1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کندهار څلور ولسوالۍ له گواښ سره مخامخ دي

۱۳۹۱ تیر ۱, پنجشنبه

د کندهار د څلورو شمالي ولسواليو ارغنداب، ميانشين، خاکريز او شاه وليکوټ ولسوالان وايي، چي د هوا له گرميدو سره د دوى په ولسواليوکي د طالبانو تگ راتگ زيات سوى دئ.

https://p.dw.com/p/15IqO
انځور: DW

د دغو ولسواليو مشرانو په ميانشين ولسوالۍ کي د يوې غونډي په ترڅ کي د کندهار له مرستيال والي عبدالقديم پتيال سره خپل ستونزي شريکي کړي دي.

د کندهار ولايت د شاه وليکوټ ولسوال عبيدالله وايي چي ددوى په سيمه کي نه يوازي د وسله والوطالبانو موجوديت زيات سوى دئ، بلکي هلته ئې منظم تشکيلات او چارواکي موجود دي.

د خاکريزولسوال عبدالقيوم بيا د وسله والو د ګواښونو ترڅنګ د امنيتي ځواکونو د نه همږغۍ اود ولايتي ادارې له نه پاملرني څخه شکايت کړی دئ.

د نوموړي په خبره د کندهارولايت مقام نه پاملرنه او د امنيتي ځواکونوځانځاني دې نتجې ته رسيدلې ده چي په سپينه ورځ وسله وال طالبان پرسيمه ييزو پوليسو باندي بريدونه کوي:

«وسله والو طالبانو په سيمه کي خپل ولسوالان او امنيه قومندانان ټاکلي دي، تر٥٠ په زياتو موټرسايکلانو باندي ګرځي او پر امنيتي پوستو بريدونه کوي. په سيمه کي پراته امنيتي ځواکونه يو د بل په غم کي نه دي، چي پرېوې ډلي بريد وسي نور ځان نه په خبروي.»

د کندهار ولايتي اداره اوس په دې تلاښ کي ده چي افغان امنيتي ځواک ته د امنيتي مسئولیت تر سپارلو مخکي د يو شمېر ولسوالیو سيمه ييزي ادارې فعاله کړي.

د کندهار د ميانشين ولسوالي، چي څو مياشتي مخکي تقريباً تر لس کلن ځنډ وروسته د دولت لاس ته ورغله ددولت حضور ډير لږ دئ.

د ميانشين ولسوال روزي خان هم وايي ترهغو پوري چي په دې ولسواليوکي امنيت په سم ډول نه وي تامين سوي، د ښې حکومتدارۍ او د اولسي خلګو د ملاتړغوښتنه هيڅ معنى نه لري.

د ولسوالانو په خبره په سيمه کي خلګو ورته ويلي دي، چي دولت ورته امنيت رانه ولي هيڅ مرسته نه سي ورسره کولاى اوژوند ئې له ګواښ سره مخامخ دئ.

څو ورځي وړاندي د کندهار د ژړۍ، ميوند او پنجوايي ولسواليو مسئولانو هم په خپلوولسواليوکي د ملکي مامورينو کمښت، د محلي پوليسو لږ امتيازات، د ملي امنيت کم تشکيل او په دغو ولسواليوکي د پرتو ګډونظامي ځواکونوله نه همږغۍ څخه کندهاروالي ته خپلي ستونزي بيان کړي وې.

د چارو کتونکي په دې اند دي، چي دولت هغه مهال بريالى او خلګ ورڅخه خوشحال دي چي حکومتداري او امنيت د ښارونو پرځاى له ليري پرتو سيموڅخه راپيل کړي.

محمد ابراهيم سپېڅلی/ کندهار
کتونکی: نجيب الله زيارمل