1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کمبه مېله په غم ولړل سوه

سيد رياض (afp,ap,dpa)۱۳۹۱ بهمن ۲۳, دوشنبه

په هندوستان کې د مها کمبه په مېله کې د ټيلو و ټبو د رامنځته کیدو له امله په لسونو کسان وژل شوي دي. دغه پیښه هغه وخت رامنځته شوه، چې زیارت کوونکي د خپلو کورونو پر لور روان ول او د پله یوه کټاره ونړېده.

https://p.dw.com/p/17bvF
Thousands of people throng a platform waiting for trains to take them back home after visiting the Maha Kumbh festival in Allahabad, India, Sunday, Feb. 10, 2013. At least ten Hindu pilgrims attending the Kumbh Mela were killed and more then thirty were injured in a stampede on an overcrowded staircase of the Allahabad railway station, according to Railway Ministry sources. (AP Photo/Saurabh Das)
Massenpanik beim Kumbh Mela Pilgerfest Indienانځور: picture-alliance/AP Photo

د هندي چارواکو د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د فبرورۍ ۱۱) د وژل شوو کسانو شمیر ۳۶ تنه ښوولی دی. زیاته شوې ده چې په پیښه کې یو شمیر کسان سخت ټپیان شوي هم دي.

د NDTV خبري آژانس د راپور په حواله دغه پیښه د آله آباد ښار د اورگاډي په تمځای یا سټیشن کې د دوو پلیټ فارمونو تر منځ د زیات ازدهام له امله د پله د کټارو د نړیدو له وجه رامنځته شوه. دغه ځای ته څیرمه د مها کمبهـ په نوم مذهبي جشن تر سره کیږي.

په یوه بیانیه کې د دغه هیواد لومړي وزیر منموهن سنگهـ ویلي دي چې «د دغه بدي پیښې خبر سخت ټکان ورکړی دی.» په عین وخت کې د هندوستان د ریلوې یا اورگاډو وزیر پاوان کمار بنسال، ویلي دي چې هغه به د پیښې د پلټنې په موخه آله آباد ته سفر وکړي.

پر گنگا باندي جوړسوي موقتي پلونه
پر گنگا باندي جوړسوي موقتي پلونهانځور: Reuters

د وژل شوو کسانو خپلوان د پیښې د رامنځته کیدو پړه پر پولیسو وراچوي، خو یو شمیر نور بیا وایي چې د بېړنیو مرستو ادارو ډیر وخت ونیوه چې د پیښې ځای ته راورسیږي. پر پولیسو تور لگول کیږي چې د پیښې په ځای کې یې خلک وهلي دي.

یوه تن عیني شاهد د NDTV خبري آژانس ته ویلي دي: «په بشپړه توگه بې نظمي وه. تر پیښې وروسته لږ تر لږه د دوو ساعتونو له پاره نه ډاکټر وو او نه امبولانس.»

په دغه مذهبي میله کې زیارت کوونکي په دې عقیده دي چې د گنگا، جمنا او سراسوتي  سیندونو د یو ځای کیدو په ځای کې ولامبي نو له گناهونو څخه پاکیږي. سراسوتي سیند یوازې په افسانو کې موجود دی.

د یکشنبې په ورځ دغه مذهبي میله عوج ته رسیدلې وه او نزدې۳۰ میلیونو انسانانو برخه پکې اخیستې وه.

د کمبهـ میله، د جنوري د میاشتې پر ۱۴مه نیټه پیل شوې وه او د مارچ په میاشت کې به پای ته ورسیږي. دغه مېله هر ۱۲ کاله وروسته د آله آباد په ښار کې تر سره کیږي. د دغي مېلې ساحه تر څه نزدې ۱۹کیلومترو مربع ته غځول شوې ده او شاوخوا  ۱۲ زره پولیس په دندو گومارل شوي دي.