1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کمپيوتري لوبو صنعت د بدلون په حال کې دی

احمد ولي اڅکزی (کیت هیرسن)۱۳۹۱ دی ۱۹, سه‌شنبه

اوس د بل هر وخت په پرتله زیات شمیر کسان کمپيوتري لوبې (ګیمونه) لوبوي. خو په وروستیو کې د دغو لوبو د لوبولو په څرنګوالي کې ډیر بدلونونه رامنځ ته شوي دي. يو لوی بدلون په ګرځنده تیليفونونو کې د لوبو زياتېدل دي.

https://p.dw.com/p/17FjB
Indie Game developed by Freelance 3D Artist and Game Developer, Patrick Schindler, in cooperation with a colleague. Bild: Guilherme Correia da Silva, 15.08.2012, GamesCom, Köln (Deutschland)
Indie Gameانځور: DW

له هغه وخت راهيسي چي موبايل یا ګرځنده تیلیفون په یوه هر اړخيزه اليکترونيکي او معلوماتي آلې باندې بدل شوی دی، د کمپيوتري لوبو یا «ګیمونو» صنعت هم ډیر بدلون موندلی دی. اوس د کمپیوتري لوبو د جوړولو لوی شرکتونه د ګرځنده تیلیفونونو له پاره د لوبو جوړولو ته ډیره پاملرنه کوي.

د Gameforge په نوم آنلاين یا انترنیتي کمپيوتري لوبو یو بنسټ ایښودونکی کلاس کېرستينگ، وایي: «د ګرځنده تیلیفونونو له پاره لوبې اوس تر ټولو توده خبره ده.»

کېرستينگ چي د کمپيوټري لوبو په صنعت کي ورته د يوه مهم متخصص په توگه کتل کيږي، زياتوي چي ده پخپله هم يو نوی شرکت جوړ کړی دی چي يوازې د ګرځنده تیليفونونو له پاره لوبې جوړوي. هغه وایی: «د موبايلونو له پاره د لوبو بازار ډېر پراخ دی. په تولې نړۍ کي هره ورځ له ۱.۲ څخه تر ۱.۳ میلیونو پورې نوي مبایلونه بازار ته راوځي. د دې تر څنگ په زړه پورې خبره دا ده چي ۷۰ سلنه موبايل لرونکي خپل موبايلونه د لوبو کولو له پاره هم کاروي.»

اسانه او چټکې لوبې

د ګرځنده تیلیفونونو له پاره جوړې شوې لوبې باید ډیرې اسانه او چټکې وي. د دې تر څنگ دغه لوبي بايد داسي طرحه سوي وي چي که د یوې لوبې پر وخت اخلال رامنځ ته سي، نو دغه موضوع باید د لوبي پر اصلي تسلسل او جريان باندې زيات تأثیر و نه لري. دا ځکه چې موبایلونه د لوبو تر څنګ نور کارونه هم تر سره کوي. د بیلګې په توګه د ګرځنده تیلیفون یو کاروونکی کیدای شي چې د یوې لوبې په نیمايي کې کوم لیکلی پیغام ترلاسه کړي. هغه باید دا امکان ولري چې د پیغام تر لوستلو وروسته لوبه بیرته له هماغه ځایه پیل کړی چې د پیغام د راتلو له کبله قطع شوې وه.

د دې تر څنگ د موبايل لوبه بايد لنډ پړاونه ولري. دا په داسې حال کي ده چي ډیرې کمپيوټري لوبې په ساعتونو وخت نیسي. دغه لوبې په کمپیوترونو، تلویزیونونو او نورو الکترونیکي آلو کې کې چې یوازې د لوبو له پاره ځانګړې شوې وي لوبول کیږي. خو د موبايل د لوبو پړاونه یوازې څو دقيقې دوام کوي.

د وړیا لوبو راتلونکې روښانه ده

د ګرځنده تیلیفونونو له پاره د وړیا لوبو شمیر ډیر زیات سوی دی. يوازې د اپل کمپنۍ (Apple) په اپ ستور (App Store) نومې انترنیتي پاڼه کې څه باندې ۱۲۲۰۰۰ لوبې موجودې دي چې د هغوی په ډله کې ډیری یې په وړیا ډول په ګرځنده تیلیفونونو کې ثپتیدای شي.

په داسې حال کي چي نور خلک دې ته زړه نه ښه کوي چي په لوړ قيمت لوبي راونيسي، د لوبو صنعت د دغه له پاره هم د حل لاره موندلې ده. دوی خلکو ته داسې لوبې وړاندې کوي چي لومړی وړیا وي خو که څوک وغواړي چي د لوبې په جريان کي لا زياتي آسانتياوي ولري نو باید هغه راونیسي. د بیلګې په توګه ډیرې وړیا لوبې داسې وي چې د یوه نوي امکان د تر لاسه کولو له پاره باید د هغه کاروونکې پېسې ورکړي.

يو بل بدلون چي د لوبو په نړۍ کي راغلی دی هغه دا دی چي اوس کمپيوټري لوبي يوازې د نارينه و له خوا نه بلکې د ښځو له خوا هم لوبول کيږي. د کارپوهانو په وينا په تيرو کلنو کي د هغو نجونو او ښځو په شمېر کي چې کمپیوتري لوبې کاروي زياتوالی راغلی دی. له همدې کبله اوس د لوبو جوړوونکي په ځانگړې توگه د ښځو او نجونو له پاره هم لوبې جوړوي.

اوس د کمپیوتري لوبو جوړولو لوی شرکتونه د ګرځنده تیلیفونو له پاره د لوبو جوړولو ته ډیره پاملرنه کوي.
اوس د کمپیوتري لوبو جوړولو لوی شرکتونه د ګرځنده تیلیفونو له پاره د لوبو جوړولو ته ډیره پاملرنه کوي.انځور: DW/G.Ferreto
په وروستیو کې ډیری نجونې او ښځې هم کمپیوتري لوبې کاروي.
په وروستیو کې ډیری نجونې او ښځې هم کمپیوتري لوبې کاروي.انځور: picture-alliance/ dpa