1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کندهار دعينو او تيمورشاهي ليسې رغول کيږي

۱۳۸۹ مرداد ۲۷, چهارشنبه

دغه مکتبونه به د کاناډا د پرمختيايي بودجې د 900000 ډالرو په مالي لګښت د 8مياشتو په جريان کښي جوړ سي

https://p.dw.com/p/OqKx
انځور: DW

د کندهار والي ډاکترتوريالي ويسا چه د ښووني او روزني او د ادارو د يوشمير ريسانو په ګډون ددغو ښوونځيو د بنست ډبره کښيښول ،وويل چه دغه مکتبونه به د سپورت د ميدانو، تفريحي پارک اونورو ملحقاتو درلوونکي وي.

همدارنګه د کندهار د پوهني ريس نجيب الله احمدي هم د کندهار د ښووني او روزني په برخه کي د ډيرو لاسته راوړنو يادونه کوي او وايي پردې سربيره چه د ښووني اوروزني ډيري ودانۍ جوړي سوي اويا هم ترميم سويدي، د جمهوررييس حامد کرزي د حکومت د راتلو راهيسي يې په زرهاوه تنه فارغين ټولني ته وړاندي کړيدي اوپه سل هاوه زره شاګردانو ته يې د زده کړي ښه زمينه او ماحول برابر کړيدی .

داچه کندهار د ناامنو ولاياتو د جملي څخه دی او اوس يې د پخوا په مقايسه امنيتي کړۍ ډيره تنګه سويده، د يوه تن ښاري په وينا چه امن او سوله د ښووني او روزني له برکته مينځ ته راتلای سي،او که افغانان ښووني اوروزني ته رجوع وکړي، دوی به د اوسنيو مشکلاتو څخه خلاص سي .

ددغو دوو ښوونځيو نوي ودانۍ پرهغه قبضه سوي مځکه باندي جوړيږي چه کلونه کلونه قبضه سوي وه ،او ورباندي د مزليانو د سرای په نامه تجارتي مارکيټ جوړسوی ؤ. دغه مارکيټ د کندهار دولايت او ښاروالۍ په ملاتړ د قبضې څخه خلاص او ونړول سو .

د کندهار والي د دوکانود خاوندانو څخه مننه وکړه چه په دې برخه کښي يې د خپلو خلګو او دولت سره ملګري وکړل او هغه کوچنيان چه د پخواني تيمورشاهي مکتب د نړيدو له وجهي د تعليم او تربيې څخه پاته وه، په نوي تعمير سره به د زده کړي ښه زمينه ورته برابره سي .

د يادوني وړده چه ددې ترڅنګ د کندهار ښاروالۍ پردولتي مځکو باندي د قبضه سوو ځايو د نړيدو لړۍ پيل کړيده چه د وړيو د فابريکي دغربي برخي دوکانونه هم چه کلونه کلونه ترقبضې لاندي وه ،ونړول سول.

حکمت الله اسلمي

کتونکي : محمد قاسم نوري