1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کنګو ناروغۍ په افغانستان کې اته کسه وژلي

۱۳۹۴ تیر ۱۶, سه‌شنبه

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي چې د کنګو نوې ناروغۍ تر اوسه پورې په کابل، ننګرهار او هرات ولایتونو کې اته کسان وژلي او که یې مخه و نه نیول شي نو کیدای شي نور کسان هم ووژني.

https://p.dw.com/p/1Fu3D
انځور: picture-alliance/dpa

دغه ناروغي په افغانستان کې نوې ده خو په یو شمیر سویلي افریقايي او آسیايي هیوادونو کې یې بیا ډیرې پیښې رامنځ ته کیږي. په افغانستان کې دې ناروغۍ ته کنګو وایي چې اصلې عامل یې د «کنه» په نوم یوه مضره حشره ده. که دغه حشره یو انسان وچیچي، نو د دې امکان چې هغه دې په دې ناروغۍ اخته شي رامنځ ته کیږي.

مالداران او قصابان تر نورو ډیر د دې ناروغۍ له ګواښ سره مخامخ دي. د ژویو له وینو او نورو افرازاتو سره تماس هم په دې ناروغۍ د اخته کیدو امکان ډیروي. دغه ناروغي له څارویو انسان ته او له انسانه څارویو ته لیږدول کیدای شي.

لومړنۍ نخښې نښاني

د دې ناروغۍ لومړني علایم د دوو او لسو ورځو تر منځ ترسترګو کیږي. په ناروغۍ اخته کس په لومړي سر کې په سختې سردردۍ او تبې اخته کیږي. پر دې سربیره په معده، کلمو او ملا کې دردونه هم د دې ناروغۍ له نښانو څخه دي. د کنګو ناروغۍ له پرمختګ سره، ناروغه کس وینه ضایع کوي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار، د سه شنبې په ورځ له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل: «د ۲۰۱۵ کال له پیل راهیسې موږ تر اوسه پورې ۳۵ مشکوکې پیښې لرلې چې له ډلې څخه یې لس پیښې تایید شوې دي. دغه پیښې په کابل، هرات او ننګرهار ولایتونو کې لیدل شوې دي.»

د ناروغۍ تداوي

د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي چې دغه ناروغي یوازې په لومړنیو مراحلو کې د درملنې وړ ده. ډاکټران په لومړي سر کې هڅه کوي چې د ناروغ د وینې د لخته کیدو مخه ونیسي. د کنګو ویروس د ناروغ د بدن نورو غړو ته هم زیان رسولی شي.

ښاغلي مایار وویل چې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت هڅه کوي چې د دې ناروغۍ د مخنیوي په موخه خلکو ته د هغې په اړه معلومات ورکړي. پر دې سربیره د چارواکو په خبره د عامې روغتیا او مالدارۍ وزارتونو تر منځ د دې ناروغۍ د مخنیوي له پاره همغږي رامنځ ته شوې ده.