1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کندهار د محبس څخه ۶۸ تنه جنايي بنديان ازاد سول

۱۳۹۰ شهریور ۲۷, یکشنبه

د کندهارد لوى محبس د جنايي څانګي څخه ٦٥تنه نارينه او٣تنې ښځي د ولسمشرحامدکرزي د ٤٧ګڼه فرمان له مخي خوشي او د١٠٠تنو نورو زندانيانو د بند په موده کي کمښت راغلى.

https://p.dw.com/p/12bXa
انځور: AP

د کندهارد لوى محبس مسؤل ډګروال محمدفاروق په دې اړه خبريالانوته وويل دغه کسان د هيواد د خپلواکۍ د٩٢يمي کليزي اونيکمرغه کوچني اخترپه مناسبت د ولسمشرکرزي د خپاره سوې فرمان له مخي ازاد سول.

 

نوموړى وايي دغه کسان په کندهارکي د څارنوالۍ، عدليې، بشري حقونو او ميرمنو چارو رياست د ټاکل سوي ګډ پلاوي تر څېړني وروسته تر فرمان لاندي راغلل.

 

« هغه زندانيان چي يوه اندازه د حبس يې عملاً په زندان کي تيرکړې او يو لږ اندازه يې پاته دى، تردغه فرمان لاندي راغلي چي ټول اته شپېته تنه کيږي او٣تنې يې ښځينه دي او تر سلو زياتو کسانو ته د همدې فرمان له مخي د جزا تخفييف ورکول سوى دى

 

هغه کسان چي د ولسمشرد فرمان له مخي خوشي سوي دي وايي نوردوى له تيرو کړونو څخه بېزاردي، او خپل تر وسه وسه پوري به هڅه کوي، چي په ټولنه کي د قانوني ژوند کولو سره ارام واوسي.

 

يو تن چي ځان محمدکريم معرفي کوي وايي: « دا د مجرمينو لپاره يوعبرت دى، لدغه ځايه بايد عبرت واخلي او د نشيې موادو څخه ځانونه وژغوري.»

 

سيف الله بيا وايي: « موږ توبه کښلې ده، ګناهونه موکړي دي او بيا به هم ځانونه ځني ګورو او انشاءالله بيا به داسي کار نه کوو.»

 

کندهار لوی محبس د هيواد په کچه يو له مهمو زندانونو څخه دى، چي دا مهال پکښي په بېلابېلو څانګوکي په سلګونه نارينه او يوه اندازه ښځينه بنديان ساتل کيږي.

 

ياد زندان د سردار محمد داؤد خان د واکمنۍ پر مهال د کندهارښار لويديځ پلو د سرپوزې په سيمه کي چهل زينو ته مخامخ ودان سوى دى.

 

په دې وروستيوکي دغه زندان د يوشمير درنوبريدونو شاهد هم پاته سوى، چي مخالفينو ورڅخه د بريدونو او نورو تخنيکونو له لاري په سلګونه سياسي بنديان تښتولي دي.

 

اوسمهال په دغه محبس کي د زندانيانو لپاره د بېلابېلو کسبونو تر څنګ د سواد او قران کريم د زده کړي کورسونه هم فعال دي.

محمد ابراهيم سپېڅلی/ کندهار

کتونکی: نجيب الله زيارمل