1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کولمبیا حکومت او فارک چریکيانو د سولې نوی پيغام

۱۳۹۵ آبان ۲۳, یکشنبه

کولمبیایانو د اکتوبر میاشتې په پیل کې د یوې ټولپوښتنې په ترڅ کې په ډیر کم اکثریت د فارک له چریکانو سره د سولې تړون رد کړ، خو اوس دغو چریکانو له حکومت سره یو نوی سند لاسلیک کړی.

https://p.dw.com/p/2Sd2d
Kuba Friedensabkommen Kolumbien FARC Unterzeichnung in Havanna
انځور: picture-alliance/dpa/E. Mastrascusa

دواړو خواو تر خبرو اترو وروسته د کیوبا په پلازمېنه هاوانا، کې وویل چې د سولې په موافقتنامه کې اصلاحات راوستل شوي دي. دوی ویلي دي چې په دغه موافقتنامه کې د مختلفو ډلو غوښتنې په پام کې نیول شوي دي.

د کولمبیا ولسمشر او د سږکال د سولې د نوبل جایزې ګټونکي خوان مانوئل سانتوس، د خپل هیواد پخواني ولسمشر او لوې انتقاد کونکي الوارو اوریبه سره لیدلي دي، تر څو هغه د دغې موافقتنامې چې اصلاحات په کښې راوستل شوي تائیدولو ته وهڅوي.

د دغې لیدنې کتنې د پایلو په اړه تر اوسه پورې معلومات نه دي ورکړل شوي. اوریبه، تر ټولو په لومړي قدم کې د فارک جنګیالیو ته د کمې سزا ورکونې د موضوع مخالفت کوي. د کولمبیا خلکو د اکتوبر میاشتې په ۲ نیټه د یوې ټولپوښتنې په ترڅ کې د حکومت او فارک چریکانو تر منځ د سولې پخوانې تړون په لږ اکثریت سره رد کړی وو.

«سوله تر دې زیات انتظار نه شي کولی»

د کولمبیا د حکومت او فارک چریکانو یا د کولمبیا وسله وال انقلابي ځواکونو په یوه ګډه اعلامیه کې راغلي دي: «موږ ټوله کولمبیا او نړیواله ټولنه د دغې موافقتنامې ملاتړ ته رابولو. سوله نه شي کولی تر دې زیات په انتظار کې پاتې شي.»

د پخواني ولسمشر اوربیه تر رهبرۍ لاندې لوري د لومړني یا پخواني موافقتنامې مخالفت ځکه کړی وو چې په هغې کې د فارک ګوریلایانو له پاره په کښې ډیره کمه سزا په پام کې نیول شوې وه. اوریبه ویلي وو چې له ولسمشر سانتوس یې غوښتې چې دغه موافقتنامه باید وروستۍ نه وي او مخکې تر دې د موافقتنامې مخالفت کونکي یې باید جزوئیات ولولي.

د کولمبیا د حکومت مرکچي هومبرتو دی له کاله، ټینګار وکړ چې :«دغه نوی موافقتنامه د شک او تردید د لیري کولو، د اعتراضونو په پام کې نیولو او تر ټولو په لومړي قدم کې د کولمبیایانو د متحد کولو له پاره یو ښه فرصت دی.»

نوموړي زیاته کړه چې په نوي موافقتنامې کې یو لړ تغییرات رامنځته شوي دي چې د انتقاد کونکو د استدلال یوه برخه هم په بر کې نیسي. د هغه په خبره که څه هم د درنو جرمنو په برخه کې د یوې ځانګړې محکمې له خوا د اته کاله بند سزا حکم پر ځای پاتې کیږي، خو په دغه موده کې د بند شرایط، چې د اوریبه د نیوکې اساسي برخه تشکیلوي، سخت کیږي.

په دې توګه په ځانګړو سیمو کې د کنترول زیاتیدل په پام کې نیول شوي دي. ټاکل شوی ده چې په وروستیو پړاوونو کې د ځانګړې محکمې د پریکړې پر ضد د اساسي قانون په محکمه کې د مرافعه طلبۍ امکانات مساعد شي. سربیره پر دې باید د فارک چریکان چې په دې وروستیو کې یې شمیر ۵۸۰۰ تنو ته رسیده، خپل د دارایې فهرست جوړ او قربانیانو ته د جبران خسارې د ورکړې په برخه کې ډیره برخه واخلي.

ټولپوښتنې ته اړتیا نشته

د فارک چریکانو مرکچي ایوان مارکیز، وویل :«د سولې نوی تړون د کولمبیا له پاره بریالیتوب دی.» لومړۍ موافقتنامه د روان کال د سپټمبر میاشتې په ۲۶ نیټه د ډیر شمیر هیوادونو د ولسمشرانو او ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون په موجودیت کې لاسلیک شوې وه. خو وروسته بیا د ټولو خوشبینیو سربیره د ټولپوښتنې په ترڅ کې د کولمبیا د خلکو له خوا رد شوه.

اوس سانتوس، کولی شي دغه نوی موافقتنامه د کانګرس له خوا تصویب کړي او په دې توګه نو یوې ټولپوښتنې ته اړتیا نشته. تیر وار هم ټولپوښتنې ته اړتیا نه وه، خو ولسمشر سانتوس غوښتل چې د سولې د دې طرحې له پاره پراخ ملاتړ ترلاسه کړي.

د کولمبیا د حکومت او فارک چریکانو تر منځ د سولې خبرې اترې د کیوبا په پلازمېنه هاوانا، کې د ناروې او کیوبا په منځګړتوب له ۲۰۱۲ کال راهیسې جریان لري. د فارک ډیر شمیر جنګیالي د لومړۍ موافقتنامې تر ناکامۍ ورسته بیرته خپلو سنګرونو ته ستانه شول. خو د روان میلادي کال تر پایه پورې یو دوه اړخیز اوربند نافذ دی.

د ۵۲ کلونو راهیسې د فارک چریکانو او کولمبیا د حکومت تر منځ منازعه روانه ده. په دغو جګړو کې تر اوسه پورې ۲۲۰ زرو انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

ټول ښکیل اړخونه، د فارک چریکان، پوځ او ښې اړخه ملیشه په دغه کورنۍ جګړه کې د تاوتریخوالي او جنایت مرتکب شوي دي. د یادونې وړ ده چې د دغه هیواد ولسمشر خوان مانوئل سانتوس د پخلاینې د هڅو له امله د سږکال د سولې د نوبل جایزه ترلاسه کړه.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (26.09.2016):