1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کوچنيانو له پاره د مرمۍ ضد کالي جوړيږي

مسعود جهش (دويچه ويله)۱۳۹۱ دی ۱۷, یکشنبه

یوه کولمبیايي طراح د ماشومانو له پاره د مرمۍ ضد کالي جوړ کړي دي؛ چې غواړي په خاصه توګه یې متحده ایالاتو ته صادر کړي. هغه غواړي دغه کالي پرهغومېندو پلرو باندي وپلوري چې د خپلو ماشومانو د امنیت په اړه اندیښنه لري.

https://p.dw.com/p/17Eq7
انځور: GUILLERMO LEGARIA/AFP/Getty Images

تاوتریخوالی، مړینه او وژنه د دغه خلاق سوداگر د ورځني کار یوه برخه ده. هغه په مکسیکو او کولمبیا کې د مرمیو ضد کالیو د جوړولو دوه لوی شرکتونه لري. دغه دوه هیوادونو د مخدره موادوه پرضد جګړه کې ښکېل دي.

خلاق تاجر میګل کابالرو وایي، چې د ماشومانو له پاره د مرمۍ ضد کالیو له جوړولو څخه یې هدف د امریکایي پیریدونکو تر لاسه کول دي. کابالرو وایي چې په متحده ایالاتو کې دغه ستونزه موجوده ده او دی ورته د حل لاري وړانديز کوي.

کابالرو زياتوي، چې دغه د مرمۍ ضد کالي به د امریکا د نیوتاون، برید په څیر پېښو پر مهال له ماشومانو ساتنه وکړي. په نیوتاون کې یوه امریکايي په يوه ښوونځی کي ډیر ماشومان ووژل.

د مرمۍ ضد دغه کالې له یوه ډول پلاستیک څخه جوړ شوي دي چې تمه کیږي د مرمیو د لګیدو په صورت کې به د ماشومانو ساتنه وکړي. دغه کالی سپک وي او د یوه «زیر پراهني» په توګه اغوستل کیږي.

دغه کولمبیايي تجار وايي چې د نیوتاون ماشومانو که د هغه له مرمۍ ضد کالیو څخه کار اخیستلای نو لږ تر لږه به یې څو تنه اوس ژغورل شوي وای.

پر پېریدونکو باندي آزموینه

دغه کلمبایي طراح هر هغه څوک چې د ده په خبرو باندي باور و نه کړي، خپل دفتر ته راغواړي او ورته د مرمیو ضد یو واسکت ورکوي او بیا له نزدې څخه ورباندي ډز کوي. پر هغو کسانو باندي چې ‌ډزي کیږي یوازي یو څه د درد احساس کوي خو هیڅ څوک پکې تر اوسه پوري ټپي شوي نه دی.

کابالرو، هر واري له دې کاره خوند اخلي. د کابالرو د مود په کتلاک کې تر۵۰۰ زيات محصولات شامل دي. پوځي واسکټ، عادي دریشي، کورتۍ، چرمۍ کالي او د سپیانو کالي، دا ټول د هغه په محصولات کې لیدل کیږي.

د کابالرو د مرمۍ ضد کالي د ۳۰۰ تر۳۰۰۰ ډالرو پوري بيه لري. هغه کالي چې بیا په فرمایشي ډول جوړیږي کیدای شي چې تر دې هم گران وي.

د مرمیو ضد سپک کالې

میګل کابالرو یو ورځ یو پولیس ولید چې د مرمیو ضد واسکټ یې ډیر دروند وو او هغه يې ستړی کړی وو. له دې سره هغه ته د دغه شان مرمیو ضد کالیو جوړولو فکر پیدا شو. هغه وایي: «هغه پولیس خپل واسکټ ځکه له تنه وکېښ، چې ډیر دروند وو... ما بیا د مرمۍ ضد داسې کالي جوړ کړل چې مطمین دي خو ډیر سپک دي.»

کابالرو په لومړي سر کې یوازي لس ډالره لرل. خو اوس شل کاله وروسته هغه ۱۸۰ تنه کارکوونکي لري.
دغه کولمبایي طراح ځینو مشهورو کسانو ته هم کالي جوړوي. د بیلګې په توګه د وینزویلا ولسمشر هوګو چاوز، د هغه له دایمې پیریدونکو څخه دی.

کابالرو وایي چې ټول ټال لس ولسمشران د هغه ضد مرمۍ جامې اغوندي. هغه وایي چې د مافیا مشران یې مشتریان نه دي.

د هغی خبري په اړه چي کابالرو اوس ماشومان او نوي ځوانان هم د هغه مشتریان کیږي، اندېښنه نه لري. هغه وایي: «زه خو کومه ستونزه نه رامنځ ته کوم، بلکي هغه له منځه وړم.»