1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کندهار په جگړه کي د مړو شمېر پنځو تنو ته لوړ سو

۱۳۹۰ آبان ۹, دوشنبه

د کندهار د نوي ښار په سيمه کي د ملگرو ملتونو دفتر ته نزدې لومړی يو مړټر بم چاودلی او وروسته دوو تنو وسله وال مقاومت پيل کړی. په پيښه کي درې تنه عام وگړي وژل سوي او د يوه نيپالي په شمول پنځه کسه نور ټپيان سوي دي.

https://p.dw.com/p/1327j
د پيښي په سيمه کي ورانۍ
د پيښي په سيمه کي ورانۍانځور: DW

دکندهارامنيه قومندان مل پاسوال عبدالرازق خان وايي دنن په بريدونو کي د يو پوليس افسر په گډون پنځه تنه ولسي وګړي وژل سوي او٢تنه نور ژوبل دي.

نوموړى وايي دا د وسله والو ځانمرګيو بريدکوونکو څلور کسيزه ډله وه، چي لومړی کس يي په موټربم کي د يواين ايج سي ار د فتر ته نزدې چاودنه کړې او درې تنه نور له چاودني وروسته سيمي ته داخل سوي او جګړه يې پيل کړه.

د نوموړي په خبره  اوس جګړه پاى ته رسيدلې او پاته درې تنه وسله وال هم له منځه تللي دي.

قومندان زياتوي، چي وسله وال ځکه په ښار کي دننه په بريدونو پيل کړى، چي په خبره يي په ولسواليو کي يې د پټيدو او جګړې ځايونه د لاسه ورکړي.

ويل کيږي چي د پيښي لومړۍ چاودنه ډيره زوره وره او د نزدې کورونو او دفترونو، نه يوازي ښيښې او کړکۍ، بلکي يوشمېر ودانۍ يي هم نړولي او دوه تنه چي پيښي ته نزدې وو وايي، دوى يوازي يوه لويه رڼا او ورپسې داسي دروندږغ واوريد چي ترمخه يي نه ؤ اوريدلی.

د پيښي مسؤليت وسله والو طالبانو پرغاړه اخيستى او دعوه کوي چي په دې بريد کي يې تر پنځو زيات باندنيان وژلي او يو شمير نور يې ژوبل کړي دي. خو د کندهار چارواکي دا خبره نه مني.

د يادوني وړده چي تيره پنجشنبه هم څلورو تنووسله والو د کندهار د ولايتي بياروغوني پر دفتر بريد کړى ؤ، چي تر څو ساعتونو جګړې وروسته د وسله والو په وژلو سره پاى ته ورسيد.

دا پيښي په داسي حال کي رامنځته کيږي چي د کندهار ملي امنيت رياست تيره ورځ په کندهار کي د پنځوتنو داسي کسانو د نيولو خبرهم ورکړى ؤ، چي دننه په ښارکي يي د يوشمير غلچکي بريدونو، شپېپاڼو خپرولو او د سړک د غاړي د ماينونو په ايښودولو باندي خبريالانو ته اعتراف کړ.

نجيب الله زيارمل

کتونکی/ عبدالباري حکيم