1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کوريايانو تښتوونکی طالب قومندان ووژل سو

۱۳۸۶ شهریور ۱۳, سه‌شنبه

د غزني ولايت امنيتي چارواکي وايي چي هغه طالب قومندان يي وژلی چي کوريايان يي تښتولي وه.

https://p.dw.com/p/DK8f
د جولاي د مياشتي په 19 نيټه يي د کابل کندهار پر لويه لار د قره باغ ولسوالۍ په سيمه کي 23 کوريايان تښتولي وه
د جولاي د مياشتي په 19 نيټه يي د کابل کندهار پر لويه لار د قره باغ ولسوالۍ په سيمه کي 23 کوريايان تښتولي وهانځور: AP
د AFP خبري آژانس د غزني ولايت د امنيې قومندان له قوله خبر ورکوي چي تيره ورځ ناوخته د افغان او ائتلافي ځواکونو د گډ و عملياتو په ترځ کي ملا متين له خپلو څو تنو نورو ملگرو سره ووژل سو.
آژانس د افغان چارواکو له خولې ليکي، چي ملا متين د طالبانو هغه قومندان و چي د جولاي د مياشتي په 19 نيټه يي د کابل کندهار پر لويه لار د قره باغ ولسوالۍ په سيمه کي 23 کوريايان تښتولي وه.
د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وياند زمري بشري هم دا خبر تائيد کړی چي ملامتين د جنوبي کوريايانو د تښتونکو څخه وو.
بله خوا تر اوسه پوري په دې اړه طالبانو څه ندي ويلي.