1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کندهار د لوی محبس بنديان د ځای د تنگوالي څخه شکايت کوي

۱۳۹۰ آبان ۲۹, یکشنبه

د کندهار د لوی محبس بنديان د کوټو د لږوالي او تنگوالي، او په مياشتو مياشتو د بند تر تيريدو وروسته د بې دليله ځنډ څخه شکايت کوی. د هغوی په خبره په يوه کوټه کي د ۱۶ څخه تر ۱۸ تنو پوري ساتل کيږي.

https://p.dw.com/p/13DrB
د کندهار لوی محبس
د کندهار لوی محبسانځور: dapd

د کندهار محبس د بنديانو په استازيتوب يوتن چي خپل ځان رحمت الله ښيي، وايي چي د ورځي لا يو څه گذاره کيږي، خو د شپې لخوا داسي بنديان سته چي د کوټي د تنگوالي له امله هيڅ خوب نه سي کولای.

دی وايي، بله غټه ستونزه داده چي بنديان د خوشي کېدو له وخت سره سم نه خوشي کيږي او داسي وخت هم راغلى، چي د يوبندي د ايله کېدو وخت وي لاکن څوک سرنه په ګرځوي اوهمداسي ايله کېدوته سترګي په لارپاته وي.

« يونفر ايله کيږي پنځلس نفره راولي، کوټې ډيري تنګي دي په يوه کوټه کي شپاړس يا اتلس کسه اوسيږي، اکثره خلګ د کوټو د تنګوالي امله بيديداى نه سي. د يوه بندي په جيب کي د ايله کيدو پارچه شوړېدلې وه، يوه نيمه مياشت ناست وو څوک نه پسي راتلل هيچا سر نه په ګرځاوه يوه نيمه مياشت ئې اضافه بند تير کړی.»

رحمت الله وايي، د محبس خوراک هم منظم نه دئ، پروخت نيمه ډوډوۍ ورکول کيږي هغه هم سوځېدلې يا اومه وي. همدارنګه د تشنابونو د کمښت خبره هم يادوي او وايي اوسني تشنابونه ددوى له پاره کفايت نه کوي.

د کندهار د لوى محبس مدير ډګروال غلام فاروق خان هم مني چي محبس د اوسمهالي بنديانو له پاره کفايت نه کوي، دده په وينا چي دا پخوانى جوړ دئ او پخوا بنديان هم کم ول، لاکن اوس بنديان هم ترپخوا ډيري دي.

خو دا خبره نه مني چي کوم بندي دي تر خپل وخت زيات په محبس کي بند پاته سوى وي. دى زياتوي هرکله چي بندي دوى ته وسپارل سي، تر څو چي په زندان کي وي،دوى ئې څارنه کوي او د هري ستونزي څخه يې ځان خبروي.

« هرمهال چي موږ ته بندي راځي هغه پنځلس ورځي توقيف لري، چي وخت يې پوره سي موږ مربوطه څارنوالۍ ته خبر ورکوو نو بيا هغه څارنوالي يې د محکمې څخه د نور توقيف امر اخلي او موږ ته يې راليږي، بايد ووايم چي زما په محبس کي داسي څوک نسته چي وخت يې پوره سوي وي اودى لاهمداسي بې سرنوشته پاته وي.»

ډګروال غلام فاروق خان همدارنګه د بنديانو هغه ادعاوي بې اساسه گڼي چي ګويا په زندان کي يې خواړه سم نه دي.

که څه هم بنديان وايي، چي ددوى دوسيې د څارنوالۍ له اړخه ځنډول کيږي خو په دې اړه له ډيرو هڅوڅخه وروسته بياهم څارنوال خبرو کولو ته چمتونه سو.

د کندهار لوى محبس د ښار لويديځ پلو د سرپوزې په سيمه کي چهل زينوته مخامخ پروت دئ.

نزدې شپږ مياشتي وړاندي له ياد زندان څخه د يو کيندل سوي تونل له لاري تر پنځوسوو زيات سياسي بنديان وتښتېدل. خو د زندان چارواکي وايي، چي اوس بيرته په محبس کي دبنديانو شمېره تر پنځوسوو زياته سوې ده.

محمد ابراهيم سپېڅلی/ کندهار

کتونکی: نجيب الله زيارمل