1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کندز د هوايی ببماری پيښه په آلمان يو لانجمنه سياسی موضوع ده

۱۳۸۸ آذر ۲۰, جمعه

داچي نن دآلمان ددفاعي چارو وزير څوګوتنبرګ يو ناڅاپه کندوز ته تللي دي ، ښايي په کندوز کي دسپتمبر دمياشتي دبمباري د پيښي اونوي خپاره شوي آوازو سره هم تړاو ولري .

https://p.dw.com/p/L05x
د آلمان د دفاع وزير کارل تيودور څوګوتنبرګ د کندز د پيښي په وجه تر فشار لاندي دی
د آلمان د دفاع وزير کارل تيودور څوګوتنبرګ د کندز د پيښي په وجه تر فشار لاندي دیانځور: AP

د کندز په ولايت کي د تيلو پر دو تښتول شويو ټانکرونو د بمباري پيښه لا تراوسه هم په آلمان کي د ورځی یوه توده موضوع ده . په لمړي سر کي خو داسي ويل شوي و چي د سپتمبر د مياشتي د دريمي نيټۍ په شپه طالبانو د تيلو دوه ټانک موټرونه تښتولي او په څلورمه نيټه په کندوز کي دآلماني عسکرو قومندان ډګروال کلاين د ناتو دهوايي ځواکونو څخه مرسته غوښتي او د تيلو تښتول شوي ټانکرونه بمباري شوي او کوم وګړي چي د دغه ټانکرونو په شاوخواکي سره راغونډ شوي او وژل شوي ، ټول ګواکي طالبان و. داخبره په لمړي ورځ د کندوز والي عمر او د کندوز نورو مسوولو چارواکو هم کړي وه . او دافغان چاروواکو لپاره دا يو ه د ورځي موضوع وه چي تيره شوه .

خو په آلمان کي داسي نده . د دغي پيښي په اړه پټ او ښکاره څارني شوي ، او د دغو څارنو په نتيجه کي څرګنده شوۍ چي د دغو بمباريو په اثر ملکي وګړي هم وژل شوي . او دا چي د آلمان د دفاعي چارو د وزارت له خوا دعامه افکارو د روښانه کولو لپاره سقه معلومات پټ ساتل شوي و ، دآلمان د دفاع له وزارت څخه د دفاع پخواني وزير ، دوزارت معين او د دفاع دوزارت د څارنوکي اداري يو ستر جنرال استعفا ته اړ شوي دي . خو لا تر اوسه هم خبره پاي ته نده رسيدلي اوداسي ښکاري چي د آلمان د دفاعي چارو نوي وزيرکارل تيودور څو ګوتنبرګ چي د کندوز د پيښي په اړه ، په لمړي سرکي د ټولوپټ ساتل شوي معلوماتو د بربڼډ کولوله امله ستايل کيده اوس دي هم په دغه فقره کي تر يو لړ فشارونو لاندي راغلي دي . په ځينۍ خبري رسنيو کي ويل کيږي چي څوګوتنبرګ هم په لمړي سر کي هڅه کړي چي يو لړ واقعيتونه وساتي .

داسي ويل کيږي چي د دفاعي چارو وزير څوګوتنبرګ غوښتل د کندوز دپيښي ښه اړخ وستايي او که وشي د دغي فقري په معلوماتي اړخ باندي يوه پرده وغوړوي . که څه هم چي پخپله څوګوتنبرګ وايي: «زما موخه همداوه او ده چي دآلمان داتحادي پارلمان د وکيلانو سره په ګډه کار وکړم تر څو چي د کندوز دهوايي بمباريو ټول اړخونه روښانه شي». هغه په خپلو جملی سره دا خبره داسی یاده کړه: «دوستانو او ګرانو همکارانو ، ما د کندوز دبمباري د پيښي او په افغانستان کي د آلماني عسکرو دخدمت د مودي د اوږدولو د پارلماني بحثونو په لړ کي دا خبره کړي چي زه په ټولي مسالي او پيښي پارلمان ته بربڼدوم. او زه پخپله هم له دي سره علاقه مندي لرم چي مسايل بايد روښانه وي» .

د کندوز دبمباري دپيښي په اړوند ، دسپتمبر دمياشتي په پيل کي ، په دغه ولايت کي د آلماني ځواکونو دقوماندان ډګروال جورج کلاين په امر سره د تيلو په هغه دوه ټانک لاريو باندي بمباري شوي وه چي طالبانو ولجه کړي وه چي د دغه بمباريو په اثرښايي تر 140 پوري ملکي کسان هم وژل شوي وي. څوګوتنبرګ زیاته کړه: «نو د دغي پيښي په اړوند زمونږ وکيلان غواړي وپوهيږي چي د دغي پيښي مسولين څوک دي ، په دي هکله څه سقه معلومات شته دي ، کومه پيښه يا پريکړه په څه وخت کي دچا لخوا شوي ؟»

تر اوسه په دي هکله سمه رڼا نده اچول شوي ځکه چي ددفاعي چارو وزارت سقه معلومات ندي خپاره کړي . او د دفاعي چارو پخواني وزير فرانس ژوزف يونګ چي د آلمان په نوي کابينه کي د کار او ټولنيزو چارو وزير و، د وزارت له دندي څخه استعفا ته اړ شو ځکه کوم معلومات چي ده ته ورکړ شويي و ، هغه يي نه ؤلوستلي .

د آلمان د دفاع وزير څو ګوتبرګ د جمعي په ورځ په کندز کي له خپلو پوځيانو سره
د آلمان د دفاع وزير څو ګوتبرګ د جمعي په ورځ په کندز کي له خپلو پوځيانو سرهانځور: AP

دآلمان د دفاعي چارو نويي وزير څوګوتنبرګ هم د نومبر دمياشتي په ښپږمه نيټه ويلي وه چي د کندوز دبمباري پيښه له پوځۍ پلوه سم او لازم عمل ؤ. خو بيا وروسته څوګوتنبرګ خپله دغه خبره بيرته اخلي او وویل: « دنن ورځۍ دهغه آفاقي معلوماتو له مخې چي په لاس کي دې ، او د هغه معلوماتو او اسنادو په استناد چي تر اوسه نه وخپاره شوۍ ، وايم چي له پوځي پلوه دغه بمباري مناسب عمل ونه و» .

خو اوس ، څنګه چي د شترن په نامه يوۍ آلمانۍ اونيزه ليکي: « خبره داده چي د څوګوتنبرګ پخپله دغه څرګندونه کي هم به حقايقو باندي هسي چي ښايي رڼا نده اچولۍ . شترن ليکي چي څوګوتنبرګ د نومبر دمياشتي د 6 نيټۍ نه مخکي هم خبرؤ چي د کندز په بمباري کي ملکي وګړي وژل شوي او دا چي څ، ګوتنبرګ وايي ، د آلمان د سره صليب دکميټۍ معلومات نوموړي وروسته تر لاسه کړيدي ، داخبره سمه نده . د آلمان دسره صليب په رپوټ کي په ښکاره توګه ويل شوي چي د کندوز نوموړی بمباري د «ولسونو دحقونوو په خلاف يو عمل و» . او په دغه رپوټ کي دهغه 74 ملکي وګړو نومونه هم ليکل شوي چي د دغه بمباريو په اثر وژل شوي دي او په لست کي د ډيروماشومانو نومونه هم شته دي .

د آلمان د دفاعي چارو د وزارت وياند شتيفن موريتڅ داخبره منلی ده چي څوګوتنبرګ ته د کندوز د پيښۍ په هکله د آلمان دسره صليب دکميټۍ رپوټ رسيدلي او نوموړي له دي څخه خبري هم کړيدي .

نوموړی ویاند وویل: «نو له دي څخه څرګنديږي چي څوګوتنبرګ دسره صليب رپوټ لوستلي او هغه يي ارزيابي کړي هم دي» .

خو کوم کسا ن چي په څوګوتنبرګ باندي نيوکي کوي وايي چي اوس نوي اطلاعات هم تر لاسه شوي چي څوګوتنبرګ له هغه څخه خبرې ندي کړي . مثلا د بيلد څايتونګ په نامه آلماني ورځپاڼه دآلمان د دفاعي چارو د وزارت دکړيو څخه دلاس ته راغلي معلوماتو په استناد ليکي چي د کندوز د بمباريو په عملياتو کي د KSK په نامه د آلمان خاص روزل شوي کوماندويي ډلۍ هم ونډه اخيستۍ . نو د آلمان په اتحادي پارلمان کي د دفاعي جرګه ګي غړي ولګانګ ګيرکي چي دالمان د کيڼ لاسو په ګوند پوري اړه لري وايي چي په دي صورت کي دالمان د دفاعي چارو وزير څوګوتنبرګ پارلمان ته بياهم ټول حقايق ندي بربنډ کړي .

هغه وایی: « واقعيتونه د آلمان ددفاعي چارو د وزارت دخبرو سره سمون نلري . يا داچي دي لا تر اوسه خبر ندي چي د کندز په پوځي عملياتو کي د KSK په نامه د المان خاص روزل شوي واحدونو ونده درلوده ، نوپه ه دي صورت کي دا د هغه بيکفايتي ښيي . خو که چيري دي خبر و نو بيايي پارلمان ته درواغ ويلې دي.

که چيري د ‌Bild Zeitung په نامه دآلمانۍ ژبۍ ورځپانۍ داخبر رښتيا وي چي د آلمان خاص روزل شوي واحدونه دکندوز د بمباريو په عملياتو کي لاس ولري نو د کندز پيښه بايد له سره نوي ارزيابي شي .

داچي نن دآلمان ددفاعي چارو وزير څوګوتنبرګ يو ناڅاپه کندوز ته تللي دي ، ښايي په کندوز کي دسپتمبر دمياشتي دبمباري د پيښي اونوي خپاره شوي آوازو سره هم تړاو ولري .

هاينر کيسل/ ضياء الحق فضلی

کتونکی: عبدالباری حکيم