د کندهار د غورک ولسوالي بيرته و نيوله سوه
۱۳۹۰ اسفند ۲۱, یکشنبهد کندهار چارواکو په خبره دا په هغه ولايت کي وروستۍ ولسوالي ده چي د دولت له وسله والو مخالفينو څخه بيرته نيول کيږي.
د دغي ولسوالۍ خلکو له دولتي چارواکو څخه د ښوونځيو، کلينکونو، سړکونو او پلونو د رغولو چاري پيل کړي.
د يادي ولسوالۍ خلگوهمدا رنګه په کلکه غوښتنه وکړه چي ددوى په ولسوالي کي دي د کورنيو او باندنيو ځواکونو له خوا د شپې عمليات نه کيږي.
«د امنيت، مکتبونو او بيارغوني ترڅنگ موږغواړو چي د شپې چاپې دي نه وهل کيږي، د ورځي چي مو هر چيري غواړی ددولت په خدمت کي يو.»
غورک ولسوالۍ ته د ورغلي امنيتي پلاوي مسئول اسدالله خالد خلګوته ډاډ ورکړ چي په دې ولسوالۍ کي به ډېر ژر د بيا رغوني، تعليم، روغتيا او نورو برخو کي کوټلي ګامونه پورته کړي.
«په دې ولسوالۍ کي به په لومړي قدم کي ټولي هغه دولتي ودانۍ چي ويجاړي سوي دي د نورو ټولګټو پروژو له پيلېدوسره به يې رغنيزي چاري شروع سي، خلګو ته به د کار زمينه برابره سي او دا ولسوالي به يوه فعاله ولسوالي وي.»
د کندهار د امنيې قومندان مل پاسوال عبدالرازق وايي چي دغي ولسوالۍ ته ئې د ملي پوليسو پر تشکل سر بيره ۲۰۰ تنه سيمه ييز پورليس هم په پام کي نيولي دي چي خپله سيمه به ساتي.
د کندهار امنيه قوماندان ځايي خلکو ته ډاډ ورکړ چي نور به ئې يوازي نه پريږدي او د نړيوالو ځواکونو په مرسته به ئې امنيت ساتي.
د يادوني وړده چي تر ميانشين وروسته غورک وروستۍ ولسوالي ده چي د يوې مياشتي چاڼيزوعملياتو په ترځ کي د امنيتي ځواکونو په لاس ورځي.
ددې ولسوالۍ په نيولو سره اوس د کندهار ټولي ١٧ولسوالۍ ددولت تر کنټرول لاندي سوې. خو په دې اړه تراوسه پوري وسله والو طالبانو رسنيو ته څه نه دي ويلي.
محمد ابراهيم سپېڅلی/ کندهار
کتونکی: نجيب الله زيارمل