1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کندهار پر هوايي ډګر د وسله والو طالبانو يرغل

۱۳۹۴ آذر ۱۷, سه‌شنبه

د کندهار چارواکي وايي چي د دغه ښار پر نړيوال هوايي ډکر باندي وسله والو طالبانو يرغل کړی او توانېدلي چي تر لومړۍ دروازې تېرسي. طالبانو منلې ده چي بريد کوونکي ئې هوايي ډګر ته ننوتلي دي.

https://p.dw.com/p/1HJW0
Afghanistan 10 Jahre Intervention Kandahar Flughafen
انځور: AP

د کندهار قول اردو وياند محمد محسن سلطاني، د فرانسې خبري آژانس ته ويلي دي چي د وسله والو طالبانو څو جنګيالي په دې توانېدلي دي چي د هوايي ډګر تر لومړۍ دروازې تېر او د يوه ښوونځي ودانۍ ته پورته سي.

ويل سوي دي چي د ملي اردو ځواکونه په سيمه کي دي او د وسله والو طالبانو يرغل ئې کنترول کړی دئ. د تلفاتو په اړه تر اوسه پوري کره معلومات نسته.

دا چي هوايي ډګر ته څومره وسله وال طالبان ننوتلي تر اوسه پوري لا روښانه نه ده.

د فرانسې خبري آژانس د راپور له مخي د کندهار د هوايي ډګر په هغه سيمه کي چي بازار پکښې جوړيږي ځينو ځاينو اور اخيستی او د سپکو او درنو وسلو ږغونه اورېدل کيږي.

د ناتائيد سوو راپورونو له مي د يرغل سيمي ته نژدې د هوايي ډګر د کارکوونکو د کورنيو د اوسېدو يوې ودانۍ ته وسله وال طالبان ننوتلي او يوه کورنۍ ئې يرغمل کړې ده او اوس د دغي کورنۍ د آزادولو عمليات روان دي.

د وسله والو طالبانو له خوا په يوه خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي دي چي بريد کوونکي ئې له سپکو او درنو وسلو سره د کندهار هوايي ډګر ته ننوتلي دي او پر «يرغل ګرو» ئې بريدونه پيل کړي دي.

د کندهار هوايي ډګر ترمينل له دغي سيمي چي وسله والو طالبانو يرغل پر کړی نژدې دوه کيلومتره ليري دئ. ويل کيږي چي د يرغل پرمهال په ترمينل کي مسافر هم ول.

له کندهار هوايي ډګره د شپې له خوا هم پروازونه کيږي. دغه هوايي ډګر اوس تر ډېره پوري د ملکي الوتکو له پاره کارول کيږي.

دغه هوايي ډګر يو وخت په جنوب لوېديځه سیمه کي د بهرنيو ځواکونو عمومي مرکز وو او حتی د بې پيلوټه الوتکي اډه هم وه.