1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کندهار په پيښه کي۱۶ تنه ملکي افغانان وژل سوي دي

۱۳۹۰ اسفند ۲۱, یکشنبه

تيره شپه ناوخته د کندهار ولايت د پنجوايي ولسوالۍ په زنگاوات سيمه کي يوه امريکايي سرتيري ۱۶ تنه ملکي کسان وژلي او پنځه تنه نور ئې ټپيان کړي دي.

https://p.dw.com/p/14IzM
انځور: AP

د کندهار ولايت د ولايتي شورا غړی حاجي اغالالی چي له نورو لوړپوړو دولتي چارواکوی سره ئې د پيښي له ځای څخه ليدنه کړې وه له دويچه ويله پښتو ويبپاڼي سره ئې په يوه تليفوني تماس کښي وويل چي پيښه تيره شپه يوې بجې په شاوخوا کي را منځ ته سوې ده.

«يو تن امريکايي عسکر د زنگاوات په کلي کي له خپلي قرارگا څخه وتلی او په څلورو کورونو کي ئې ۱۶ تنه ملکي افغانان شهيدان کړي دي او پنځه تنه نور ئې زخميان کړي دي.»

د پيښي په سهار ځايي خلک راټول سوي ول او غوښتل ئې چي په يو ستر لاريون کي د جنازو په لېږدولو سره کندهار ښار ولاړ سي خو لوړ پوړي دولتي چارواکو په خپل ورتگ سره د ستر لاريون مخنيوی کړی دئ.

د آغالالي په خبره په وژل سوو کسانو کښي ۹ تنې ښځي ۴ تنه تنکي ځوانان او درې تنه نارینه شامل دي.

زنگاوات ته د ورغلي پلاوي په مرسته افغان ولسمشر حامد کري هم له خلکو سره تليفوني خبري کړي دي او د قربانيانو له کورنيو سره ئې خپله خواخوږي ښوولې ده.

ځايي خلکو له سيمي څخه د تليفون پر ليکه په کندهار کي د دويچه ويله خبريال ته ويلي دي چي دغو ملکي کسانو ته تر وژل کېدو وروسته اور هم اچول سوی دئ.

د پيښي له ځای څخه راغلي انځورونه هم دا ښيي چي د وژل سوو کسان کاليو اور اخيستی دئ.

بله خوا د کندهار د ولايتي شورا مرستيال حاجي احسان نور زی بيا وايي چي دا په داسي حال کي ده چي ټاکل سوې وه ننه په دغه کلي کي ټول ځوانان راټول سي او د خپلي سيمي دفاع په خپله وکړي خو د شپې بيا دا دئ دغه ناوړه عمل تر سره سو چي ټول کارونه ئې شاته وغورځول.

د پيښي په اړه د امريکاسفارت او په کابل کي د ائتلافي ځواکونو قوماندانۍ هم سخته خواشيني ښوولې ده.

د امريکا سفارت له خوا په يوه خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي دي:«د امریکا متحده ايالات په کندهار کي د ننۍ را منځته شوو ډزو په غميزه پيښه کي د قربانيانو له کورنيو سره خپله خواشيني شريکوي. موږ د خپلو افغان ملگرو پر وړاندي ددغه وحشي کړني په ترسره کېدو غمجن يو.»

خبرپاڼه زیاتوي چي د پيښي په تړاو يو تن امریکايي سرتيری هم نيول سوی دئ.

په کابل کي د ايساف ځواکونو وياند جنرال يکوب زون له دويچه ويله پښتو ويبپاڼي سره په ځانگړې مرکه کي دا وويل چي هغه امريکايي عسکر چي دغه کار ئې کړی دئ اوس تر پلټنو لاندي دي او د قربانيانو په اړه تر اوسه پوري دقيق معلومات نه لري.

«موږ تر اوسه پوري يوازي دومره خبر يو چي ملکي کسان وژل سوي دي او ټپيان د ايتلافي ځواکونو تر درملني لاندي دي.»

وروسته له هغه چي په بگرام هوايي اډه کي د يوه امریکايي سرتيري له خوا د قرآن شريف د سوځولو يوه پيښه را منځ ته سوه په افغانستان کي تاوتريخوالي زور اخيستی دئ.

نجيب الله زيارمل
کتونکی: عبدالباري حکيم