1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کولون د پېښې په تور ۲۱ تنه کډوال هم نیول شوې دي

۱۳۹۴ دی ۱۹, شنبه

د کولون پولیسو دا منلې ده چې د نوي میلادي کال په شپه د ښځو د جنسي زورونې د پېښې په تور په نیول شوو کسانو کې د منځني ختیځ او شمالي افریقا کډوال هم نیول شوي دي. په نیول شوو کسانو کې پنځه تنه ایرانیان هم شامل دي.

https://p.dw.com/p/1Hacn
انځور: Reuters/W. Rattay
د آلمان د کولون په ښار کې د نیوي میلادي کال په شپه د ښځو د جنسي زورونې شرمناکې پېښې د نړیوالو رسنیو له پاره هم د بحث توده موضوع گرځیدلې ده.
د وروستیو رپوټونو له مخې آلماني چارواکو دا منلې ده چې په کولون کې د جنسي زورونې او غلا د پېښو لږترلږه ۲۱ تنه تورن کسانو کې د منځني ختیځ او شمالي افریقا څخه راغلي کډوال دي. ویل کیږي چې په نیول شوو کسانو کې پنځه تنه ایرانیان هم شامل دي.
د واشنگټن پوست ورځپاڼې په حواله د فنلنډ او سویډن د یو شمیر برخو سربیره د آلمان په ځنو نورو ښارونو، د هغو له جملې څخه هامبورگ او شټوتگارت کې هم د ورته پيښو رپوټونه ورکول شوې دي. د آلمان په لویدیځ کې د۴ تنو سوریایې نارینه و له خوا پر دوو ۱۴ او ۱۵ کلنو نجونو د جنسي تیري رپوټونه هم ورکړل شوي دي.
د هغو شکایتونو کې په پایله کې چې د ښځو له خوا «د جنسي تیري او سازمان یافته جنسي زورونې» په اړه شوي ول، د کولون د پولیسو مشر ولفگنگ البرز، د دغو پيښو په اړه د واقعیتونوو د پټ ساتلو او د دغه کړکیچ د مخنوي په برخه کې پر خپلو ځواکونو د بې باورې له کبله له خپلې دندې استعفاء وکړې.
په المان کې د کډوالو پر وړاندې د سرحدي پولو د کنترول سختولو د ضرورت په اړه او د مسلمان کډوالو د هجوم پر وړاندې په عامه افکارو او ټولنیزو رسنیو کې د قهرجنو بحثونو څپې لوړې شوي دي.
د نوي کال په شپه غلاوې او جنسي زورونه
آلماني چارواکي وایې چې تر اوسه پورې په دقیق ډول نشي ویلې چې دغه جرایم سازمانیافته ول. خو د لیلی شباني په نوم یوې ۳۵ کلنۍ ایرانۍ کډوالې د گارډین ورځپاڼې ته ویلي دي چې په خپلو سترگو یې لیدلي دي چې د نوي کال په شپه ۳ تنو نارینه و چې په عربي ژبه یې خبرې کولې «په ښکاره ډول د سړو یوه لویه ډله رهبري کوله».
د واشنگټن پوست د رپوټ پر بنسټ، تر اوسه پورې د کولون په ښار کې د نوي کال شپې د پیښې اړوند د ۱۷۰ ثبت شوو رسمي شکایتونو له جملې څخه ۱۲۰ یې د جنسي زورونې او آزار په اړه دي.
ویل کیږي چې د کولون ښار د اورگاډي په مرکزي تم ځای کې نږدې زر تنه نارینه وو چې په کوچنیو ډلو ویشل شوي ول، په دغو عمومي جرمنو کې گډون درلود.
آلماني چارواکي د پېښې د عاملینو د نیولو له پاره د هغو ۳۵۰ ساعته ثبت ویډیو گانو په څیړنه بوخت دي چې د ښار په مختلفو برخو کې د نصب شوو کمرو په وسیله اخیستل شوي دي. تر اوسه پورې د پېښې په اړه د ۳۴ شکمنو کسانو پیژندگلوي شوې ده، خو د پولیسو چارواکي وایي چې د دوی د نیولو له پاره د لازیاتو شواهدو په لټه کي دي.