1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

د کم عمره مهاجرو ماشومانو له پاره ځانگړی مرکز

۱۳۹۵ اسفند ۲۴, سه‌شنبه

آلمان د کم عمره او بې سرپرسته مهاجرو د استوګنې له پاره د خپل ډول لومړنې مرکز جوړ کړی دی. د رپوټونو په حواله هره میاشت په اوسط ډول ۱۰۰ تنه قانوني سن ته نه رسیدلي بې سرپرسته مهاجر برلين ته رسیږي.

https://p.dw.com/p/2Z8F1
Deutschland unbegleitete minderjährige Ausländer in Karlsruhe
انځور: picture-alliance/dpa/U. Deck

د آلمان له پلازمېنې برلين څخه د خپريدونکي ورځپاڼې «ټاګس شپیګل» په حواله د «چک اِن» په نوم (آلمان ته د راغلو کم عمره بې سرپرسته ماشومان له پاره) دغه مرکز د دو شنبې په ورځ (د مارچ میاشتې ۱۳) پرانستل شو.

په دې ترتیب له ۱۴ څخه تر ۱۸ کلنۍ پورې قانوني سن ته د نه رسیدلو بې سرپرسته مهاجر ماشومانو د روزنې او پالنې په خاطر د لومړي ځل له پاره یو خاص ځای ځانګړی کیږي.

د ترلاسه شوو معلوماتو په حواله هره میاشت د آلمان پلازمېنې برلین ته د رسیدونکو مهاجرو شمیر په اوسط ډول نږدې سلو تنو ته رسیږي. تر اوسه پورې به دغه بې سرپرسته مهاجر ماشومان د ځوانانو د سنا اداره کې په رسمي ډول تر نوم ثبتولو وروسته، مختلفو لیلیو ته استول کیدل.

په ځانګړي توګه د دغو نابالغه یا قانوني سن ته نه رسیدولو ماشومانو ټولنیزه روزنه نامناسبه ګڼل کیدله. خو په چک اِن کې تر داخلیدو وروسته، ویلی شو چې دغه کم عمره مهاجر به د ټولنیزو کارونکو او ښوونکو بهتره خدمات او ډیره پاملرنه ترلاسه کړای شي.

ټاکل شوی ده له څوارلس څخه تر اتلس کلنۍ پورې عمر درلودونکي مهاجر به تر هغې چې کوم بل استوګنځای ته انتقالیږي، د دوو اونیو له پاره په دغه مرکز کې وساتل شي.

په لومړي سر کې په دغه مرکز (Check in) کې لسو تنو ته ځای په پام کې نیول شوی دی. په داسې حال کې چې دغه لیلیه یا مرکز باید په عادي حالاتو کې د ۵۰ تنو ګنجایش ولري.