1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کلینتن د مقدماتي ټاکنو پر نتایجو تبصره

اینیس پول۱۳۹۵ خرداد ۱۹, چهارشنبه

ښایي هیلري کلینتن د دویموکراتانو له خوا په ولسمشریزو ټاکنو کې نومانده وي. خو د دویچه ویله د واشنگتن د دفتر مشرې اینیس پول، په نظر د وروستي بریالیتوب لپاره دا یواځې کفایت نه کوي. دا چې ولې؟ په دې تبصرې هغې ځواب ورکړی.

https://p.dw.com/p/1J2gf
Bildkombo Hillary Clinton Donald Trump USA Präsidentschaftswahlen 2016
انځور: Getty Images/J.Raedle/picture-alliance/dpa/D.Van Tine

په امریکا کې د ولسشمرۍ مقدماتي یا په اصطلاح گوندي خپلمنځي ټاکنې اوږدې او کړکینچنې دي. خو دواړه اړخونه یعنی جمهوري غوښتونکي او دیموکراتان خپل کاندیدان لري: سپینې ماڼې ته د رسیدو لپاره به هیلري کلینتن او دونالد ترمپ یو له بل سره سیالي وکړي. خو گټونکي چې د خپل گوند له ښکاره او پیاوړي ملاتړ سره د ولسشمرۍ ټاکنو ډگر ته وردانگي، هسي نه دي لکه چې دغه دواړه دي.

د ترمپ دښمن خپله ترمپ دی

په دی برخه کې د دواړو کاندیدانو ستونزې له یو بل سره کوم توپیر نه لري. د دونالد ترمپ ستر دښمن خپله دونالد ترمپ دی، چې عمر یې او شمتنۍ یې ډیره ده، خو دا چې په خپل ځان ډير مغرور دی، د خپل ځان ستاینه او د نورو پر وړاندې کرکجن دی، د جمهوري غوښتونکو په لیکو کې ډير دښمنان لري او د هغه د دښمنانو لمن به نوره هم پراخه شي.

هیلري کلینتن باید لږ تر لږه په دوو جبهو کې مبارزه وکړي. په تیرو کلونو کې چې کوم سیاسي ماموریتونه هغې تر سره کړي دي، په ډيرو کې یې یو لړ اشتباهات کړي دي او یا لږ تر لږ مسوولیت يې ورپه غاړه دی. نو له دی امله هغه هم ښايی له ډيرو مخالفینو سره لاس او گریوان شي. معنی دا چې هغه خپله د خپل ځان ستره دښمنه ده. سربیره پر دی په مقدماتي ټاکنو کې د هغې ستر سیال هم کیدای شي چې هغې ته په کاندیتوب کې ستر سرخوږ پیدا کړي.

USA Cathedral City Bernie Sanders in Kalifornien
انځور: picture-alliance/AP Photo/D. Dovarganes

د راحت په حوزه کې انقلاب

د هغی سیال، برني سندرز دغه په کار مینه سیاستواله له داسی ننگونو سره مخامخه کړې ده چې انتظار یې نه کیده. له خپلو تندو انقلابي ویناوو سره سندرز چې ۷۴ کاله عمر لري خپله سیاله چې ۶۸ کاله عمر لري، زړه او ناتوانه ښکاره کړې ده. د هغه په نظر هیلری کلینتن یو قدرت طلبه ښځه ده چې غواړي تر هر څه مخکې اوسنی سیستم خوندي پاتې شی، ځکه له دې لارې هغه قدرت ته ورسیده او ځان یې شتمنه کړه.

د سندرز له داسی انقلابي ویناوو سره ځوان امریکایان که نارنیه دي او که ښځې لمسول شوي، هغه ځوانان چې د خپلو تعلیمی زدکړو لپاره له کلونو را په دی خوا پورنه یې پر اوږو بار پاتې دي، خو هغه ځوانان چې د تتو خيالونو یو انقلاب لمسولي او هغه ممکن گڼي، پرته له دې چې د خپل راحت له حوزی څخه وړاندی گام واخلي.

په دې برخه کې سندرز یو لړ غیر شخړه ایز ژوند بښوونکی موضوعات لکه ټولنیز عدالت په دغو ټاکنیزو مبارزو کې عنوان کړل، هغه څه چې له دې مخکې ډير زیات نه دي شوي. دا د هغه د مبارزې لاس ته راوړنه ده او پاتې به شي. خو د هغه د پلویانو لپاره دا هم بس نه کوي. دغو لیوالو خلکو مقدماتي ټاکنې بایلودلی. دا کلینتن نه وه، بلکه سندرز وو چې په دی برخه کې اړینی رایې تر لاسه کړې. او اوس په اصطلاح غټ استازي راولاړیږي او تصمیم نیسي چې څوک د ولسشمرۍ لپاره کاندید شي. دا د شخړې او بحث غټ موضوعات جوړوي.

نامعلوم قلمرو

دا به د هیلري کلینتن لپاره چې د امریکا متحده ایالاتو په تاریخ کې لومړې ښځه وي چې د ولسمشرۍ لپاره کاندیده شي، په څه معنی وي؟ له کاندیتوب سره به هغه یوې نامعلوم قلمر ته قدم کیږدي، که څه هم یو ځل مخکې هغه هم دی هدف ته د مبارزې ډگر ته وتلی وه، خو د ولسشمرۍ د کاندیتوب تاج یې پر سر نه شو؟

ایا هغه به بریالۍ شي چې له دې کاندیتوب څخه د یو ژغورنکي گذار په توگه استفاده وکړي. ایا هغه به له دې څخه د هغه یو چانس په توگه استفاده وکړی چې د پخوا پر خلاف ځان هغسی څرگنده کړي چې په حقیقت کې ده؟ ایا هغه به ځان ته اجازه ورکړي چې په خپلو اشتباهاتو اعتراف وکړي او خپله هغه څيره ښکاره کړي چې خلک په رښتینی توگه هغې باندی باور وکړي؟ او بله پوښتنه دا چې د هغی سیال، بیرني سندرز به څه وکړي؟ په ماتې کې به له هغې څخه ملاتړ وکړي؟ او که ایا هغه به پر خپل هوډ ټینگ پاتې شي او که هغه به وايی چې نه! له کلینتن څخه ملاتړ نه کوي، ځکه په رښیتنیني ژوند کې غلط ژوند نه شي موندل کیدای.

Pohl Ines Kommentarbild App
د دویچه ویله د واشنگتن د دفتر مشره اینیس پول

خبره پر رښتینوالي ده

عوام پالنه او بې ځایه وعدې د متحده ایالاتو د ولسشمرۍ د مقدماتي ټاکنو غټ شعارونه وو. که چیری هیلري کلینتن غواړي چې د لومړي تور پوستي پر ځای سپینی ماڼې ته کډه وکړي، باید هغه یوه تیشه په لاس کې واخلي چې د مخالف لوري د استدلالونو ریښی له بیخه وباسي.

هغه په دی برخه کې تحلیلي توانمندي لري. د ولسشمرۍ د لومړې ښځینه کاندیدې په توگه هغه باید بریالۍ شي چې مناسب احساسات څرگند کړي، نه ظاهري او جوړ شوي، بلکه رښتیني او د زړه له کومې چې نور پر قانع کړای شي. ځکه په امریکا متحده ایالاتو کې د ټولو خبره همدا ده. ټول رائ ورکونکي که ښځي دي او که نارینه، رښتینوالی غواړي. هغه څه چې له پروگرام او طرحو څخه زیات ارزښت لري.