتیجې پاتې شوه.

https://p.dw.com/p/2R4dU
US TV Debatte Trump vs Clinton
انځور: picture alliance/AP Photo/J. Locher

کابو۹۰ دقیقې د دیموکراتانو کاندیدي هیلري کلینتن او د هغې سیال د جمهوري غوښتونکو کاندید دونالد ترمپ، یو پر بل باندې پرته له تورونو لگولو کومه بله داسي خبره ونه کړه چې سړی ترې نتیجه واخلې چې کوم لوری په خپل دریځ کې پیاوړی دی. مناظره بالاخره داسي پای ته ورسیده لکه چې دوی دواړه یو له بل سره پخلا شوي وي. د مناظرې د پیل پر خلاف هغوی په پای کې یو بل ته لاس ورکړ او حتی یو د بل ستاینه یې وکړه.

ترمپ  د خپلې سیالي هلیري کلینتن له مبارزه یې روحیې او په دې لاره کې د هغې د مقاومت ستاینه وکړه: «هغه نه بس کوي. هغه لاس نه اخلي، هغه یوه مبارزه ده.» کلینتن په خپل وار سره د ترمپ د ماشومانو ستاینه وکړه. هغې وویل: هغوی «کلک او توانمند دی او د هغوی خوی او خاصیت ته په کتو سره سړی د ترمپ په اړه په ډېر څه پوهيږي.»

ترمپ د کلینتن له پاره د بندیخانې غوښتنه کوي

خو د هغوی دوهمه تلویزوني مناظره یو پر بل باندې په سختو تورونو پیل شوه. ترمپ وویل، که چیري هغه د ولسمشرۍ ټاکني وگټي، هیلري کلینتن به زندان ته ولیږي، ځکه چې هغې د امریکا متحدو ایالاتو د بهرنیوچارو د وزیرې په توگه د خپل رسمي ایميل له خدماتو څخه ناوړه استفاده کړې ده. ترمپ وویل چې هغه به د راتلونکي احتمالي ولسمشر په توگه د دغې موضوع د پلټني له پاره یو ځانگړی کمېسيون وټاکي.

US TV Debatte Trump vs Clinton
انځور: Reuters/R. Wilking

د بهرنیو چارو د وزیري په توگه هیلري کلینتن له یو شخصی ایميل څخه د رسمي مکاتبې له پاره کار اخیستی دی، کوم چلند چې د مقرراتو خلاف دی. د متحدو ایالاتو کورني استخباراتي پولیسو، FBI په دې هکله په خپله پلټنه کې پر کلینتن باندي د «بې پرواتوب» تور لگولی دی، خو هغه یې د سزا وړ عمل یا قصد نه دی گڼلی.

کلینتن: ترمپ د ولسمشرۍ هیڅ وړتیا نه لري

هیلري کلینتن د جمهوري غوښتونکو پر کاندید تور ولگاوه چې هغه د امریکا متحدو ایالاتو دغه لوړ مقام ته هیڅ مناسب سړی نه دی، هغه په خپلو خبرو او چلند سره امریکايي ټولنه سره ټوټه ټوټه کوي. دغې دیموکراتي، ترمپ هغه سړې وباله چې  په وار وار یې غلط اعترافونه کړي دي. هغې وویل: «هغه څه چې زه یې له دونالد څخه اورم، صحیح نه دي، هغه په یو موازي واقعیت کې ژوند کوي.»

د تیري اونۍ د هغي بربنډي شوې ویدیو چې پکې څو کاله مخکې ترمپ د ښځو په هکله ناوړه جنسي خبري کړي دي، ترمپ يې په دې مناظره کې په اړه پښېمياني څرگنده کړه. په هغه ویدیو کې د ترمپ له خوا ښځو ته د سپکاوي په نظر کتل سوي، هغه وویل:«زه د شرم احساس کوم» چې دغه ډول خبره مې کړې ده.» هغه وویل چې گواکې «ښځو ته درناوی» لري. په دې دا ډول یادون سره دغه ۷۰ کلن هڅه وکړه چې خپلې نوموړې په اصطلاح «محرم خبري» یوه ډول توجیه کړې او یو څه بې اهمیته یې وگڼي.

د تيري جمعې په ورځ د ۲۰۰۵م کال یوه ویدیو بربنډه شوه چې په هغه کې ترمپ ویلي ول چې گواکې هغه د یو مشهور شخص په توگه څرنگه چې زړه یې غواړي، هسی له ښځو سره چلند وکړي. هغه ویلي ول، کله چې هغه یوه ښایسته ښځه وويني، پرته له دې چې ترې پوښتنه وکړې، کولای شي چې هغه مچ کړي او د هغې د دو ورنونو ترمنځ خپل لاس اوږد کړي.

هیلري کلینتن وویل چې د ښځو په هکله د ترمپ دغه ډول ناوړه جنسي خبرې، د هغه د شخصیت استازیتوب کوي: «هر چا چې دا ویديو اورېدلې وي، هغه ته ښکاره کیږي چې دغه سړي څرنگه یو شخص دی.» میرمن کلینتن وویل: «هغه ښځو ته سپکاوی کړی. هغه مهاجر، افریقايي او لاتین ټبره امریکایان، معیوبین او مسلمانان او نور داسی خلک په خپلو خبرو کې تر برید لاندې نیولي دي.»

د هیلري کلینتن پر مېړه بیل کلینتن حمله

خو دونالد ترمپ د خپلو خبرو د پیښمانۍ له څرگندو سره سمدلاسه د متحدو ایالاتو پر پخواني ولسمشر بیل کلینتن چې د اوسنۍ کاندیدې، هیلري کلیتن مېړه دی، برید وکړ.  ترمپ وویل: «دغه سړي تر ما هم بد عمل کړی دی: ما یوازي یو څو لفظی خبرې کړی، هغه عملا دا کار کړی دی.» ترمپ  وویل چې پخواني ولسمشر له «ښځي ناوړه کارولي.» هغه یادونه وکړه چې هیلري کلینتن پر دغو ښځو باندې پخپل وار سره «ډیري بدي لفظي» حملې کړي دي.

د دیموکراتانو کاندیدې د زیات زغم غږ وکړ

په امریکا متحدو ایالاتو کې له مسلمانانو سره د چلند په هکله بحثونو کې هیلري کلینتن د زیات زغم غوښتنه وکړه. هغې وویل: «له امریکا څخه زما تصور دا دی چې په دغه هیواد کي هر يو ځای لري.» په دی مناظره کې ترمپ یووار بیا د مسلمانانو په هکله خپل پخوانی دریځ تکرار کړ او ويې ويل چې امریکا ته د مسلمانانو پر داخلیدو کنترول باید ډير زیات شدید شي. هغه وویل چې د پاریس، اورلاندو او برناردینو پیښو ثابته کړه چې د اسلامیستي ترور خطر څومره زیات دی.