1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کونړ د بريد پړه طالبانو پر غاړه اخيستې

۱۳۹۰ آذر ۱۸, جمعه

یوه ځانمرګي برید کوونکي د جمعې په ورځ د افغانستان په ختیځ کې د یوه مسجد په خوله کې برید ترسره کړ چې په پایله کې یې لږ تر لږه شپږ کسان ووژل شول. په وژل شوو کسانو کې د یوې ولسوالۍ د پولیسو قوماندان هم شامل دی.

https://p.dw.com/p/13PFT
د کونړ دره
د کونړ درهانځور: DW/Nasary

د کنړ والي، فیض الله وحیدي، وویل چې پیښه هغه وخت رامنځ ته شوه چې د دغه ولایت د غازي آباد د ولسوالۍ اوسیدونکي د جمعې د لمانځه وروسته خپلو کورونو ته د ستنېدو په حال کې ول:

«د برید اصلي هدف د غازي آباد د ولسوالۍ د پولیسو قوماندان وو. برید کوونکي د مسجد دروازې ته نږدې خپل ځان وچاوه.»

د غازي آباد د ولسوالۍ د پولیسو قوماندان، یو استخباراتي مامور، دوه پولیس او دوه ملکي کسان په دغه پیښه کې وژل شوي دي. چاودنې اته نور کسان ټپیان کړي هم دي.

طالبانو د پیښې پړه پر غاړه اخیستې ده. د کنړ ولایت چې پاکستان سره ګډه پوله هم لري، په تیرو کلونو کې یو له هغو سیمو څخه ده چې په کې د طالبانو او بهرنیو ځواکونو تر منځ ډیر وخت جکړې رامنځ ته کیږي.

په کنړ ولایت کې پر مسجد برید د کابل او مزارشریف د بریدونو څخه درې ورځې وروسته رامنځ ته شوی دی. په دغو پیښو کې ۶۳ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ. د کابل او مزارشریف بریدونه په افغانستان کې د خپل ډول لومړي بریدونه دي.

د کابل او مزارشریف د بریدونو وروسته اوس افغان چارواکې ویره لري چې کیدای شي په افغانستان کې هم د پاکستان او عراق په څیر مذهبې جګړه پیل شي.

د طالبانو ویاند په پیښه کې د ډیر شمیر پولیسو د وژل کیدو ادعا کړې، خو طالبان ډیری وخت په بریدونو کې د ډیرو تلفاتو د اړولو د ادعا لپاره، شهرت لري.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: عبدالباري حکیم