1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کندز د قربانيانو پړه د چا پر غاړه ده؟

دويچه ويله/ مسعود جهش۱۳۹۲ آبان ۹, پنجشنبه

په کندز ولایت کې د شاوخوا سلو تنو ملکي وګړو د وژلو مسوولیت څوک لري؟ همدې پوښتنې ته د جواب موندلو له پاره د آلمان په بن ښار کې یوه محکمه د کندز د ۲۰۰۹ پېښه څیړي.

https://p.dw.com/p/1A9kh
انځور: picture-alliance/dpa

آیا په ۲۰۰۹ کال کې د افغانستان په شمال کې د آلماني ځواکونو قوماندان ډګروال ګیورګ کلاین په دې پوهیدی چې پر ټانکرونو باندې په برید کې به ملکي کسان هم ووژل شي؟ دې پوښتني ته هغو کسانو چې د چهارشنبې په ورځ يې د آلمان د بون ښار د محکمې مخي ته مظاهره وکړه مثبت ځواب ووایه. په بون کې د «کپیتالیزم ضد ډلې» غړی ایمان نهالي، وايي چې کلاین نړیوال قوانین تر پښو لاندې کړي دي. هغه زیاتوي: «هغه یو عام وژونکی او جنګي جنایت کار دی.»

مظاهره کوونکو له ځان سره د کلاین انځور او داسې یو نوملړ لېږداوه چې ورباندې د کندز د قربانیانو نومونه او عمرونه لیکل شوي دي. په سیمه کې د حاضرو پولیسو په حواله په دې مظاهرې کې له ۱۰۰ څخه تر ۱۵۰ کسانو ګډون کړی وو.

ډیره تلفات لرونکې پېښه

د کندوز د قربانيانو د کورنيو د غړو وکيلانو کریم پوپل او پیتر دیلیدر دوه آلماني وکیلان دي چې په محکمه کې د هغوی استازيتوب کوي. د بون په محکمه کې یوه داسي پلار ګډون کړی دی چې د کندز په پېښه کې یې خپل دوه زامن له لاسه ورکړي دي. د هغه تر څنګ یوه میرمن هم په دې محکمې کې حاضره ده چې شپږ اولادونه لري او په دې پېښه کې يې مېړه وژل شوی دی. پوپل او دیلیدر غواړي چې د آلمان د دفاع وزارت دغو دوو کسانو ته ۹۰۰۰۰ يورو تاوان ورکړي. دا په داسې حال کې ده چې کلاین بیا د کندز تر پېښې وروسته نوې رتبه ترلاسه کړې، او اوس جنرال شوی دی.

د قربانيانو د کورنيو وکيل کريم پوپل
د قربانيانو د کورنيو وکيل کريم پوپلانځور: picture-alliance/dpa

د ۲۰۰۹ کال د سپتمبر میاشتې پر دریمه نیټه طالبانو په کندز کې د ناټو د تليو دوه ټانکرونه وتښتول او يو تن موټر چلوونکي یې وواژه. ناټو بیا څو ساعته وروسته د دغو ټانکرونو په موندلو وتوانیده چې د طالبانو له خوا یو څه لیرې وړل شوي ول. وروسته د سپتمبر پر څلورمه نیټه جنرال کلاین چې هغه وخت ډګروال وو امر وکړ چې دغه ټانکرونه دې وویشتل شي. د دغو ټانکرونو د په نښه کولو په پایله کې نزدې سل کسان ووژل شول چي ډيری يې ملکی وګړي ول.

د ټانګرونو تر تښتولو وروسته دوو امریکایي الوتکو څو ساعتونه پر ټانکرونو باندې دورې وهلې ترڅو وضعه وڅیړي. هغوی وړاندیز وکړ چې پر سیمه باندې یوه کښته الوتنه وکړي ترڅو ملکي وګړي وویریږي او له ټانکرونو لیرې شي. خو ډګروا کلاین دغه وړاندیز رد کړی وو.

د آلمان د دفاع وزارت مدافع وکیل مارک څيمر، تر دې مخکې د روان کال په مارچ میاشت کې غوښتي ول چې دغه دوسيه باید ژر تر ژره وتړل شي. د آلمان د دفاع وزارت استدلال کوي چې دغه اداره په دې قضیه کې د دعوې اصلي مرجع نه ده. څيمر د دعوې تر پیلیدو مخکې دویچه ویله ته وویل: «زموږ په قضیه کې، ډګروال کلاین د آلمان د فدرالي حکومت په استازیتوب دغه امر نه دی صادر کړی، بلکي هغه په افغانستان کې د ناټو په ماموریت پورې تړلی وو. هغه په عین حال کې د ناټو یو لوړپوړی چارواکی دی.»

د پېښي ویدیوګاني لیدل کیږي

اوس به نو په دې قضیه کې لا ډیر معلومات د هغو ویدیوګانو په مرسته ترلاسه شي چې امریکایي الوتکو ثبت کړي دي. خو په لومړي سر کې ویډو کار نه کاوه. د محکمې قاضي وویل چې د دغي تخنیکي ستونزې د حلولو له پاره بايد یو مسلکي کس محکمې ته راوغوښتل شي. خو په محکمه کې د رسنیو یوه حاضر استازي وویل: «دغه محکمه غیر مسلکي او رنځوونکې ده.»

لس دقیقې وروسته ویدیو فعاله شوه. په هغو انځورونو کې چې د شپې له خوا د الوتکې د کمرې په مرسته ثبت شوي ول په تورو او سپینو اونځورونو کې کوچنۍ سپني نقطې لیدلې کیږي چې د ټاکنرونو تر منځ تګ راتګ کوي. د دغې ویدیو تر لیدلو وروسته اصلي پوښتنه دا وه چې که ډګروال کلاین دغه ویدیو لیدله، آيا هغه په دې خبرې پوهیدی چې دا ملکي کسان دي چې په وړیا ډول د تیلو ترلاسه کولو له پاره سیمي ته راغلي دي؟

د آلمان د دفاع وزارت وايي چې کلاین په دې نه پوهیده چې دا کسان ملکي وګړي دي. څيمر، دغه ویدویو «مغشوشه» وبلله او ویې ویل چې د آلمان د دفاع وزارت کارپوهان نه پوهیږي چې د ټانکرونو تر منځ تګ راتګ کوونکي کسان ملکي وګړي دي او که یاغیان.

دا په داسې حال کې ده چې د پېښې د قربانیانو وکیلان بیا وايي چې په ویدیو کې داسې حرکات لیدل کیږي چې ښیي ملکي وګړي له پایپونو سره سمیي ته د راتلو په حال کې دي او بیا د تیلو تر اخیستلو وروسته پر جلا جلا خواوو روانیږي.

«طالبان په کوچنيو ډلو کې عملیات ترسره کوي»

د محکمې په پای کې د یوه کارپوه خبرې واوریدل شوې. دغه کارپوه توماس رویتک وو چې د افغانستان په برخه کې کار کوي. هغه محکمې ته د طالبانو او عادي افغانانو د کړو وړو په اړه معلومات ورکړل. د رویتک په خبره دغه پېښه د روژې په میاشت کې پېښه شوې ده او دغه وخت ډیر افغانان د شپې تر ناوخته پورې ویښ وي. هغه وویل کله چې د وړیا سون موادو خبره مطرح وي، نو افغانان هغه د ځان له پاره ډالي بولي او د تر لاسه کولو له پاره یې ورځي.

دغه آلماني کارپوه تر محکمې وروسته له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل چې داسې ډیر کم پیښیږ چې له لسو تنو ډیر طالبان دې په یوه عملیات کې ګډون وکړي. هغه زیاته کړه: «که څوک په دې خبره پوه شي نو باید په دې خبره هم پوه وي چې دومره ډیر کسان یوازې طان نه شي کيدای. زما له پاره په ویدیو کې د خلکو حرکات د مرغانو حرکاتو ته ورته دي.»