1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کندهار پر هوايي ډگر بريد کي ۳۷ کسان وژل سوي

نجيب الله زیارمل۱۳۹۴ آذر ۱۸, چهارشنبه

د افغانستان د دفاع وزارت وياند ويلي دي چي په کندهار هوايي ډگر کي د وسله والو طالبانو په بريد کي ۳۷ انسانان وژل سوي او ۳۵ نور ټپيان سوي دي. ويل کيږي چي جنگ اوس هم روان دئ او يو وسله وال لا مقاومت کوي.

https://p.dw.com/p/1HJbQ
Flughafen Kandahar
انځور: picture-alliance / dpa/dpaweb

د افغانستان د دفاع وزارت وياند دولت وزيري نن د چهارشنبې په ورځ (۲۰۱۵م کال د دسمبر ۹مه) د آلمان خبري آژانس ته ويلي دي چي د کندهار هوايي ډگر پر بلاکونو باندي د وسله والو طالبانو په بريد کي ۳۷ انسانان وژل سوي چي ښځي، کوچنيان او عسکر دي او ۳۵ کسان نور ټپيان سوي دي.

وزيري ويلي دي چي په دغه جگړه کي چي له تېر ماښامه پيل سوې له لسو طالبانو څخه ۹ ئې وژل سوي او يو ئې تر اوسه هم په ټپي حالت کي مقاومت کوي. هغه ويلي دي چي دغه جگړه له ۲۱ ساعتنو راهيسي روانه ده.

تر دې دمخه د کندهار ولايت وياند صميم خپلواک د فرانسې خبري آژانس ته ويلي ول چي له پرون ماښام راهيسي په کندهار هوايي ډگر روانه جگړه پای ته رسېدلې او یوازي اته کسان پکښې وژل سوي دي چي ملکيان هم پکښې شامل دي.

بله خوا بيا په کندهار کي د دويچه ويله خبريال د هوايي ډگر د اوسېدونکو په حواله وايي چي د جگړې په سيمه کي اوس هم فايرونه او چاودني اورېدل کيږي.

د ناتائيد سوو راپورونو له مخي داسي ويل کيږي چي وسله والو د افسرانو کورنيو د اوسېدو په بلاکونو کي يوه کورنۍ يرغمل کړې او خپلي غوښتني لري. خو دولتي چارواکي دا نه مني.

د پيښي سيمه کلابنده سوې او خبريالانو ته د ورتگ اجازه نه ده ورکړل سوې. پوځي چارواکو ويلي دي چي اوس په سیمه کي تصفيوي عملیات روان دي.

وسله واله طالبان تيره ورځ (۲۰۱۵م کال د دسمبر ۸مه) د ماښام پر ۶ بجې په دې وتوانېدل چي د کندهار هوايي ډگر سيمي ته ننوځي او هلته په يو ښوونځی کي ځای ونيسي او د هوايي ډگر پر امنيتي ځواکونو فايرونه پيل کړي.

د وسله والو طالبانو يوه وياند قاري يوسف احمدي په سيمه کي خبريالانو ته په يوه لنډ لېږل سوي پيغام کي ادعا کړې ده چي جنگياليو ئې په دغه يرغل کي تر سلوزيات کورني او بهرني عسکر وژلي دي. وسله والو طالبانو دغه راز د خپلو هغو جنگياليو انځورنه هم په ټولنيزو شبکو کي خپاره کړي چي د کندهار پر هوايي ډگر ئې يرغل کړی دئ.

د طالبانو له خوا د دغو افراطيانو يوه ويډيو هم په ټولنيزو رسنيو کي خپره سوې ده چي يرغل کوونکي تر بريد دمخه په سپنو کاليو کي ناست او مشر ئې د امريکا جمهور رئيس بارک اوباما ته گواښ کوي، چي خپل عسکر له افغانستانه وباسي. دا چي دغه ويډيو تر کومه ځايه حقيقت لري تر اوسه لا روښانه نه ده.

د کندهار هوايي ډگر دغه سيمه چي وسله وال طالبان په ورننوتلو توانېدلي د هوايي ډگر له ترمينله لږ ليري ده. په دغه سيمه کي دوکانونه، يو ښوونځی او د ميدان د کارکوونکو او افسرانو کورونه دي. دې سیمي ته د کندهار قول اردو قوماندي هم ډېره نژدې ده.

ويل کيږي چي تيره ورځ ماښام له کندهار هوايي ډگره پروازونه بند سوي ول او اوس بيرته په عادي ډول پيل سوي دي. له کندهار هوايي ډگره د ماښام له خوا هم خارجي پروازونه کیږي.

کندهار هوايي ډگر چي يو وخت د بهرنيانو عمومي پوځي اډه او حتی د بې پيلوټه الوتکو تمځای وو، اوس تر ډېره ملکي سوی دئ.