1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کندهار عمليات د افغانستان د رواني جګړی برخه ليک ټاکي

۱۳۸۹ خرداد ۳۰, یکشنبه

سياسي کار پوه هارون مير:« کندهار د افغانستان د بغاوت د تاريخ سبمول دی او له پيړيو څخه ستراتيژيکي اهميت لري. اکثره واکمنان له کندهار څخه ؤ، هغوی لومړی کندهار کرارکړی او بيا نورو سيمو ته خپله واکمني پراخه کړي ده»

https://p.dw.com/p/Nxpe
د متحده ايالاتو ځواکونه په کندهار کي د عملياتو په ترڅ کي ليدل کيږي
د متحده ايالاتو ځواکونه په کندهار کي د عملياتو په ترڅ کي ليدل کيږيانځور: AP

په کندهار کي د امريکا متحده ايالاتو په مشري د نړيوال ايتلاف او د ناتو د ځواکونو لاس لاندي نيول شوي عمليات په افغانستان کي د ياغيانو پر ضد د هغوي د کابو نهه کلني جګړي لپاره برخه ليک ټاکونکي دي. دا خبره د افغانستان د سياسي چارو يو کار پوه، هارون مير کوي.

افغانستان ته د جمهور رييس بارک اوباما له خوا د 30 زرو نوو تازه نفسو استول شوو امريکايي سرتيرو ډيره زياته برخه په کندهار کي ځاي پر ځاي شوي دي. له هغو سره بريتانوي، هالندي، کانادايي، رومانيايي او آستراليايي سرتيري هم ملاتړ دي.

په دي تر يتب د افغانستان په جنوب کی په ټوليزه توګه 50 زره نړيوال سرتيري د اګست تر مياتشي پوري خوندي کيږي. د طالب ياغيانو پر ضد د عملياتو تر څنګ د هغوي يوه بله دنده دا ده چي په سيمه کي به 35 زره افغان سرتيري هم روزي.

خو د کندهار د ټول ولايت چي 54 زره کيلو متر مربع مساحت لري، بشپړ کنترول او د مرکزي حکومت د واکمني تينګول د نړيوالو ځواکونو لپاره يوه ډير ستر ننګونه ده.

د څيړنو او مطالعاتو لپاره د افغانستان د مرکز رييس په کندهار کي د ناتو د پلان شوو عملياتو ته په اشاري سره هارون مير د فرانس پرس خبري آژانس ته يه يوه مرکه سره وويل :« کندهار د افغانستان د بغاوت د تاريخ سبمول دي او له پيړيو څخه را په دی خوا ستراتيزيکي اهميت لري.»

د سياسي چارو کار پوه مير په خپله مرکه کي يادونه کوي : « که تاسي د افغانستان تاريخ ته وګوري د دي هيواد اکثره پادشاهان او واکمنان له کندهار څخه ؤ. خو لومړي کار چي هغوي د خپل اقتدار په سر کي کړی دی ، دا دی چی هغوي په لومړی سر کی په کندهار کي د خپل ځان پر ضد بغاوت ټکولی دی او بيا له هغه ځاي څخه د هيواد نور برخو ته يی پام اړولی دی.»

نوموړی کار پوه زياتوي دغه ښار د اتلسمي پيړي د نيمايي څخه را په دي خوا کله چي د افغانستان مؤسس احمد شاه دراني چي افغانانو ورته د

«بابا» لقب ورکړي، د دغي سميي پلازمينه وګرځاوه په حقيقت کي د اوسنی افغانستان د قدرت مرکز پاتي شوي.

د دغه تاريخي پس منظر په پام کي نيولو سره د ناتو ځواکونو په کندهار کي د خپلو عملياتو لپاره پلان جوړ کړي. د دغي پلان له مخي نړيوال او افغان ځواکونو په لومړی سر کي د کندهار ليري پرتي سيمي او ولسواليو کي د طالبانو د بغاوت د ټکولو لپاره ځير شوي دي.

د ناتو د پوځي کميتي رييس اميرالبحر ګيام دي پاولا دي پاولو د آلمان خبري آژانس ته په يوه مرکه کي وويل چي په کندهار کي به د دوبي «عمليات ورو خو اغيزمن وي».

آژانسونه/ عبدالباري حکيم

کتونکي: رحيله اميري