1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کندوز د خونړۍ پيښي راپور اوس د جرمني د دفاع وزارت ته رسيدلی

۱۳۸۸ آبان ۷, پنجشنبه

پدي رپوټ کي دنوموړي بريد شرايط ترسيم شويدي چي دافغاني چارواکودويناله مخي دهغه له امله تقريبا سل کسه وژل شوي وو...

https://p.dw.com/p/KIao
دا کندوز ته څېرمه هغه ټانکر دی چي د بمبارد پر مهال يې شاوخوا سل کس وژل سوي ول
دا کندوز ته څېرمه هغه ټانکر دی چي د بمبارد پر مهال يې شاوخوا سل کس وژل سوي ولانځور: dpa

دالمان دخبري آژانس دي پي آ دمعلوماتو سره سم چي دالمان د اوردو د لوړو مقامونو څخه يي ترلاسه کړی دي دڅېړني دا رپوټ د الوتکي په واسطه له افغانستانه څخه المان ته راوړل شوی دي.

دارپوټ په همغه وخت کي چي ددفاع پخواني وزير فرانس يوزف يونګ ددفاع له وزارته څخه خدای پاماني کوله رسيدلي دي. يونګ پرته لدي چي د نوموړي رپوټ د رارسيدو په هکله څه ووايي ددفاع نوي وزير کارل تيودور څوګوتنبرګ ته دهغه الماني ډګروال سپارښتنه وکړه چي دارپوټ اړوند ورپوري لري.

يونګ ويلي چي هغه عسکر چي د المان لخوا په بهرنيو هيوادونوکي دندي ترسره کوي بايد د څارنوالۍ له تحقيقاتو سره مخامخ نشي او په تاکيد سره يي ويلي دي چي« په تيره بيا دا بايد د ډګروال کلاين په برخه کي ونشي». د ورکړل شويو معلوماتو له مخي نوموړي رپوټ محرم ساتل شوي اوبايد ژرترژره ددفاع نوي وزير ګوتنبرګ ته وړاندي شوي واي.

د المان د اردو د اتحاديي مشر اولريښ کيرش څرګنده کړې ده چي په افغانستان کي د الماني عسکرو د ګمارني رښتيانۍ ارزونه بايد وشي. د مثال په ډول دکندوز وضعه بايد د جګړي د حالت په نامه ياده شي.کيرش په دې ډول دپنجشنبي په ورځ د تلويزيون د لمړي پروګرام په« سهارنۍ مجله»کي د ناټو د رپوټ په وړاندي غبرګون ښکاره کړي دي.

ده دحقوقي وضعي په هکله وويل « فعلامونږ په افغانستان کي هم له خپل حقوقي نظام څخه داساس په توګه کاراخلوخوکه مونږدانوي منلي چي دايوه نړيواله لانجه ده نو وضعه به بل ډول واي . په هغه صورت کي به مونږ دجګړي دبين الدول له حقوقو څخه استفاده کړي واي .

آلمانی ډګروال کلاين چي د کندوز پر ټانکر باندي يې د بمبارد کولو امر ور کړی و
آلمانی ډګروال کلاين چي د کندوز پر ټانکر باندي يې د بمبارد کولو امر ور کړی وانځور: AP

دهغه معني به داواي چي په افغانستان کي دجګړي حالت حاکم دي . کيرش زياته کړيده چي « په افغانستان کي داسي سيمي شته چي هيڅ پاڅونکونکي پکي نشته. هلته جګړه هم نشته. خو په قندذکي چيرته چي مونږ هره ورځ جګړي او نښتي وينو چيرته چي مرګ اوژوبله روانه ده چيرته چي دمونږ ملګري بايد خلک ووژني هلته جګړه ده .»

دهوايي ګوذارونو دبديل په حيث ده پخوا پيشنهاد کړي ووچي، له نورو وسلو څخه په کار اخيستلو فکروشي. ده ويلي وو چي «مونږ بايده دي له ځانونوڅخه دفاع هم وکولاي شو» زماپه نظر« بايد په هغو کي لوي زره پوښه ټانکونه چي په درنو توپونو سنبالوي شاملوي چي که په یوي قشله کي ځاي په ځاي شي دديتوان لري چي يوه ډزه دهدف په څنګ کي وکوي. په هغه صورت کي ملکي وګړي دتښتيدو لپاره وخت پيدا کوي .

دکيرش دوينا له مخي په افغانستان کي دالماني عسکرو دشمير ډيرول لازم ندي. ده داخبرهم يادکړه چي دافغانستان په شمال کي بايده دي ۲۵۰۰ پوليسو ته هم تنخوا ورکړله شي .

دافغاني چارواکو دوينا سره سم دسپتمبر د۴نيټي په بمبارۍکي ۹۹کسه وژل شويوو. چي ۶۹کسه يي طالبان او ۳۰ کسه نوريي ملکي وګړي وو.په لمړي سرکي دوژل شويو کسانو په هکله دناتو معلومات خپاره نشول . ډګروال کلاين دسپتمبر دمياشي د۴ورځي په شپه امريکايي پيلوتانوته دهغو۲ ټانک لاريو د بمبارولو امر وکړ، چي طالبانو تښتولي وي . دغه لارۍ ټانک موټر ديوو رود په بسترکي بند شوي وو. کلاين لدينه ډارشوي وو چي طالبان به لدي ټانکرونوڅخه دالمان داردو په وړاندي دبم په توګه استفاده وکړي .

وروسته بيا رسنيو او ددفاعي چارو سياستوالو دافغانستان دسوله ساتوځواکونو په حواله خبرورکړ چي کلاين ددوي دمقرراتوپه ضد عمل کړيدي . ده دبمبارۍ امر پخواله هغه چي طالبانو ته پخوا اخطارورکړشي کړيدي . دا ده يوازي په هغه صورت کي کولاي شواي چي که الماني عسکر د ځمکي پرسر له دښمن سره په تماس کي راغلي واي . خودپيښي په ځاي کي الماني عسکر نوو، اودالماني عسکرو قشله دپيښي له سيمي څڅه ۶،۵کيلومتره لري پرته ده .خو هغه مهال دالمان ددفاع وزارت دناتو لخوا پدي هکله درپوټ جوړولوته داشاري له کولوسره څه نوو ويلي .

Agenturen/ رحيله اميري

کتونکی. زيارمل