1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کوماندو سرتيرو د خلاصون عمليات پای ته ورسېدل

۱۳۸۹ شهریور ۲, سه‌شنبه

وسله والو طالبانو شاوخوا درې اونۍ دمخه د لغمان ولايت د يوې ځنګلي سيمي څخه ۲۱ تنه افغان کوماندو سرتيري د يوه کمين په ترځ کي ونيول او له ځان سره يي بوتلل.

https://p.dw.com/p/Oubn
ايکانوميست: افغان سرتيرو ته کافي شمير ښونکي په اختيار کي نه دي ورکړل سوي.
ايکانوميست: افغان سرتيرو ته کافي شمير ښونکي په اختيار کي نه دي ورکړل سوي.انځور: AP

د ختيځ لغمان ولايت څخه د افغان ملي پوځ د يو شمېر تښتول سوو کوماندو سرتيرو د ژغورني عمليات سر ته رسيدلي دي.

هغه مهال طالبانو ويلي وو چي دغه سرتيري له دوي سره دي او د خپلو ملګرو د خلاصونه لپاره يي معاملې ته ساتلي دي.

اوس د ملي پوځ چارواکي وايي چي د دغو سرتيرو يو شميريې د خلاصون په عملياتو کي وژل سوي او ځيني يې ژوندي ژغورل سوي دي.

د ملي دفاع وزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي وايي چي په هغمو عملياتو کي

چي زموږ سرتيري په کمين کي ګيرسول، يو شمېر سرتيري مړه يو شميراسيران او يو شميرنور هم د يرغمل نيونکو له منګولو را خلاص کړل سول.

« موږ چي په کومه سيمه کي د مخالفينو پر ضد عمليات تر سره کړل هغه قوماندان چي دا عمليات يي رهبري کول غلام حضرت ووژل سو، د هغه مرستيال اسدالله هم خپل ژوند له لاسه ورکړ، د دښمن په لسګونو تنه مړه او ژوبل سول او له هغوی څخه يو اندازه وسلي هم تر لاسه سوې».

يو تن چي ځان د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ښيي آلمان ږغ ته په يوه تليفوني تماس کي وويل چي دغه يوه ډله عسکر يي د لغمان مرکز مهترلام ته څېرمه له يوي سيمي څخه تښتولي ول.

د دغو عسکرو د تښتوني پيښي د افغان کوماندو سرتيرو د کاري وړتيا او هغوﺉ ته د بهرنيو ښونکو له لوري د ورکړل سوي روزني د کيفيت په باب انديښنې را پارولي دي.

په پارلمان کي د لغمان ولايت وکيل ذفنون صافي هم پر بهرنيو روزونکو او مرسته کونکو ملکونو نيوکه کوي چي افغان ملي پوځ او ملي پوليس يي په سمه توګه ندي سمبال کړي.

تيره ورځ د ايکانوميست مجلي هم خبر ورکړ چي د افغان ملي اردو سرتيرو ته کافي شمير ښونکي په اختيار کي نه دي ورکړل شوي.

خو د ملي دفاع وزارت نطاق جنرال ظاهر عظيمي د اکانوميست د مجلي د دغه رپوټ په ردولو سربيره وايي چي افغان ملي پوځ کافي شمير ښونکي لري.

« موږ ټول ۱۸۰۹ تنه ښونکي د هيواد په بيلا بيلو پوځي روزنيزو مرکزونو کي لرو چي ۸۸۸ تنه يي بهرنيان او پاته نور يې کورني ښونکي دي.»

د افغان ملي پوځ د سرتيرو د تتو اجراتو او ټيټي روزني په باب په داسي حال کي انديښني مخ پر زياتيدو دي چي افغان دولت غواړي ټولي شخصي امنيتي کمپنۍ وتړي.

تيره اونۍ ولسمشر حامد کرزي د يوه فرمان په ترځ کي ټولو امنيتي کمپنيو ته څلور مياشتي وخت ورکړ چي خپلي چاري په افغانستان کي په ټپه ودروي.

کرزي امر کړي چي د امنيتي کمپنيو افغان کارکونکي به د پوليسو او پوځ ليکو ته جذبوي.

د پوځي چارو کارپوهان په دي اند دي چي افغان کورني ځواکونه به تر څو نورو کلونو هم د دي جوګه نه وي چي د امنيتي خصوصي کمپنيو تشه ډکه کړي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل