1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کويټې په یوه روغتون کې چاودنې ۴۵ کسان وژلي

آژانسونه/ م.ج۱۳۹۵ مرداد ۱۸, دوشنبه

د کویټې په یوه روغتون کې د چاودنې له کبله لږ تر لږه ۴۵ کسان وژل شوي او تر لسو ډیر نور ټپیان دي. چارواکو او د فرانسې خبري آژانس خبریال ویلي دي چې د مرګ ژوبلې د کچې لوړیدو امکان موجود دی.

https://p.dw.com/p/1JdFh
انځور: Reuters/N. Ahmed

د چاودنې په ویدیوګانو کې پر ځمکه لویدلې اجساد ښوول کیږي چې اوس هم ترې دود پورته کيږي. د روغتون ښیښې ماتې دي، پر ځمکه وینې پرتې دي او تر چاودنې وروسته ژوندي پاته شوي کسان د مرستي غوښتنه کوي.

په ویدیو کې همداراز د چاودنې احتمالي سیمه هم ښوول شوې ده.

د بلوجستان ايالت د روغتيا وزير صالح بلوڅ د فرانسې خبري آژانس ته ويلي دي چي په روغتون کي ځانمرگی بريد شوی او پکښې ۴۵ کسان وژل شوي دي. د هغه په خبره د وژل شوو کسانو ډېر ئې خبريالان او مدافع وکيلان دي.

چارواکو ویلي دي چې چاودنه هغه وخت رامنځ ته شوه چې د خبریالانو په ګډون یو شمیر کسان چې مدافع وکیلان هم پکښې شامل ول، د یوه مدافع وکيل تر ویشتلو وروسته په روغتون کې سره راټول شوي ول. دغه کسان روغتون ته د غم شریکۍ له پاره راټول شوي وو او ډیرو يې توري جامې اغوستي وې.

دغه شمېر په سیمه کې د فرانسې خبرې آژانس د خبریال او همداراز د یوه سیمه ییز چارواکي اکبر رایساني، له خوا هم تائید شوی دی. رایساني ویلي دي چې په چاودنه کې لږ تر لږه ۴۰ کسان ټپیان شوي هم دي: «یو شمیر خبریالان او وکیلان تر هغه وروسته په دې سیمه کې راټول شوي وو چې سهار په یوه بله پیښه کې د بلوچستان د وکیلانو د بنسټ مشر وژل شوی وو.»

وژل شوی مدافع وکیل بیلال انور کاسي، نومیدی او هغه مهال دوو ناپیژندل شويو وسلوالو وویشت چې له خپله کوره د کار په لور روان وو.

لا تر اوسه پورې د دغو دوو بریدونو پړه کوم چا پر غاړه نه ده اخیستې.

بلوچستان له افغانستان او ایران سره پر پوله پروت دی او د نفتو او ګازو لویې سرچیني لري خو په دغه سیمه کې امنیت د پاکستان د ډیرو نورو سیمو په پرتله خراب دی.

دا هم د ليدو وړ دي