1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کندهار امنيتي وضعيت د ډاډ وړ دی

۱۳۹۰ تیر ۹, پنجشنبه

د کندهار يو شميراوسيدونکي په هغه ښار کي د امنيتي وضعيت څخه خوښ دي، خو په خبره يې د هيواد امنيتي حالاتو ته په کتوسره يو مخ پرېکړه هم نه سي کولاى چي راتلونکى به څنګه وي؟

https://p.dw.com/p/11mDe
کندهار ښار د شهيدانو چوک
کندهار ښار د شهيدانو چوکانځور: DW

د کندهار ښار اوسيدونکي احمد جاويد عابد د دويچه ويله سره په خبرو کي وويل چي د ښار امنيتي وضعيت ښه سوی. خو که پر دغه حال پاته سي ډير به ښه وي.

په کندهار کي وروسته تر هغه امنيتي حالت نور هم خراب سو چي د هغه ولايت د مرکزي زندان څخه په سلهاو زندانيان په تېښته بريالي سول.

خو اوس د لنډ وخت را په دې خوا د کندهار يو شمېر اوسيدونکي اوسنۍ وضعيت تر مخکنيو ښه ارزيابي کوي. د هغوی په خبره اوس يوازي او يوازي بيره د قومي مشرانو او سپين ږيرو د ترور ده.

په کندهارکي د سياسي چاروفعال غړى ليکوال اوشاعرعبدالاحمد محمديار بيا اوسنى امنيتي وضعيت د ډاډ وړ نه ګڼي او وايي چي، په ټوليزه توګه حالت د اندېښنې وړدى.

نوموړى څه عمر دمخه د کندهار د زندان څخه د سلګونو بنديانو تېښته او پرکندهار ښار د ځانمرګيو بريد کوونکيو ډله ييزو بريدونو ته په اشاره سره وايي:

« اوسمهال د کندهار پر امنيتي حالت باندي ډاډ په کارنه دى او کيداى سي چي په کندهارکي هرګړى، هر چيري يوه پېښه رامنځته سي.»

نوموړى نه يوازي په کندهار، بلکي د هيواد په هرګوټ کي د ستونزو د حل يوازنۍ لار د قانون په پلي کيدوکي ويني او زياتوي:« ترهغه وخته چي قانون پلى نه سي، همداسي غيري قانوني کړني به رواني وي. نو فکر نه کوم چي امنيت دي ښه سي.»

خو د کندهار سرپرست امنيه قومندان مل پاسوال عبدالرازق د پخوا په پرتله د امنيتي چارواکو هلي ځلي بريالۍ ګڼي او وايي چي اوس يې په ځواکونوکي همږغي رامنځته سوې ده.

« د ملي امنيت، ملي پوليسو او ملي اردو په ليکو کي همږغي راغلې ده، ټول په ګډه عمليات کوي او خپلي کړني مخته بيايي.»

امنيه قومندان خلګوته ډاډ ورکوي چي دوى به نورمخالف وسلوال دې ته پرېنږدي چي بيا خپل ځانونه فعال او په ډله ييزه ډول خپل بريدونه منظم کړي.

د کندهار امنيتي چارواکي په داسي حال کي کندهاريانو ته د امنيت ډاډ ورکوي، چي که له يوې خوا په دغه ولايت کي د پخوا په پرتله چاودني، ځانمرګي او د شپې لخوا پرامنيتي پوستو وسلوال ګروپي بريدونه کم سوي دي. خوله بلي خوا په ښاراو ولسواليو کي د ناڅرګندو وسلوالو لخوا د قومي، سپين ږيرو او مخورو کسانو د ترور لړۍ ګړندۍ سوې ده.

محمد ابراهيم سپيڅلی/ کندهار

کتونکی: نجيب الله زيارمل