1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کم محبوبيت پر لور مشرانو مېرکل او اولاند خبري اتري

باربرا وېزل / س. ر.۱۳۹۵ شهریور ۲۵, پنجشنبه

په براتیسلاو کې د اروپایي اتحادیې تر سرمشریزي یوه ورځ د مخه د آلمان صدراعظمه او د فرانسې ولسمشر د مهمو موضوعاتو په هکله خپل گډ دریځ همغږی کوي.

https://p.dw.com/p/1K2w4
Angela Merkel und Francois Hollande
انځور: picture-alliance/AP Photo/P. Wojazer

په اروپایي اتحادیه کې د نوي بلاک کې رامنځ ته کیدل، له اروپایي اتحادیې څخه د بریتانیې د وتلو په پلویتوب رایې ورکول او په سویلي اروپا کې پڅه اقتصادي وده، د دې سبب شوې چې پاریس او برلین خپل گډ اهداف کم تعقیب کړي.

له دې کبله د آلمان صدراعظمه انگلا مېرکل او د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند اوس هڅه کوي چې په پاریس کې د یوه ملاقات په ترڅ کې د اروپایي اتحادیې له سرمشریزي تر مخه خپل گډ دریځ همغږی کړي، څو لږ تر لږه د خپل اتحاد ساتل وښيي. دغه سرمشریزه د جمعې په ورځ د سلواکیا په پلازمېنه براتیسلاوا کې تر سره کیږي.

گډ پلانونه

گډ پلانونه شته چې تر ټولو د مخه به په دغه ملاقات کې پرې خبرې کیږي. په عین وخت کې د ځینو اختلافانو د شا ته پریښوولو هڅه کیږي. له دې کبله انگلا مېرکل او فرانسوا اولاند هڅه کوې چې د دواړو هیوادونو دفاعي اتحاد چې له اوږدې مودې راهیسې یې دواړونه هیوادونه پر مخ بیایي د یوه ستر بریالتیوب په توگه وړاندې کړي. پر نورو سربیره د یوه گډ مرکز او د تدارکاتو، لوژیستک او مالیې په برخه کې گډه همکاري رامنځ ته کول شامل دي.

په اگست میاشتې کې د دواړو هیوادونو د کورنیو چارو وزیرانو د داخلي امنیت د ښه والي په هکله یوه پروژه وړاندې کړه. خو اوس خبره د گډې پوځي همکارۍ ده. اروپايي اتحادیه غواړي چې وښيي له خپلو پولو دفاع کولای شي او هغه کنترولولی شي.

د آلمان د صدراعظمې انگلا مېرکل له پاره اوسمهال په اروپا کې وضعیت خوشایند نه دی. د ختیځي اروپا له د ډیر شمیر هیوادونو له مشرانو سره د هغې مقدماتې ملاقاتونو ډیر لاس ته راوړی نه درلود. د ویشگراد ټولنې هیوادونو (هنگري، سلواکیا، چک جمهوریت او پولنډ) د اروپایي اتحادیې د لویدیځو هیوادونو پر وړاندې د یوه مخالف بلاک په توگه ځان رامخې ته کړی دی.

نوی بلاک

په سویل کې اوس تازه د الکسیس څیپراس په بلنه یو نوی بلاک رامنځ ته شوی دی. د مدیترانې د سمندرگې هیوادونو «کلب میډ» غواړي چې زیاتې پیسې مصرف کړي او د آلمان د سپما او ثبات بستې پر ضد مبارزه وکړي. پر دې سربیره د اروپایي اتحادیې دغه سویلي هیوادونه د پانگونې پروگرامونه، د بې روزگارۍ اروپايي بیمه او نورې غوښتنې لري.


فرانسو اولاند په وروستیو کې د «کلب مېډ» په غونډه کې گډون کړی وو خو د آلمان د تیروتنو د شعارونو پر وړاندې محتطانه پاتې شوی وو. مېرکل، اولاند ته د یوه متحد په توگه په راتلونکي کې هم اړتیا لري او ښايي د فرانسې پرته د اروپا تصور کول گران وي. که څه هم برلین پر دې پوهیږي چې له سیاسي لحاظه د اولاند وخت پر ختمیدو دی، خو بیا هم غواړي چې هغه له ځانه سره ولري. اوسمهال د داسې یو انځور وړاندې کول چې آلمان او فرانسې اختلاف وښيي ښايي ناوړه پایلې ولري.

د فرانسې ولسمشر لا هم په نظر پوښتونو کې وروسته پاتې دی. په عملي توگه هغه ښایي هیڅ چانس و نه لري چې په می میاشتې کې ټاکنې وگټي، خو له دې سره هم هغه نه توانیږي چې د ځان د نه کاندیدولو پریکړه وکړي. که څه هم اولاند له سیاسي لحاظه وروستو پاتې دی، خو بیا هم هڅه کوي چې په اروپا کې اوس هم د یوه مهم سیاسي رهبر په توگه خپل تصویر وړاندې کړي.

د فعاله حکومت انځور

اولاند هڅه کوي چې د خپلې ولسمشرۍ په باقې پاتو میاشتو کې، د یوه فعاله حکومت انځور وړاندې کړي. په دې برخه کې انگلا مېرکل له هغه سره مرسته کوي، چې هغه هم د خپلو رایو ورکوونکو سره ستونزه لري، خو مېرکل د اولاند په پرتله له ښه موقعیت څخه برخمنه ده.

پر دې سربیره مېرکل او اولاند یوه بله گډه پروژه لري، هغه یوه پروژه چې د ماتیو رینڅي ژغورل دي. هغوی ټولې هڅې پر لار اچول غواړي څو د ایټالیې د حکومت مشر ثبات تر لاسه کړي او په واک کې پاتې شي. ځکه چې په ژمې کې د هغه پر وړاندې یوه خطرناکه ټولپوښتنه په درشل کې ده. که چیرې پنځه ستورې نومي گوند واک ته ورسیږي او په دغه هیواد کې د بریتانیې په څیر له اروپایي اتحادیې څخه د ایټالیې د وتلو په پلویتوب رای ورکړل شي، نو ښایي دا به د یورو او اروپايي اتحادیې پای وي. د آلمان صدراعظمه او د فرانسې ولسمشر د وضعې پر جدیت ښه پوهیږي.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (27.11.2015):