1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کندز د قربانيانو شکايتونو ته د رسېدگۍ محکمه پيل سوه

نجيب الله زيارمل (کارلا بلايکر)۱۳۹۱ اسفند ۳۰, چهارشنبه

په آلمان کي يوې محکمې د هغو افغان قربانيانو د کورنيو له پاره استعماعيه غونډي پيل کړې چي په ۲۰۰۹ کال کي په کندز ولايت کي پر دوو تښتول سوو ټانکرانو باندي د بمبار پرمهال وژل سوي دي.

https://p.dw.com/p/180xV
Karim Popal (L) and Peter Derleder, representative of Abdul Hanan, father of two victims who died after German bombing in Kundus, arrive at the Regional Court in Bonn, western Germany on March 20, 2013 to stand trial for 91 victims who died in Kundus in September 2009 after US bombers destroyed two gas trucks ordered by a German colonel Georg Klein. AFP PHOTO / PATRIK STOLLARZ (Photo credit should read PATRIK STOLLARZ/AFP/Getty Images)
Kundus Schadenersatzprozess im Landgericht Bonnانځور: Patrik Stollarz/AFP/Getty Images

اوس پوښتنه دا ده چي آيا آلماني ډگروال په دې پوهيدی چي د ملکي سيمي د بمبار لارښوونه ئې کړې وه؟

د آلمان په بون ښار کي د چهارشنبې په روځ (۲۰۱۳ کال د مارچ ۲۰) د کندز د پيښي د قربانيانو د کورنيو ته د جبران ورکولو له پاره استعماعيه غونډه پيل سوه. ۷۹ کورنۍ د ۳،۳ ميليونه يورو د جبران غوښتونکي دي.

په بون کي د محکمې د سالون مخ ته په آلمان کي مېشتو افغانانو يوه مظاهره هم وکړه او له ځان سره ئې د «زموږ اولادونه مه راوژنۍ» او «په افغانستان کي بمبار بند کړئ» لېږدول.

د محکمې قاضي هاينس زونن برگر وويل چي راتلونکي غونډه به د روان کال د اپريل د مياشتي پر ۱۷ نېټه ترسره سي. دا څوک نسي ويلای چي په دغه ورځ به څه پيښ سي. هغه څه چي معلوم دي هغه دا دي چي قاضي به د اسنادو راټولولو ته دوام ورکړي. د کارپوهانو په اند کيدای سي دغه محاکمه ډير وخت وغواړي.

د تيلو هغه ټانکران چي هوايي يرغل ورباندي سوی وو.
د تيلو هغه ټانکران چي هوايي يرغل ورباندي سوی وو.انځور: AP

محکمه اوس پر څلور اصلي پوښتنو کار کوي: اول داچي آيا دغه کورنۍ چي دغوه ئې کړې ده رشتياهم د قربانيانو له کورنيو څخه دي؟ دوهم دا چي آيا رشتيا هم په دې يرغل سره نړيوال حقوق تر پښولاندي سوي دي؟ دريم دا چي ډگروال کلاين چي د يرغل دستور ئې ورکړی وو، د بمبار تر مخه ئې له اکتشافي الوتکو څخه څه ډول معلومات ترلاسه کړي ول؟ او دا چي ډگروال کلاين چي د پيښي په اړه معلومات ترلاسه کړي ول، اجازه ئې لرله چي د يوه يرغل لارښوونه وکړي؟

د قربانیانو له کورنيو څخه عبدالحنان او مېرمن روف د آلمان له حکومت څخه رسمي شکايت کړی دئ. عبدالحنان په دې پيښه کي خپل دوه زامن له لاسه ورکړي دي او مېرمن روف خپل مېړه. مېرمن روف بايد اوس خپل شپږ اولاده په يوازي سر وروزي.

د قربانيانو کورني د آلمان له حکومت څخه نغدي تاوان غواړي. خو قاضي مخکي له مخکي ويلي دي چي په آلمان کي بايد سړی ثابته کړي چي مالي زيان ئې ليدلی نه ځاني.

د دې محکمې قاضي هم په پلان کي لري چي په یوتيوب کي هغه ويديو وگوري چي اکتشافي الوتکو د پيښي د ځاي په اړه ډگروال کلاين ته ور لېږلې وه.

د قربانيانو د کورنيو وکيل وايي، چي د کندز د پيښي ويديو په يوتيوب کي سته. د قربانيانو کورنۍ وايي، چي په ويديو کي په په څرگنده توگه ښکاري چي د تيلو پر ټانکرانو باندي ملکي خلک راټول دي.