1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کندهار ډله ییز بریدونه پاې ته ورسیدل

محمد ابراهیم سپیڅلی۱۳۹۳ تیر ۱۸, چهارشنبه

د کندهار پر ولایت مقام او امنیه قوماندانۍ باندې تر سره شوي ډله ییز بریدونو کې له پولیسو سره په نښته کې لږ تر لږ ۲۳ ځانمرگي بریدگر وژل شوي دي. طالبانو د دغه برید مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.

https://p.dw.com/p/1CYb5
انځور: DW

تر دې دمخه چارواکو ویلي ول چې یوازې د ولایت پر ودانۍ باندې یوولس تنو برید کړی وو چې ټول وژل شوي دي.

د کندهار د والي ویاند دوا خان مینه پال، ویلي دي چې ۱۱ برید کوونکو د کندهار د والي پر دفتر باندې برید وکړ. د هغه په وینا یوه تن برید کوونکي د ودانۍ په دخولي دروازه کې د چاودیدونکو توکو ډک موټر چولې او دوهم ځانمرگې د موټرو په تم ځای یا پارک کې خپلو چاودیدونو توکو ته انفجار ورکړی دی. د والي د ویاند په وینا پاتې نور کسان چې ځانمرگي واسکټونه یې پر تن او پر وسلو سمبال ول د پولیسو سره د دوه ساعته نښتې وروسته ټول ووژل شول.

په یوه بله پیښه کې د ښار په مرکز کې ۱۲ ځانمرگي برید کوونکو د پولیسو پر مرکز هجوم وروړی وو. د مینه پال په وینا یوه تن ځانمرگي برید کوونکي د دغه مرکز په دخولي دروازه کې ځان والوزوه او نورو برید کوونکو له پولیسو سره جگړه پیل کړه. مینه پال، زیاته کړې ده چې ټول برید گر وژل شوي دي.

په کندهار کې د میرویس روغتون مشر محمد داود فرهاد، ویلي دي چې دغه بریدونو نور شپږ تنه پولیس، د امنیتي ځواکونو څلور تنه او دوه ملکي کسان وژلي دي. هغه زیاته کړې ده چې همداشان د اتو تنو ټپي شویو ملکي وگړو او پنځه امنیتي ځواکونو درملنه هم په روغتون کې شوې ده.

طالبانو د دغه برید مسوولیت پر غاړه اخیستی دی او ویلي يې دي چې د دغه برید هدف د والي په دفتر کې د یوې تر سره کیدونکي غونډې په نخښه کول وو.

په کندهار ولایت کې د دویچه ویله د خبریال محمد ابراهیم سپیڅلي، د معلوماتو له مخې د ولایت پر ودانۍ باندې د ډله ییز برید په پایله کې پخپله یوولس تنه برید کوونکي، یوه مرمن او درې تنه پولیس وژل شوي دي.

دغه برید د سهار د یوولسو بجو په شاوخوا کې پیل او د چارواکو په خبره تر یوې بجې مخکې پای ته رسیدلی دی. د کندهار ولایت ویاند دواخان مینه پال، له دویچه ویله سره په خبرو کې پیښه تائید کړې ده او روښانه کړې یې ده چې برید کوونکو له دوو خوا څخه د ولایت پر ودانۍ باندې حملې ترسره کړې دي.

چارواکو همداراز ویلي دي چې د برید په پایله کې لس تنه ملکي وگړي او څلور تنه پولیس ټپیان شوي هم دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب