1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کندهار پر میرویس روغتون برید شوی

۱۳۹۵ شهریور ۲۲, دوشنبه

دوه وسلوال کسان د اختر پر لومړۍ ورځ د کندهار ښار میرویس روغتون ته ننوتي دي. چارواکو د دغو دوو کسانو له ډلې څخه د یوه تن د وژل کیدو خبره کړې ده.

https://p.dw.com/p/1K0Pe
Karte Afghanistan Provinz Kandahar Englisch
انځور: DW

لا تر اوسه پورې روښانه نه ده چې برید کوونکي څوک وو، او یا دا چې ایا هغوی له کومې وسلوالې ډلې سره تړاو لره او که نه.

د کندهار د ولایت ویاند صمیم خپلواک، د رویترز خبري آژانس ته ویلي دي چې اوس امنیتي ځواکونه میرویس روغتون ته رسیدلي دي. په دغه روغتون کې ډیر وخت د جګړې قربانیانو ته روغتیایي خدمات وړاندې کیږي.

د کندهار ولایت دغه چارواکي زیاته کړه چې امنیتي ځواکونو یو برید کوونکی وژلی دی او یو بل لا هم په روغتون کې دی.

خپلواک وویل: «تر اوسه پورې کوم ناروغ، د ناروغانو پای واز، د روغتون کارکوونکی او زموږ امنیتي پرسونل نه دی ژوبل شوی.» هغه زیاته کړه: «موږ په ډیر احتیاط سره پر مخ ځو.»