1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کندز بې ځایه شوي د کابل په واټونو کې سرګردانه دي

حسین سیرت۱۳۹۴ مهر ۱۶, پنجشنبه

هغه کورنۍ چې له کندز څخه کابل ته د جګړو له کبله تښتیدلي له حکومت څخه غواړي چې ورته خوراکي مواد او سرپناه برابره کړي. د حکومت له خوا د کندز د بیځایه شویو له پاره ځانګړې شوې ودانۍ د هغوی له پاره کفایت نه کوي.

https://p.dw.com/p/1Gl93
انځور: DW/H. Sirat

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ وویل چې له طالبانو څخه د کندز پاکولو په موخه په لاره اچول شوي عملیات اوس هم دوام لري. د دې وزارت چارواکو زیاته کړه چې ولسمشر غني له دې ښار څخه ژر تر ژره د طالبانو د ایستلو غوښتنه کړې ده.

د دې وزارت ویاندې روښانه کړه چې اوس کندز ته رسیدونکې ټولې لارې پرانیستل شوې دي. د کندز ښار اوسیدونکي هم دا خبره تاییدوي چې اوس د دې ښار اوسیدونکي تخار او یا هم کابل ته تلای شي. د دې ښار د اوسیدونکو په خبره همدا اوس د ښار څه نا څه نیمایي اوسیدونکي د خپلو کورونو پریښودو ته اړ شوي او ځانونه یې نورو ولایتونو ته رسولي دي.

د کندز ښار یو شمیر بې ځایه شوي له څو ورځو راهیسې د افغانستان د پارلمان په مخ کې وخت تیروي ترڅو استازي يې له هغوی سره مرستې وکړي.

د کندز د جګړې له پیل راهیسې د دې ښار په زرهاو اوسیدونکي تخار، بلخ او نورو ولایتونو ته تښتیدلي دي چې د هرې ورځې له تیریدو سره یې په شمیر کې هم زیاتوالی راځي. هغوی وایي چې اوس هم د اوسیدو له پاره یو مشخص ځای نه لري او د جګړې له کبله یې مالي او نور ټول امکانات په کندز کې پاتې شوې دي.

صابره چې تر دې مخکې د کندز ښار په مدرسه خیابان شهر سیمه کې اوسیده او اوس کابل ته په تیښته اړ شوې ده وایي چې سرګردانه ده او تر اوسه پورې هم ورته چا سرپناه نه ده ورکړې: «دولت موږ ته تراوسه پورې ځای نه دی راکړی. موږ په میدان کې پاتې یو. د شپې پر سړک پاتې وو خو بیا یوه مسلمان موږ ته ځای راکړ. اوس هم د سړک پر پیاده رو حیران ناست یو او نه پوهیږو چې چیرې ولاړ شو.»

دغه ښځه د کابل د دارالامان په واټ کې له خپلو ماشومانو سره دې ته په تمه ده چې حکومت به ورسره له یوې لارې مرسته وکړي.

که څه هم د افغانستان د کډوالو وزارت ویلي دي چې ځینې ودانۍ يې د کندز د بې ځایه شویو له پاره په پام کې نیولې دي، خو ډیر شمیر کندزیان بیا د دغو سیمو په آدرس نه پوهیږي. د افغانستان د سرحداتو او قبایلو وزارت میلمستون یو له هغو ځایونو څخه دی چې د کندز بېځایه شوي کسان په کې وخت تیرولی شي.

نویده هم د کندز ولایت بله اوسیدنکي ده چې له خپلو شپږو لوڼو سره کابل ته په تیښته اړه شوې ده. هغه هم نه پوهیږي چې چیرې ولاړه شي: «نه پوهیږم چې چیرې ولاړه شم. له خپلو اوو ماشومانو سره دربدره یم. هر ځای ته چې ځم، بل ځای ته مې استوي.»

د کندز ولایت دغه بې ځایه شوي خلک پر رسنیو باندې غږ کوي چې ریښتینې وضعیت خلکو ته وښيي. هغه وایي چې اوس هم طالبان د خلکو په کورونو کې ځای پر ځای شوي دي او د هغوی ماتول اسانه کار نه دی.

په وروستیو وختونو کې یو شمیر رسنیو وویل چې افغان امنیتي ځواکونو طالبان د کندز له ښار څخه شړلي دي. خو نویده وایي: «که طالبانو موږ هلته نه وژلی نو موږ به دلته څه کول؟ نورو کندز نه دی لیدلی. څوک نه پوهیږي چې زموږ پر کورونو څرنګه اور لګیدلی دی. باور وکړئ چې موږ دوه کسان یوه ټینکري لاندې وتښتیدلو. ډیره لاره مو پیاده ووهله.»

د کندز اوسیدونکي وایي چې اوس هم څوک نه شي کولای چې له خپلو کورونو څخه ووځي ځکه طالبان پر خلکو باندې بریدونه کوي. د هغوی په خبره اوس د دې ښار اوسیدونکي اوبه نه لري او په بازار کې هم خوراکي توکي نه موندل کیږي.

اسدالله د کندز بل اوسیدونکی دی چې پر دغه ښار باندې د طالبانو تر برید مخکې د ښار په مرکز درملتون لاره. هغه وايي چې په کندز کې اوس هم جګړه پای ته نه ده رسیدلې: «جګړه ډیره دوامداره وه. ماشومان به له الوتکو ویریدل. دلته راغلي یو خو څوک خوراکی توکي او اوبه نه راکوی. که په کندز کې باتې شوي او وژل شوي وای نو تر دې ښه وو.»

د کندز د اوسیدونکو تر ټولو لویه غوښتنه بیرته خپل ولایت ته ستنیدل دي. هغوی وایي چې د حکومت مرستې یې ستونزې نه شي حلولای او باید په ولایت کې امنیت راشي ترڅو هغوی بیرته خپل ژوند پیل کړي.

له بلې خوا بیا د کندز ولایت اوسیدونکو د بنجشنبې په ورځ وویل چې اوس وضعه یو څه ښه شوې ده او دولتي ځواکونه پر ډیرو سیمو باندې تسلط لري. خو هغوی وایي چې طالبان د خلکو په کورونو کې ځای پر ځای شوي او له هغه ځایه پر امنیتي ځواکونو ډزې کوي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب