1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کندوس په بمبارۍ کښي شايد آلماني قوماندان غلطي کړې وي

۱۳۸۸ شهریور ۲۰, جمعه

دهغې مودې راهيسي چي دنړيوال سوله ساتونکي ځواکونو په کتار کي آلماني عسکر افغانستان ته استول شوي ، دا لمړي ځل دی چي په نړيواله سويه په افغانستان کي دآلماني عسکرو پر قوماندان باندي سختي نيوکي کيږي

https://p.dw.com/p/JdCe
آلمانی پوځ په کندوس کښي تر هوايي بمبارۍ وروسته
آلمانی پوځ په کندوس کښي تر هوايي بمبارۍ وروستهانځور: AP

او له دې امله دجرمني ددفاعي چارو وزارت دخپلو ملګرولخوا تر فشارلاندي راغلی دی . دا پوښتنه رامنځ ته شوېده چي آيا په کندوز کي به دالماني عسکرو قوماندان دعجلې څخه کار نه وي اخيستی ؟ يا آيا هغه ، کله چي دطالبانو له خوا دکندوز ښار ته نژدې دتيلو ددوو ټانکرونو ترتښتولو وروسته د هغو دبمبارولو امر ورکاوه، نو په دې کار سره يې دخپل صلاحيت څخه تيری ندی کړی ؟

ددغي پوښتني په ځواب کي ، هسي چي د آلمان په خبري رسنيو کي په افغانستان کي دناټو تر قوماندانې لاندي دنړيوال سوله ساتونکي ځواکونو ديوه رپوټه څخه نقل قول شوی ، ويل کيږي چي ښايي آلماني قوماندان دخپل صلاحيت څخه تيری کړی وي . خو دلته دوې خبري ديادوني وړ دي . يو داچي په بروکسل کي دناټو وياند اپاتوري داخبره رد کړې چي په کندوز کي دبمباريو په هکله تر اوسه کوم رسمي خبر ندی خپور شوي . او بل داچي دجرمني په خبري رسنيو کي هم په دې اړوند ديوه موقتي رپوټ څخه خبري شوي ، ځکه دکندو ز دپيښي په اړه څارني لا دوام لري .

خو ټوله خبره دلته دملکي وګړو دتلفاتو په هکله ده ، چي آيا دکندوز دبمبارۍ په پيښه کي ملکي خلګ وژل سوي او که څنګه .

دآلمان ددفاعي چارودوزارت وياند تو ماس رابه هم دغه رپوټ ته زيات ارزښت نه ورکوي او وايي چي دا دناتو دسفر کونکي ټيم موقتي څرګندوني دي .

دی وايي،

«مونږ په دې هکله وايو چي کومي موقتي څارني چي دناتو لخوا په دې باب شويدي ، په هغه کي په ګوماني توګه له دې څخه خبري شوي دي چي کيدای سي ددغه بمبارۍ په اثرملکي وګړي ټپيان شوي او يا وژل شوي وي . دکندوز دپيښي په هکله اساسي څارنه لا دوام لري او مونږ بايد داساسي رپوټ تر خپريدو پوري انتظار وباسو . او داخبره هم ديادوني وړ بولم چي دڅارونکي کميسيون په ډله کي يو آلمانی پوځي منصبدار هم ونډه لري . »

کيداي سي ددغي څارني په نتيجه کي ډيري ناوړي پيښي برملا شي . مثلأ داموضوع مطرح شي چي په کندوز کي دالماني ځواکونو قو ماندان ډګروال جورج کلاين دامريکايانو دهوايي بم غورځونکو الوتکو څخه دمرستي دغوښتلو اجازه اصلا نه درلودل . ځکه چي هيڅ المانی عسکر په مځکه کښي په جنګ نه ؤ اخته . هغه وخت دهوايي ځواکونو څخه دملاتړ کولو غوښتنه مجاز بلل کيدای شوای چي په ځمکه کي له دښمنه سره آلماني عسکر په جګړه کي ښکيل وای . دغه خبره افغانستان پيژندونکي Winfried Nachtwei کوي ، خو بيا دغه دزرغون په ګوند پوري مربوط سياستمدار وايي چي زه په دې خبري سره نه غواړم د ليري څخه ډګروال کلاين ملامت کړم .

دی وايي،

«خو بياهم دلته حتمأ داپوښتنه رامنځ ته کيدای سي چي آيا په رښتيا سره آلماني عسکرو ته يو لوی خطر ؤ؟ »

د کندوس د هوايي بمبارۍ يو زخمي تن
د کندوس د هوايي بمبارۍ يو زخمي تنانځور: picture alliance / dpa

دآلمان ددفاعي چارو وزارت وايي چي : په کندوز کي دآلماني عسکرو قوماندان ته دا ګومان پيدا شوی چي کيدای سي طالبان ددغه دوو تښتول شوو ټانک چکړه موټرانو څخه ديوه بم په حيث په کندوز کي دآلماني عسکرو پر ضد کار واخلي . خو داچي په رښتيا سره په ددوی ژوند ته مستقيمأ خطر موجودؤ ، نو سړی يې په مشکل ثابتولای سي . په تيره بيا چي ولجه شوي دټانک لارۍ موټران دکندوز په سيندکي بند پاته وه.

دناټو په کړيو کي داسي ويل کيږي چي آلماني عسکرو کولای شوای تر سهار ه پوري انتظار وباسي ،او سهار کيدای سوای دغي سيمي ته ځمکني ځواکونه استول شوی وای . دې ته څه ضرورت ؤ چي په هماغه شپه دتيلو موټرونه او دهغه چار چارپير راغونډ شوي خلک بمباري شوي وای ؟

همداشان کله چي دآلمان ددفاعي چارو وزارت وايي چي وژل شوي کسان ټول طالبان وه ، نو داهم دحيرانتيا وړ خبره ده چي دوی څنګه مخکي له دې چي دپيښي په هکله دناټو څارني پای ته ورسيږي قضاوت کوي چي وژل شوي او ټپي شوي کسان ټول طالبان وه ؟

نخت وای بيا وايي،

څنګه دوی کولای شي چي په قطعي ډول دطالبانو او دنورو ملکي وګړو ترمنځ توپير وکړي . ؟ زما له نظره دا ډير ګران کاردی او هغه هم له هوا څخه چي سړی وشي کړای دغه تو پير وکړي . که دناټو دڅارني دکميسيون نتيجه هر څه وي ، خو دکندوز دبمبارۍ په پيښه کي آلمان په نړيواله سويه تر نيوکو لاندي راځي ، په تيره بيا په داسي وخت کي چي په افغانستان کي دناتودځواکونو امريکايي لوی قوماندان په دې هڅه کي ؤ، او دی چي په افغانستان کي دامکان تر حده پوري دهوايي بمباريو څخه صر نظر وسي ، تر څو په دغه هيواد کي دملکي وګړو دتلفاتو مخنيوی شوی وي .

نينا ويرکهويزر/ فضلي

کتونکی : محمد قاسم نوري