د کومو حيواناتو غوښه تر ټولو زیاته خوړل کيږي؟
په نړۍ کي د غوښو تقاضا په تيرو لسيزو کي لا زیاته سوې ده. په دغه انځوريز راپور کي کتلای سئ چي په نړيواله توګه تر ټولو زيات کوم حيوانات خوړل کيږي:
۱۰ مقام ـ غويي
په داسي حال کي چي غوا او غوايي په بيلو کلتورونو او اديانو لکه هندو مذهب کي مقدس بلل کيږي، د نړۍ په نورو زياتو برخو کي بيا د غوښي د حصول لويه منبع ده. د غوايانو د غوښې د زياتي تقاضا له پاره د هغوی لوی فارمونه د مځکي د کورې د چاپيريال له پاره يو لوی ګواښ هم بلل کيږي. [د دغه انځوريز راپور معلومات د وېګن سولز ټکی کام او اداپت په نوم وېب پاڼو څخه اخيستل سوي دي. [ترتيب کوونکی: احمدولي اڅکزی] ]
۹ مقام ـ اوزې / بزې
د وزې غوښي په زياته بيا د نړۍ په هغو سيمو کي زياتي خوړل کيږي چيري چي د خنځير غوښه حرامه ده. بعضي هغه کلتورونه چي د غوايي يا غوا غوښه نه خوري، هلته هم د وزې غوښه يو بديل دی.
۸ مقام ـ پسونه
په نړۍ کي زياتي داسي سيمي سته چيري چي تر نورو ټولو غوښو د پسه غوښه زياته خوړل کيږي. پسونه د غوښو له پاره د هغوی د وړيو او پوست په خاطر هم ساتل کيږي.
۷ مقام ـ قاز
د چرګانو، هيليو او فلمرغانو تر څنګ قازونه هم په لوړه اندازه په فارمونو کي روزل کيږي چي د هغوی غوښي بازار ته عرضه کړل سي.
۶ مقام ـ فلمرغان
د فلمرغ غوښي د عام استعمال تر څنګ په بعضو کلتورونو کي په ځانګړو لمانځ ورځو کي خوړل کيږي. د دغو حيواناتو د غوښتو تر څنګ د هغوی بڼکي هم په لوړه اندازه د بېلګي په توګه په بالښتونو او ناليو او جامو کي کارول کيږي.
۵ مقام ـ سويان
سويان هغه حيوانات دي چي په هکله يې ويل کيږي چي ډېر ژر يې شمېر زياتيږي. د دغه حيوان غوښه په زياتو هيوادونو او کلتورونو کي د خوراک په توګه خوښيږي او د همدغه مقصد له پاره هغوی په فارمونو کي ساتل کيږي.
۴ مقام ـ خنځيران / سرکوزي
په نړۍ کي بعضي اديان او کلتورونه د خنځير د غوښي د خوړلو ممانعت کوي. خو د هغه برسېره د دغه حيوان غوښه يو له زياتو مستعمله خوراکي توکو څخه ده چي ورڅخه بېل ډول تيار خواړه هم جوړيږي لکه ساسجان او داسي نور.
۳ مقام ـ هيلۍ
د چرګانو تر څنګ هيلۍ د مځکني حيواناتو څخه تر ټولو زيات خوړل کېدونکی حيوان دی. په زياته بيا په بعضو آسيايي هيوادونو لکه چين، وېتنام او داسي نورو کي د هيلۍ غوښه ډېره خوښيږي.
۲ مقام ـ چرګان
د سمندري حيواناتو وروسته په نړۍ کي تر ټولو زياتي غوښي د چرګانو خوړل کيږي. د چرګانو د «سپيني غوښې» په هکله فکر کيږي چي تر «سرې غوښي» زيات روغتيا ته ګټه لري. د حيواناتو د حقونو سازمانونه د چرګانو د ساتنې پر طرز سختي نيوکي کوي چي دغه ژوی په غېر طبعي او کړوونکې توګه ساتل کيږي.
۱ مقام ـ سمندري حيوانات
د بعضو اټکلونو له مخيپه نړي کي هر کال ۹۰ مليارده سمندري حيوانات د انسانانو د خوراک له پاره استعماليږي. په دغو حيواناتو کي د وړو کبانو څخه نيولې تر لوی نهنګانو پوري شامل دي. [د دغه انځوريز راپور معلومات د وېګن سولز ټکی کام او اداپت په نوم وېب پاڼو څخه اخيستل سوي دي. [ترتيب کوونکی: احمدولي اڅکزی] ]