1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کونړ بمبار سوي سيمي ته څېړونکې ډله رسېدلې

۱۳۸۹ اسفند ۳, سه‌شنبه

د کونړ ولايت غازي آباد ولسوالۍ ته د افغان او بهرنيو جنرالانو يوه ډله استول سوې تر څو د هغي بمبارۍ په اړه کره او مستند راپورونه را ټول کړي چي، په ترځ کي يې د اويا وو ولسي خلکو د مرګ ژوبلي راپورنه ورکړل سوي.

https://p.dw.com/p/R31A
په کونړ کي د امريکايي ځواکونو يوه پوڅي اډه
په کونړ کي د امريکايي ځواکونو يوه پوڅي اډهانځور: AP

د کونړ والي وړمه ورځ وويل چي د اونۍ په سر کي د ايساف ځواکونو آپاچي هليکوپترو د غازي آباد ولسوالۍ پر ايلګل کلي باندي، چي ويل کيږي د طالبانو اوحقاني شبکي يو شمير چريکان کلا بند سوي ول يرغل وکړ.

د کنړ والي سيد فضل الله واحدي دوينا له مخه، په دغه بريد کي د وژل سوو کسانو په ډله کي ۲۰ تنې ښځي، ۲۹ تنه ماشومان او له شل کلنۍ څخه کښته يو شمير ځوانان شامل دي.

واحدي دا هم ومنله چي په مړو سوو کسانو کي ۱۳ تنه طالبان هم شامل دي.

دغي پيښي د کور دننه او بهر د بشر پالو ټولنو سخت غبرګونونه را وپارول.

د بشر د حقونو مدافع ډلو او په افغانستان کي د بشر د حقونو خپلواک کمېسيون په شديد الفاظو د دغه بريد غندنه وکړه.

د بشر د حقونو د سازمان په وينا پاڼه کي راغلي: « موږ د کونړ ولايت په غازي آباد ولسوالۍ کي د ولسي افغانانو مرګ ژوبله په کلکو ټکو محکوموو، او هر هغه بريد چي پکښي ولسي خلکو ته د سر اومال زيان رسيږي له ټولو بشري قوانينو سره په ټکر کي بولو، افغان دولت بايد ژر تر ژره يوه څيړندويه ډله په دنده وګماري چي د دغي پيښي په اړه حقيقت ومومي او هغه کسان چي دغه عمل يي تر سره کړي بايد محاکمي ته را کش کړي».

د کونړ پر خلکو سربيره د افغانستان د يو شمير نورو ولايتونو اوسيدونکي هم دغه پيښي سخت غمجن کړي دي.

خو ايساف ځواکونه تر اوسه پوري دا نه مني چي په دغه بريد کي دي ولسي خلک وژل سوي وي.

د ايساف ځواکونو له مرکزي قوماندانۍ څخه په يوه خپره سوي خبر پاڼه کي چي يوه پاڼه يي په کابل کي دويچه ويله ته هم استول سوې راغلي: « د ايساف ځواکونو د غازي آباد په ولسوالۍ کي وسله وال طالبان د خپلو عملياتو په ترځ کي په نښه کړل، موږ د هليکوپترونو څخه اخيستل سوي ويډيوګاني په واک کي لرو، او وروسته به يي رسنيو ته په واک کي ورکړو.»

له سيمي څخه عيني شاهدانو رسنيو ته ويلي چي په ايلګي سيمه کي د وژل سوو کسانو مړي تر اوسه پوري د جګړې به ډګر کي پراته او د ولايت مرکز ته د ټپيانو د ليږدوني امکانات نه سته.

دوی دغه راز ادعا کوي چي د وسله والو مخالفينو او د ايساف ځواکونو تر منځ د متقابلو ډزو له امله خلک له خپلو کورنو څخه نسي وتلای او زياتره کورنۍ د خوراکي توکو له کمښت سره مخامخ دي.

د يادولو وړ ده چي د دغي پيښي د خبري پوښښ لپاره يو شميرسيميزو خبريالانو د ايلګل کلي ته د تلو تکل درلود چي دوه تنه يي د لاري په اوږدو کي د بهرنيو ځواکونو له لوري نيول سوي هم دي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل