1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د اختر له پاره مو کلک امنیتي تدابیر نیولي دي»

۱۳۹۱ مرداد ۲۷, جمعه

د مسلمانانو د کوچني اختر لومړۍ ورځ کیدای شي چې په افغانستان کې د شنبې او یا هم یکشنبې په ورځ ولمانځل شي. افغان امنیتي چارواکي وایي چې د دې مراسمو له پاره ئې کلک امنیتي تدابیر نیولي دي.

https://p.dw.com/p/15rYK
انځور: Getty Images

په داسې حال کې چې د کوچني اختر له را رسیدو مخکې د افغانستان یو شمیر ولایتونه د بې سارو خونړیو بریدونو شاهدان ول خو اوس امنیتي ادارې وایي چې د اختر د مراسمو د امنیت له پاره ئې لازم ګامونه اخیستي دي.

په دغو تدابیرو کې د لویو لارو د امنیت نیولو له پاره د پولیسو د شمیرې لوړیدل، د خاصو قطعو ډیریدل او د تلاشي د پوستو په شمیر کې د زیاتوالي راوستل شامل دي.

خو یو شمیر هغه کسان چې کورنۍ ئې په لیرې پرتو سیمو کې میشتې دي، نه شي کولای د امنیتي ستونز له امله له خپلو کورنیو سره د اختر خوښۍ ولمانځي.

د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت ویاند صدیقي، وايي چې ټول افغانان کولای شي چې په ډاډه زړه خپل دغه مذهبي مراسم ولمانځي. د هغه په خبره افغان امنیتي ځواکونه به ورانکاري دې ته پرې نه ږدي چې خلکو ته زیان ورسوي. صدیقي وايي چې دغه تدابیر ئې له ملي پوځ او څارګرې ادارې سره په ګډه نیولي دي:

«پولیسو له ملي اردو او ملي امنیت سره په ګډه د اختر د ورځو د خوښیو لمانځلو له پاره ځانګړي امنیتي تدابیر وضع کړي دي د دغو تدابیرو موخه دا ده چې خلک د اختر ورځې په خوښۍ او خوشحالۍ سره ولمانځي. په دغو تدابیرو کې د ملي پولیسو له خوا په ټول افغانستان کې د ځانګړو قطعو ګمارل او د لویو لارو د امنیت ساتلو له پاره د تلاشۍ د پوستو جوړول او عملیاتو پیلول شامل دي.»

دمګړۍ د افغانستان هر ښار له ګنه ګوڼې ډک دئ او ډیری خلک د کوچني اختر د خوښیو او جشنونو د لمانځلو له پاره د جامو، ډول ډول میوو او زینتي توکو په اخیستلو بوخت دي. افغانان هیله لري چې دغه اختر په خوښۍ سره د خپلو کورنیو د غړو په څنګ کې تېرکړي.

خو له اختر څخه مخکینۍ اونۍ ډیره خونړۍ وه چې له کبله ئې له یو شمیر خلکو سره د اختر د مراسمو د امنیت په اړه هم سوالونه راپیدا شول.

تیره اونۍ د نیمروز ولایت په مرکز زرنج، کندز، خوست او هلمند کې د یو لړ ترهگرو بریدونو په پایله کې په سوونو ملکي وگړو ته مرگ ژوبله واوښته.

د افغانستان د پارلمان یو شمیر غړو د دغو بریدونو پړه پر پاکستان او یران باندې واچوله. دا په داسې حال کې ده چې امنیتي اداري په دغو بریدونو کې د ایران او پاکستان ښکیلتوب نه ردوي او وایي چې درې ایراني وګړي ئې نیولي دي چې پر خپل جرم ئې اعتراف کړی دئ.

میرویس جلالزی/ کابل
کتونکی: مسعود جهش