1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کندهار برید دوه بهرني سرتیري وژلي، څلور ټپیان دي

۱۳۹۶ مرداد ۱۲, پنجشنبه

په کندهار ولایت کې د ناټو د پریکړنده ملاتړ مامویت پر یوه کاروان باندې د طالبانو د برید له کبله د ناټو دوه سرتیري وژل شوي او څلور تنه نور ټپیان دي. تر دې مخکې ناټو ویلي وو چې په پیښه کې یې سرتیري نه دي ژوبل شوي.

https://p.dw.com/p/2hcPb
Afghanistan Kandahar - NATO Convoy angegriffen
انځور: picture-alliance/abaca/A. Sana

د پریکړند ملاتړ ماموریت په یوې بیانیه کې راغلي دي چې ټپي شوي کسان اوس تر درملنې لاندې دي او ټپونه یې دومره ژور نه دي چې ژوند ته یې ګواښ رامنځ ته کړي.

تر دې مخکې ناټو منلي وه چې د کندهار د چهارشنبې ورځې په پیښه کې دوه امریکایي سرتري وژل شوي. د پریکړنده ملاتړ ماموریت مشر جنرال جان نیکولسن، ویلي دي: «دغو سرتیرو خپل ژوندد داسې یوه ماموریت د اجرأ کولو پر مهال له لاسه ورکړ چې د امریکا او متحدینو له پاره یې ډیر مهم دی.»

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا متحده ایالاتو رسنیو د چهارشنبې په شپه خبر ورکړی وو چې ترمپ له دې کبله د نیکولسن د ګوښه کیدو غوښتنه کړې ده چې د افغانستان د جګړې په ګټلو کې پاتې راغلی.

امریکا متحده ایالاتو د ۲۰۱۷ کال له پیل راهیسې په افغانستان اته سرتیري له لاسه ورکړي دي.