1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کندهار پرونۍ پيښه په نړيواله کچه وغندله سوه

۱۳۸۸ شهریور ۴, چهارشنبه

کومه چاودنه چي پرون دکندهار په ښار کي دیوي مرستندويي ټولنۍ په مخ کي شوې ، په څو وروستیو میاشتو کي بې ساري وه. دکندهار دپوليسو دوینا له مخه په دغه پيښه کي تر اوسه د 36 مړيو...

https://p.dw.com/p/JIbE
د پرونۍ چاودني انځور
د پرونۍ چاودني انځورانځور: AP

څخه خبري شوي خو ددي ويره شته چي دکنډوالو لاندي نور موړی هم پراته وي. 64 نور کسان په دغه پیښه کي ټپیان شوي هم دي.

داسي ويل کیږي، چي دغه چاودني دکندهار ولايت د استخباراتو دفتر ته نژدي دسړک جوړولو د يوې جاپانۍ تصدۍ ومخه ته شوې او ښايي بمونه په څو بيلا بيلوځایونو کي ايشول شوي وي. چاودنه دماښام په شاوخواکي په داسي وخت کي شوې،چي خلکو روژه مات کاوه او ددې چاودني په اثر شاوخوا کورونو ته هم تاوانونه رسیدلي دي.

دچاودني څخه وروسته دتوپکو ډزي هم اوريدل شوي او سمدستي دپيښي ځاي دامنیتی ځواکونو له خوا تر محاصري لاندی نيول شوی. تر اوسه ددغي پیښي مسولیت چا په غاړه ندی اخيستي. خو داسی ګومان کیداي شي چي په دغه پیښه کی دتند لارو طالبانو لاس وي.

ددغي پيښی نه لږ څه مخکی په افغانستان کی دولسمشري دټاکنو دنتایجو په سلو کي لسمه برخه اعلام شوی چي ددغه آراو له مخي ولسمشر حامد کرځي په سلو کی 42 او په دغه ټاکنو کی دده ستر سیال عبدالله عبدالله په سلو کی 39 رايي تر لاسه کړيدی.

دلاس ته راغلی رپو ټونو له مخی بياهم ددغی پيښی دقربانیانو ستره برخه ملکي وګړی دی .دکندهار په ښار کی دپرون ورځي ګوزار هم دنړی دسترو سیاست والو او هم دمطبوعاتو او خبری رسنيو له خوا غندل شوی دي.

دآلمان دبهرنیو چارو وزير اودلمړي وزارت مرستیال فرانک والتر شتاين ماير په داسی حال کی چي دغه عمل يي په کلکه سره غندلي دي ، وايي « زما خوا خوږي او احساس په دغه پیښه کی دهغه کسانو سره دي چي خپل خپلوان یا دکورنی غړي يي له لاسه ورکړيدي » او بیا دهغه کسانو دپاره ژر روغتیا غواړی چي په دغه پيښه کي ټبيان شوی دی . دآلمان دبهرنيو چارو وزير شتاين مایر وايی « ددغي پيښی عاملین غواړی په جګړه ځپلۍ افغانستان کی امنيتي وضع لاپسي خرابه کړی او ددوي اصلي موخه داده چي په افغانستان کی دډیمو کراسي دپرمحتګ مخه ونیسی . خو بايد هڅه وشی دغه وران کاران خپلو موخو ته ونه رسیږی .

دآلمان دبهرنیو چارو وزير شتاين ماير چي ددغه هیواد دسوسيال دیموکراټ دګوند له خوا دلمړی وزارت دڅوکی نوماند هم دي ، دغه خبري دالمان دګلزن کرښن په ښار کی کړي او داهم وايی چي په دغه ويرجنه پیښه کي آلمان دافغانستان دولس په خوا ولاړ دي او هڅه کوي چي افغانان دیوه داسی راتلونکی په لور ګامونه واخلي چي وشی کړاي دسولي ، ثبات او ديموکراسي په يوه فضا کی ژوند وکړی .

دکندهار په ښار کی پروني چاودنه ديوه جاپانيٍ ساختماني شرکت دوداني په مخ کي شوي او په دغه شرکت کی ډير شمير پاکستانی کاریګر په کار بوخت دی . دچاودنی نه وروسته دغه وداني بیخي له منّ تللی .

ډير شمير آلمانیو ورځپاڼو هم دافغانستان دروانو حالاتو په اړه په خپلو تبصرو کی په روان ميلادی کال کی چي لاتر اوسه پای ته هم نده رسيدلي ، دملکي وګړو او دبهرنيو ځواکونو دزياتو تلفاتو په هکله انديښنه ښودلشوی ، او ددی ګواښ هم شوی دی چي ښايي په راتلونکی مياشتو کی حالات لاپسی خرابه شي.

Agenturen/ ضيالحق فضلی

کتونکی. زيارمل