1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کندهار په لاريون کي مرگ ژوبله رامنځ ته سوې

محمد ابراهيم سپېڅلی/ کندهار۱۳۹۲ اردیبهشت ۱۸, چهارشنبه

د کندهار ولايت په ميوند ولسوالۍ کي د پاکستان پرضد لاريون په تاوتريخوالي واوښت او ۲۱ تنو ته پکښې مرگ ژوبله واوښتله. د پاکستان پرضد لاريونو په بهير کي دا لومړی لاريون دی چي په تاوتريخوالي اوړي.

https://p.dw.com/p/18UD0
Etwa 50 Afghanen haben sich am 07.05.2013 in Kandahar versammelt um gegen das Nachbarland Pakistan zu demonstrieren. Die Bilder hat uns unser Korrespondent Ibrahim Speasaly aus Kandahar geschickt.
Afghanistan Demonstration gegen Pakistan in Kandaharانځور: DW/I. Speasaly

د کندهار سيمه ييز چارواکي وايي، چي لاريون د ميوند ولسوالۍ په بازار کي نن د چهار شنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د می ۸) د ولسي خلګو لخوا پيل سوي وو او وروسته د دولت مخالف وسله والو يې په منځ ور ګډ او پر پوليسو يې وسله وال يرغلونه وکړل.

د کندهار د والي وياند جاويد فيصل له دويچه ويلي سره په خبرو کي وويل، چي يادو کسانو د کندهار هرات لويه لار د ترافيکو پر مخ و تړله او بيا يې ٣ تنه موټر چلوونکي ووژل.

د فيصل په خبره وروسته بيا پوليسو د دوى پر ضد عمليات پيل کړل او په ترڅ کي يې ٨ تنه وسله وال وژل سوي دي،١٠ تنه ټپي سوي دي او٣٠ تنه نور شکمن کسان نيول سوي دي:

د پاکستان پرضد شعارونه
د پاکستان پرضد شعارونهانځور: DW/I. Speasaly

«ټول نيول سوي، وژل سوي او ټپي کسان د ميوند ولسوالۍ نه دي، وسله وال له نورو سيمو څخه راغلي ول او غوښتل يې يوې ځانګړي موخي ته د مظاهرې له لاري ځان ورسوي، وروسته يې پلان شنډ سوى دى.» فيصل و نه ويل چي د دوی پلان څه وو.

خو د سيمې خلګ وايي، چي دوې ورځي دمخه د ميوند د ګرماوک په سيمه کي د ملي اردو ځواکونه د ولسي خلګو کورونو ته بې اجازې ننوتي او له خپلسرو عملياتو څخه وروسته يې ٣ تنه ولسي وګړي له ځان سره هم بيولي دي.

خو د کندهار د والي وياند جاويد فيصل بيا وايي دغه ٣ تنه ولسي خلګ، نه بلکي د وسله والو مهم قومندانان ګڼي او وايي لومړى يې پر ملي اردو وسله وال يرغل کړي او وورسته، چي ملي پوليسو هغوى تعقيب کړي دي، نو دوى د يادي سيمې په کورونو کي پټ سوي ول او د عملياتو پرمهال امنيتي ځواکونو ته په لاس ورغلي دي.

فيصل زياتوي، اوس په سيمه کي امنيت ټينګ او د کندهار امنيه قومندان مل پاسوال عبدالرازق خپله سيمي ته ورغلى او هيڅ ستونزه نسته او د کندهار هرات لويه لار د ترافيکو پرمخ پرانيستلې ده.

د يادوني وړده، چي دا د پاکستان پر ضد لومړى لاريون دى، چي په تاوتريخوالي اوړي او تر شلو زياتو کسانو ته پکښي مرګ ژوبله اوړي. د پاکستان پرضد تر کابل وروسته وړمه ورځ په خوست او په پرون په کندهار ښار کي هم سوله ييزي مظاهرې سوي وې.