1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کندهار ښار ټول سړکان ډمبريږي

۱۳۸۹ اسفند ۱, یکشنبه

د كندهار د فوايد عامې ريس انجنير عبدال محمد احسان وائي چي، په کندهار ښار کښي يې لس هاوه کيلومتره پاخه سړکان جوړ کړيدي او د ١٣٨٩ کال تر پايه پوري به ددغه سړکانو اندازه نوره هم ډيره سي.

https://p.dw.com/p/R2Xw
د کندهار د فوايد عامې ريس انجنير احسان هم په ټينګه ښاريانو ته وعده ورکوي چي سړکان به يې نور بې کيفيته نه وي.
د کندهار د فوايد عامې ريس انجنير احسان هم په ټينګه ښاريانو ته وعده ورکوي چي سړکان به يې نور بې کيفيته نه وي.انځور: DW

د هغه په خبره دغه سړکان په لوړ کيفيت جوړ سوي او لکه نور سړکان ژر به له منځه ولاړ نسي.

د هغه په خبره سړکان د کندهار ښاروالی د پرمختيايي بودجې په مرسته جوړيږي او شاوخوا درې مليونه امریکايي ډالره لگښت ورباندي راځي.

خو د کندهار ښاريان بيا وايي چي د سړکانو کيفيت بېخي خراب دی او داسي ژر له منځه ولاړ سي لکه هيڅ کار چي نوي باندي سوی.

کندهار ښاريان وائي، نه يوازي دا چي هغه کارون چي کيږي بې کيفيته دي، لکه د بيا رغاوني په لاره که څه نه تر سترگو کيږي.

خو د کندهار ښاروال غلام حيدر حميدي بيا ښاريانو ته ډاډ ورکوي چي ډير داسي کارونه به وويني چي ښار ته به بې خي بل رنگ ورکړي.

« زه خپلو ټولو ښاريانو ته دا ډاډ ورکوم چي تر راتلونکي کاله به په ټول ښار کي بې ډمبره سړک و نه لرو.»

د کندهار د فوايد عامې ريس انجنير احسان هم په ټينګه ښاريانو ته وعده ورکوي چي سړکان به يې نور بې کيفيته نه وي.

« دا چي د ځينو سړکانو د کار کيفيت ټيټ دی علت يې دادی چي د مسلکي قراداديانو له خوا ندي جوړي سوي، او دوهم علت يې د درندو موټرو تگ راتگ دی»

پوښتنه داده چي ولي د غير مسلکي کسانو سره قراردادونه کيږي او يا ولي درانده موټر د ښار دننه ته پريښول کيږ؟

دې پوښتنو ته نه د کندهار ښاروال او نه هم د فوايد عامي ريس جواب ويلای سي. ځکه هلته ټول کارونه د شناخت او انډيوالۍ له مخه تر سره کيږي نه د قانون له مخه.

حکمت الله اسلمي/ کندهار

کتونکی: نجيب الله زيارمل